د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1910964
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د پي کاکا ترهګري سازمان لخوا په سوریه کې د خپلې څانګې وای پي جي ترهګرو په وسیله په استانبول کې  د تروریستي برید نه وروسته، د تورکیې لخوا د تمو سره سم د  ددې ترهګرې ډلې د مجازاتو په خاطر ددوې  په اهدافو هوايي بریدونه او عملیات پيل شول. پداسې حال کې چې تر اوسه نږدې پنځه سوه هدفونه په نښه شوي دي اعلان شوی دی چې  پدې عملیاتو کې تراوسه پورې ددې ترهګري سازمان شاوخوا ۲۵۰ تنه  غړي له منځه وړل شوي دي. پداسې حال کې چې عملیات د ۱۲۰۰ کیلومتره پولې په اوږدو کې د ۱۵۰ کیلو مترو په ژوروالي کې خورا پراخه ساحه  د پوښښ لاندې نیولې ده د پي کاکا ترهګري سازمان نه لاره ورکړه کړې ده . ددې ترهګري سازمان په منځ کې ویره حاکمه ده.

د تورکیې د سیاسي  اقتصادي  ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د تورکیې وسله وال پوځ د عراق او سورېې په شمال کې د ترسره کړو او روانو عملیاتو  او د تورکیې د ملي استخباراتو لخوا د پي کاکا ترهګري سازمان د مشرانو د لمنځه وړولو په خاطر د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د پي کاکا ترهګري سازمان باندې حلقه ښه پسې ټنګه شوې ده. په ځانګړې توګه د عراق په شمال کې د زاب په سیمه کې پي کاکا ترهګري سازمان د ډیر زیاتو ځاني تلفاتو د ورکولو نه وروسته یو ځل بیا په خپله ستراتیژۍ کې بدلونونه راوستل او په ځانګړې توګه د تورکیې په لویو ښارونو کې په ترهګریزو بریدونو لاس پورې کړ.

سره ددې چې د تورکیې میړانه امنیتي ځواکونه تر اوسه پورې ددې ترهګري سازمان لخوا پلان شوي یو زیات شمیر بریدونه شنډ کړي دي خو نوموړي ترهګري سازمان په استانبول کې پر ملکي او بې ګناه خلکو بمي برید وکړ. پدې برید کې په لسګونو تنو ملکي او بې ګناه خلکو ژوند د لاسه ورکړ.

تورکیې ددې برید ځواب ډیر سخت ورکړ. تورکیې سمدلاسه د عراق او سوریې په شمال کې د پنجې تورې په نامه هوايي عملیات پيل کړل.

د ویلو ده چې دا عملیات په عراق او سوریه کې په هممهاله توګه ترسره کیږي. دې عملیاتو د عراق او سوریې په پولو کې ۱۲۰۰ کیلومتره سیمه د ۱۵۰ کیلومترو په ژوروالي سره د خپل پوښښ لاندې راوستې ده.

د ویلو ده چې د عملیاتو په لومړنیو درې ورځو کې د ترهګرو په څه باندې ۵۰۰ هدفونو بریدونه وشو چې تر ۲۵۰ تنو ډیر ترهګرې پکې له منځه وړل شوي دي.

په سوریه کې د تل رفعت، منبج، عین العرب، عین عیسی، قمشلي او مالکیه سیمو څخه نیولې د عراق تر هاکورک، قندیل او اسوس پورې په سیمو کې د ترهګرو هدفونو د په نښه کولو لړۍ دوام لري. دا معلومه شوه چې PKK/YPG د داسې پراخو مجازاتي عملیاتو تمه نه درلوده او دوی  ته د اوختو  درنو زیانونو له ددې په منځه کې ویره او ډار حاکم شوی دی.

د تورکیې د وسله والو ځواکونو د په لسګونو الوتکو او په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکو د ترهګرو اړوند د  قوماندې او کنټرول مرکزونه، پوځي اډې، د روزنې ساحې، د مهماتو ډیپوګانې ، څمڅې او تونلونه په نښه کړي دي، ددې ترڅنګ يي د لومړي ځل لپاره په سوریه کې د PKK/YPG د انرژۍ زیربنا او اړوند تاسیساتو باندې هم بریدونه  پیل کړ. په ځانګړې توګه د مالکي - کامېشلي لاین کې، د تیلو څاګانې، د تصفیې کارخانې او د ګاز ساحې ویجاړ شوي. د دیر الزور سیمه، د ۷۵ کیلومتره په ژوروالي سره ، یو ځل بیا په نښه شوه. همداشان د PKK/YPG عناصرو مرکزونه، د YAT په نوم یادیږي او  د امریکايي سرتیرو لخوا روزل شوي، هم د په وسلو سمبال بې پیلوته الوتکو لخوا يي پر مرکزونو بریدونه شوي دي.  

تورکیه د PKK/YPG په وړاندې د هوا او ځمکې  له لارې  بریدونو ته دوام ورکوي.

د بله پلوه  ترهګریز سازمان هم د ملکي وګړو په نښه کولو سره د ځواب ورکولو هڅه کوي. دوی له عین العرب سیمې څخه  د تورکیې د قره قامش په ولسوالۍ  کې پر ملکي وګړو بریدونه وکړل. همداشان  د سوریې د عزیز  ښار يي  یو ځل بیا په نښه  کړ. دغه سازمان، چې د تورکیې د وسله والو ځواکونو  په وړاندې د مقامت توان نلري، هڅه کوي د ملکي وګړو په نښه کولو سره ځان وښيي. پر ولسي وګړو دغه بریدونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تورکیې هوډ نور هم پیاوړی کوي. ولسمشر اردوغان  په خپله وروستۍ وینا کې  یو ځل بیا  د ځمکنیو عملیاتو پیلیدو ته  اشاره وکړه. اردوغان څه موده وړاندې د ځمکنیو عملیاتو په اړه څرګندونې کړې وې، خو د بشارالاسد له رژیم سره د لیدو لپاره یې د پوتین د وړاندیز په منلو سره دغه عملیات وځنډول. په منځمهاله دوره کې له رژیم سره د واټن نیولو کومه پوښتنه نه وه. دغه راز د رژیم څو تنه عسکر چې په وروستیو هوایی عملیاتو کښې یې له PKK سره ملګرتیا کوله ووژل شول. په نهایت کې ، تورکیه باید د خپل ملي امنیت د ټینګولو او د بریدونو په بشپړ ډول د مخنیوي لپاره د پراخو ځمکنیو عملیاتو سره د خپلو سرحدي کرښو څخه PKK په بشپړ ډول پاک کړي.

په داسې یوه دوره کې چې تورکیه د نړۍوال حمایت نه برښمنده  ده  داسې ښکاري چې ځمکني عملیات پیل کړي. د مځکنیو عملیاتو لومړنی هدف د تل رفعت ، منبیج او عین العرب سیمې دي.

 



اړوند خبرونه