د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي

1933406
د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي

پدې خپرونه کې د مرسین ولایت د یو ډول ځانګړو خوړو ( مارسین تانتوني ) په اړه تاسې ته معلومات درکوو.

د تورکیې د مرسین ولایت چې د مدیترانې په ساحل کې پروت ددې ولایت یو له خورا مشهورو خواړو څخه  تانتوني دی.

 تانتوني په ۲۰۱۷ کال کې  د مرسین ولایت د صنفي اتحادیو صنعتکارانو  د خونې د غوښتنلیک په اساس د تورکیې د جغرافیې په ثبت شوو محصولاتو کې شامل شو.

د ویلو ده چې دا خوندور خواړه د غوښې نه پخیږي. تانتوني په اصل کې یو ډول سره کړې غوښه. د نورو سرو کړو غوښو سره د تانتوني توپیر او ځانګړتیا ځانګړې غوښه، د اشپز مهارت او غوړي دي. د ویلو ده چې تانتوني د خوسکې د پښتیو د غوښې نه پخیږي. همداشان ددې غوښې په پخولو کې د پنبې د غوړیو نه کار اخیسل کیږي.

د تانتوني د پخولو لپاره لازم مواد :

۱ – د خوسکې د پښتې غوړه غوښه

۲ – د پنبې غوړي.

۳ – وچ سره مرچ

۴ -  خوره

۵ – مالګه

لومړی د خوسکي د پښتیو غوړه غوښه ښه کوچنۍ کوچنۍ کوو او بیا يي په یو دیګ کې اچوو او یو انداره اوبه پرې اضافه کوو. دا غوښه د شلو دقیقو لپاره په دیګ کې جوشو.

وروسته غوښه د دیګ نه وباسو . همداشان یوه تپۍ په نورمال اور باندې ږدو. جوش کړې غوښه په تپۍ کې اچوو د پاسه يي د پنبې غوړي، وچ سره مرچ او خوره اچوو.

همداشان غوښې لړولو ته دوام ورکوو ترڅو پدې غوړو کې ښه سره شي. غوښه تر پخیدو پورې لړولو ته دوام ورکوو.

کله چې غوښه ښه پخه شوه لومړی چپاتي یا نورماله ډوډۍ د تانتوني په غوړ کې سره لړو او وروسته همدا غوښه د ډوډۍ په منځ کې ایښودل کیږي. د پاسه يي لکه د سلاتې په څیر میده شوي پياز ، رومیان او ګشنیچ اچوو او لږ لیمو پرې اچوو. وروسته يي د برګر په څیر تاوو او بیا خورو. همداشان د ټانتوني سره شومړې خوړل کیږي.



اړوند خبرونه