ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د نړۍ د  مشهورو اشپز شیفانو ترمنځه  تورکي  اشپز شیان هم  شتون لري؟

1958508
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

ایا تاسو پوهیږئ چې د نړۍ د  مشهورو اشپز شیفانو ترمنځه  تورکي  اشپز شیان هم  شتون لري؟

د تورکيې د نامتو اشپز شیف محمد ګورس د  میکلا په نامه رستورانت  چې په نړۍ کې د ۵۰ غوره رستورانتونو څخه دی او په استانبول کې موقعیت لري او د خپل مینو سره چې د  "نوي اناتولي خواړه" تشریح کوي  د ټولو پام ځانته رااړلی دی. اشپز شیف محمد ګورس، چې په فنلینډ کې زیږیدلی او په سویډن کې لوی شوی، د ۱۹۹۶ کال  راپدیخوا د اوږدو کلونو لپاره  په امریکا کې کار کولو او د پخلي زده کړې نه  وروسته، د استانبول د خوړو کلتور ته د نوې بډاینې په پيلولو پیل وکړ.

تورکي اشپز شیفان نه یوازې په تورکیه کې بلکې په ټوله نړۍ کې خپل خپل نومونه خپاره کړي  دي . د تورکیې د تونجعلي ولایت اوسیدونکی علي ګونګرموش، چې په ۱۰ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره آلمان ته مهاجر شوی، لومړنی تورکي اشپز شیف دی چې د میشیلین ستوری لري. علي ګونګرموش د خپل پلار سره چې د کارګر په توګه  په المان کې کار کاوه، د پخلنځي زده کړې یې بشپړې کړې. هغه چې د کوچنیتوب نه  د اشپزۍ سره ډیره زیاته  مینه د اشپزۍ زده کړې  په لومړۍ درجې سره بشپړې کړې.  همداشان هغه وروسته په آلمان کې یې په ډیر شمیر میشیلین ستوري لرونکو رستورانونو کې کار وکړ. ۲۷ کلن  اشپز شیف چې په زړورتیا سره د تورکي کلتور او خواړو د کوڅو خوندونه د لوکس پخلنځي سره عیار کړل او یوه نوې بڼه يي ورکړه  او  د مدیترانې خواړو تصور سره خپل رستورانت پرانیست ، لومړنی تورکي اشپز شیف دی چې د میشیلین ستوري ترلاسه کړ.

۳۵ کلن اشپز شیف سرکان ګوزل چوبان چې په آلمان کې زیږیدلی او لوی شوی، په نړۍ کې دوهم تورکي اشپز شیف دی چې د میشیلین ستوری ترلاسه کوي. هغه چې د تورکیې  د ډینیزلي  په ولایت کې  د خپلې مور د پخلیو د تعریفونو  څخه الهام اخیستی ، په خپل رستورانت کې ټولنیز مسؤلیت او همدارنګه لذت او خوند ته ډیر زیات اهمیت ورکوي. هغه په د خپل رستورانت په پخلنځي او خدمت په برخه کې ډیری هغه کسان چې د فزیکي  او ذهني  پلوه معیوب دي  کار ورکړی دی.

د آسیا د غوره ۵۰ رستورانتونو په مینځ کې ۳۶م ځای لرونکی د بنکاک په یو مشهور رستوانت  په پخلنځي کې یو تورکي اشپز شیف  کار کوي. فاتح  توتک، چې د بولو مینګن د اشپزۍ د  ښوونځي څخه فارغ شوی، او د لرې ختیځ  د خوړو په مینو کې  په بشپړ ډول د تورکیې - مدیترانې سټایل مینو لپاره د ځای په جوړولو کې بریالی شوی دی.

ترکي خواړه د خپلو بډایه ډولونو او خوندونو سره ډیر پام ځانته راجلبوي ، په بیله بیا د صحي او متوازن رژیم لپاره مناسب مثالونه او حتی د سبزیجاتو خواړو لپاره د سرچینې په توګه خدمت کوي.



اړوند خبرونه