ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

1914455
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

ایا تاسې پوهیږۍ  چې په نړۍ کې تر ټولو زیات چای په تورکیه کې مصرفیږي؟        

 که څه هم تورکیه د چای اصلي‌ ټاټوبی ندی ، خو  په دې کې شک نشته چې  تر ټولو ډیر مینه وال په تورکیه کې لري . په چین کې د چای نړیوالې کمیټې لخوا د چمتو شوي راپور د پایلو له مخې ، تورکیه د نړۍ په کچه د په کال کې د کس په سر د  درې نیم  کیلو ګرامو چای د مصرف سره  ترټولو ډیر مصرف کونکو هیوادونو  په منځ کې لومړی ځای لري. ترکیه په نړۍ کې د چای په تولید کې پنځم ځای لري...

   که څه هم په منځنۍ اسیا کې چای سره د تورکانو اشنايي  ډیرو اوږدو کلونو ته رسیږي  خو  اناتولیا ته د چای رسیدو ډیر زیات وخت ونیو. د چای څښل د ۱۹ پیړۍ له دوهمې نیمایي وروسته په اناتولیا کې ډیر زیات مروج شول. د ویلو ده چې په  عثماني امپراتورۍ کې خلکو  تل  قهوې پر  چای  ترجیح ورکوله، خو د جګړو له امله  د قهوې د ګرانې  له امله خلک د قهوې د موندولو په برخه کې د ستونزو سره مخ شول. د جمهوریت له اعلان وروسته، مصطفی کمال اتاترک په تورکیه کې  د چای کر کیلي‌ ته  تشویق پیل کړ. په  تورکیه کې  په ۱۹۲۴ کال کې، په ریزې ولایت  کې د چای تولید لپاره د دولت لخوا یو قانون تصویب کړ، او د سیمه ایز پرمختګ سره، تورکیه د چای تولید او مصرف په برخه کې په نړۍ کې د پام وړ مقام ته ورسید.

              نن ورځ، د ترکانو لپاره، چای نه یواځې یو څښاک دی، بلکې په ورځني ژوند کې د ټولنیز کولو بنسټیزه وسیله هم ده. په ګډه د چای څښل د دوستۍ، میلمه پالنې او درنښت نښه ده. په ورځني ژوند کې د اوبو وروسته تر ټولو ډیر مصرف شوي مشروب سربیره، چای په ځانګړو ورځو، مراسمو او پیښو کې هم ورکول کیږي چیرې چې د کورنۍ غړي یا میلمانه یوځای راځي او ګډ ارزښتونه شریکوي.



اړوند خبرونه