د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې د تورکیې د بټلیس ولایت مشهورې عصا په اړه تاسې ته معلومات درکوو.

د عادلجواز عصا چې نوم يي د تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې د وان جهيل په څنډه کې پروت د بټلیس ولایت د عادلجواز ولسوالۍ د نوم نه اخیستی په تورکیه او نړۍ کې ځانګړی شهرت لري. د عادلجواز عصا په ۲۰۱۹ کال کې کې د عادلجوار کليو ته د خدماتو رسولو د ټولنې په رسمي غوښتنه د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو لس کې شامل شو. د ویلو ده چې پدې ولسوالۍ کې دوه ډوله عصاګانې ټولیږي چې یو ډول يي د محسنو او زړو انسانانو لپاره او بل يي بیا مود او فیشن لپاره. دا ځانګړې عصاګانې ددې سیمې د چارمغزو د ونو د لرګیو نه جوړیږي. همداشان دا عصاګانې د چارو مغزو د هرې ونې د لرګي نه نه بلکې د هغه ونو نه چې زخې او غوټې ونه لري او پاکې وي جوړیږي.
د ویلو ده چې ددې عصاګانو په جوړولو کې د اورارتو ، سلجوقیانو او عثمانیانو شکلونو نه کار اخیستل کیږي . همداشان دا شکلونه تاسې کولی شۍ چې د هیواد په موزیمونو او تاریخ ودانیو کې هم ووینۍ. ددې عصاګانو جوړونکي استادانو دا مسلک د نسل نه نسل انتقال او تر نن ورځې رارسولی دی.
د ویلو ده چې د عادلجواز په عصاګانو کې د ۲۵ نه د ډیرو ډیزاینونو نه کار اخیستل کیږي. ددې عصاګانو په سینګار کې د ابرو ، تذهیب او میناتورۍ د ډیزاینونو نه هم کارول کیږي. دا عصاګانې د کندنکارۍ، رنګ امیزۍ او اور نه په استفادې د ځانګړو تخنیکونو سره تولیدیږي.
د ویلو ده دا عصاګانې د ماشین په کارولو نه بلکې ټول په لاس جووړیږي. د زړو او محسنو کسانو لپاره عصاګانې لا قوي او کلکې جوړیږي او د مود او فیشن لپاره بیا باریکه او ډیر زیات ظریفې طرحه او ډیزاین کیږي. دا عصاګانې د تورکیې د ګوټ ګوټ سربیره د نړۍ ګوټ ګوټ ته هم صادریږي.