د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې د اوشاق ولایت د ایشمه کوچیانو د ټغر یا ګیلم په اړه لنډ بحث کوو.

د اوشاق ولایت چې د تورکیې د ایژې په سیمه موقعیت لري ، ددې ولایت ټغر یا ګیلم د تورکیې په کچه ځانګړی شهرت لري. دا ټغر چې د اوشاق ولایت د ایشمې په ولسوالۍ کې جوړیږي او نوم يي هم د همدې ولسوالۍ نه اخیستی دی په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د ایشم ښاروالۍ په غوښتنلیک کې د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو کې شامل شو. د ایشمې کوچیانو ټغر، چې د ترکانو د کوچیانو کلتور ټولې ځانګړتیاوې لري، په ځانګړې توګه د ریښو رنګ کارولو او د لاسي کار په واسطه د تارونو چمتو کولو سره پام ځانته رااړوي. دا ټغر چې رنګ، شکل او جوړښت یې د سیمې لپاره ځانګړی ځانګړتیاوې لري، د ښځو لخوا د "استار" په نوم په مستقیم کارګاه ګانو کې اوبدل کیږي.
د ایشمه کوچیانو ټغر چې د التنباش، توپلو، ابلاس او ټاقمق په نوم هم پیژندل کیږي، کوچنۍ کوچنۍ هم لري چې د لمانځه او یا دیوارونو کې د تابلو په توګه هم ترینه کار اخیستل کیږي. د د ټغر د استادانو د غوښتنې سره سم لاسي اوبدل شوي محصولات لکه کڅوړې ، سیډل بکسونه ، بالښتونه او تکیه پوښونه هم تولیدوي. په ایشمه کوچیانو ټغر کې د رنګ انتخاب، چې د تورکي دودیز شکلونه پکې شامل دي، متفاوت دي. شنه، ژیړ، سور او تیاره نسواري د طبیعي ریښو رنګ څخه تولید شوي ترټولو غوره رنګونه دي.