د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

1957506
د ورځنۍ اجندا تحلیل

په تورکیه کې رامنځته شوې د زلزلې له ناورین څخه یوه میاشت تیریږي. البته، دا اړینه ده چې دا ناورین د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، رواني او اکاډمیک په ګډون له مختلفو لیدونو او ابعادو څخه وڅیړل شي. که څه هم یوې هر اړخیزې نتیجې ته د رسیدو په خاطر لا وختي د، خو د ډیپلوماسۍ په ډګر کې رامنځ ته شوې نتیجه خورا مهمه ده.

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د امنیتي څیړونو د څانګې مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم .

ډاکټر یشیل تاش وايي چې په تورکیه کې د زلزلې د ناورین د رامنځته کیدو نه وروسته د تورکیې حکومت لخوا د مرستې غوښتنې ، د نړۍ له  ګوټ ګوټ ، هر براعظم او هرې سیمې څخه د مثبت ځوابونو په ویلو سره تورکیې پر لورې د مرستو جریان پيل شو. تر اوسه څه د پاسه سل هېوادونو د تورکیې له ناورین سره د مرستې لپاره مثبت عکس العمل  ښودلی او اعلان یې کړی چې په بېلابېلو کچو به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ځینو دولتونو لکه اذربایجان، هنګري، یونان او اسرائیلو د لټون او ژغورنې اغېزمنې ډلې هم تورکیې ته راستولې وې. یو ځل بیا، ځینو هیوادونو لکه اذربایجان، قطر او روسیې د زلزله ځپلو  خلکو سره د مرستې لپاره عامه مرستې چمتو کړې. امریکا او ډیری اروپایی هیوادونو دواړه د لټون او ژغورنې ټیمونه لیږلي او د مالي مرستو ژمنه یې هم کړې.

 

یو زیات شمیر افریقایي هیوادونو چې  د نغدي مرستو توان يي نه درلود  د تورکیې  سره د غم شریکۍ او خواخوږۍ پيغامونه خپاره کړل . د دغو هیوادونو خلکو د تورکیې لپاره په نړۍواله کچه د یو سخاوتمنده هیواد په توګه پیژني دعاګانې وکړې.  سربیره پردې ، د ډیری هیوادونو غیر دولتي سازمانونو په ځانګړي توګه د اسلامي هیوادونو څخه د تورکیې لپاره د مرستې کمپاینونه تنظیم کول پیل کړل.

لکه څنګه چې تمه کیده، لومړی او خورا اغیزمن ځواب د اذربایجان څخه راغلی. د اذربایجان دولت او خلکو تورکیې ته د مختلفو ډولونو  مرستو د استولو لپاره هڅې پیل کړې دي. بیا  نورو  اسلامي هیوادونو لکه ازبکستان ، پاکستان او قطر څخه د مرستو خبرونه راورسیدل چې تورکیه ورسره نږدې همکاري لري. یو له لومړنیو کسانو څخه چې عامه مرستې او ژغورونکې ډلې یې ناورین سیمې ته لیږلې د عراق د کردستان سیمه ایز حکومت و.  نورو اسلامي هېوادونو حکومتونو او خلکو له تورکیې سره اغېزمنې مرستې وکړې.

د لوېدیځو هېوادونو هم  د پام وړ ملاتړ وښود او مرستې وکړې. تقريباً ټولو لويديځو هيوادونو د ژغورني ډلي او نغدي مرستي راولیږلې. د اروپایی هیوادونو په مینځ کې ، ترټولو مهم نفوذ لرونکی هیواد هنګری و. د هنګري د لټون او ژغورنې ډلې، یو له نادره اروپایی هیوادونو څخه دی چې له تورکیې سره نږدې اړیکې لري او  د ژغورنې په هڅو کې هم لوی بریالیتوب درلود.

د سیمې نږدې هر هیواد د تورکیې د خلکو سره غم شریکولو او د مرستې ژمنې پیغامونه راولیږل. د خلیج هېوادونو لکه قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او کویت د زلزلې له زیانمنو سره د پام وړ مرستې کړې دي. د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني تورکیې ته سفر وکړ او د  ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې وکتل . د هغه قطر امیر په تورکیه کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته لومړنی بهرنی مشر وو چې تورکیې ته سفر وکړ.

 

د اسرائیلو دولت چې په دې وروستیو کې له تورکیې سره د اړیکو د عادي کولو په حال کې دی، یو له لومړنیو هېوادونو څخه و چې تورکیې ته د مرستې وړاندیز وکړ. په هرصورت، اسرائیل حکومت د آذربایجان څخه وروسته د ترټولو لوی ګډون سره د ژغورنې ټیم زلزله ځپلو سیمو ته راواستاوه او اعلان یې وکړ چې د اړتیا په صورت کې به اضافي مرستې چمتو کړي.

همدا ډول د مصر غبرګون د پام وړ دی. د دواړو هېوادونو مشرانو چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فوټبال د نړیوال جام په مراسمو کې خپله لومړۍ مستقیمه ناسته درلوده، د دوهم ځل لپاره سره وکتل. د مصر ولسمشر سیسي اردوغان ته ټیلیفون وکړ او دا ټیلیفوني اړیکه له سیاسي لحاظه ډیره مهمه ده ځکه چې له مصر سره د تورکیې د اړیکو عادي کیدو بهیر تر ټولو په کلار روان  دی.

همداشان  ارمنستان چې په دودیز ډول له تورکیې سره  کړکیچنې او  ستونزمندې اړیکې لري، د زلزله ځپلو مرستو ته دنګل  او تورکیې د خلکو سره د غمشریکۍ ښودل ځانګړی اهمیت لري. دا په تېرو ۳۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې د تورکیې او ارمنستان پوله پرانیستل شوه.

د ټولو دولتونو تر منځ د اړیکو د بدلیدو تر ټولو ښه بیلګه د یونان غبرګونونه وو. تر ټولو لومړی د یونان ولسمشرې کاترینا ساکیلاروپولو اردوغان ته ټیلیفون وکړ او خپله خواخوږي یې څرګنده کړه. دوهم، لومړي وزیر کیریاکوس میچسوتاکیس اردوغان ته ټیلیفون وکړ او خپله خواخوږي یې وړاندې کړه. دریم، د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دینډیا د زلزلې سیمې څخه لیدنه وکړه او د خپل سیال، مولود چاووش اوغلو سره یې د خواخوږۍ څرګندولو لپاره وکتل. په حقیقت کې ، حتی د میچسوټاکیس ټيلیفوني اړیکه  خورا مهم پرمختګ و. ځکه چې په امریکا کې د هغه او ولسمشر اردوغان ترمنځه د لفظي بحث نه وروسته  ولسمشر اردوغان ډیر سخت غبرګون ښودلی وو او اعلان وکړ چې ددینه وروسته به د میچسوتاکیس سره لیدنه ونکړي . دا باید یو واقعی مهم پرمختګ وګڼل شي. د اردوغان – میچسوتاکیس تلیفوني اړیکه یو ډیر مهم پرمختګ دی چې کولی شي د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کیدو په برخه کې ډیر مهم او رغنده رول ولوبوي.

 

همدارنګه، په زلزله ځپلو سیمو کې د لټون او ژغورنې د چارو  په بهیر کې د یونان د لټون او ژغورنې ټیم بریالیتوب په ډیپلوماتیکه توګه نه بیانیدونکې اړیکې راڅرګندې کړې.

همداشان هغه عکس چې  د یونان د ژغورنې د ډلې یو تن کارکونکي  لخوا چې په خولۍ د یونان بیرغ وو یو زلزله ځپلې ماشوم  د خاورو لاندې نه ژوندی راویستو چې په لاس کې  د تورکیې بیرغ وو او دواړو یو بل په غیږ کې نیولي وو او د الفاظو سره نه اظهاریدونکې خوښۍ پر مهال اخیستل شوی دی  په حافظو کې به تل ژوندی پاتې شي. دا عکس په اصل کې  بشري احساسات منعکس کوي. سربیره پردې، د یونان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی لوړ پوړی بهرنی چارواکی وو چې د زلزلې سیمې څخه لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې د پاکستان لومړي وزیر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ، د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو هم د زلزلې د سیمو نه لیدنه وکړه . خو د تورکیې او یونان ترمنځه کړکیچنې او ستونزو ډکو اړیکو له پلوه خورا مهم پرمختګ دی.

رالېږل شوي مرستې او ورکړل شوي پیغامونه یو خورا روښانه او مهم حقیقت په ګوته کوي.

  دا د ناڅاپه بحران پر مهال خلکو د انساني غبرګون ښکارندويي کوي. که څه هم دولتونه او ولسونه د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو له امله له ستونزو، جګړو سره مخ وي، خو دوی په خپل منځ کې دښمني له منځه وړي او د انساني اړخ په تاکید سره یو له بل سره  چلند کوي.

دویم، نړیوالو مرستو او غبرګونونو د تورکیې د نړیوالو بشردوستانه مرستندویه فعالیتونو او  بشري ډیپلوماسۍ اغیزې موږ ته څرګندې کړې. . البته، تورکیه او د تورکیې خلک په سختو وختونو کې د دولتونو او خلکو سره مرسته کوي پرته له دې چې د بدلې په تمه وي، مګر موږ ولیدل چې څنګه دا بشري مرستې یو وخت په حقیقت ځواک بدلیږي.



اړوند خبرونه