د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د تورکي دولتونو د تشکیلاتو نهمه سرمشریزه د اوزبیکستان په سمرقند ښار کې د "تورک تمدن لپاره نوې دوره: د ګډ پرمختګ او سوکالۍ په لور" تر عنوان لاندې جوړه شوه. د ویلو ده تیر کال د تورکیې مشرۍ او کوربه توب د استانبول په سرمشریزه کې د تورکي ژبو هیوادونو شورا څخه نوم د تورکي دولتونو په تشکیلاتو باندې بدل شو د ۲۰۴۰ کال د د لید سند یې ومنل شو. همداشان د ټولو پام د سمرقند سرمشریزې ته اوښتی وو چې پدې سرمشریزه کې به څه ډول تغیرات رامنځته کیږي او څه ډول لید او مفکوره به خپله کیږي؟ او په تورکي نړۍ کې د همکارۍ او ادغام په لور به څه ډول ګامونه پورته کیږي؟ د سمرقند په ۱۰۳ ماده یزه اعلامیه کې ډیر زیات جزیات شتون لري.
د سرمشریزې یو له مهمو پایلو څخه بې له شکه د شمالي قبرس تورکي جمهوریت ته د څارونکي هیواد حیثیت ورکول وو. د ویلو ده چې د تورکي دولتونو د تشکیلاتو د اعلامیې په ۷ ماده کې ویل شوي دي چې "دوی د قبرس تورکانو ته د تورکي نړۍ د یوې برخې په توګه ګوري"، ددې ترڅنګ شمالي قبرس تورکي جمهوریت ته د څارونکي حیثیت ورکول ددې هیواد په اړه د انزوا د ځنځیرونو د ماتولو په برخه کې یو ډیر مهم ګام دی او د تورکیې څخه بهر د تورکي دولتونو د تشکیلاتو د غړیو هیوادونو لپاره یو ډیر میراڼه ګام دی .
برسېره پر دې پدې سرمشریزه کې د اذربایجان د ولسمشر الهام علی یف وینا چې "د تورکي نړۍ جغرافیایي پولې پراخې دي"، چې تقریبا د ټولو لخوا پرې موافقه شوې وه، او د تورکي دولتونو تشکیلاتو د غړیو هیوادونو نه بهر میشتو تورک تبارانو د حق، امنیت او ملي هویت په اړه چې په زور سره ترینه ملي هویت وانه خیستل شي ټینګار د اذربایجان لخوا ایران ته یو ډیر ښکاره پیغام وو.
په اعلاميه کې د قرغزستان او تاجکستان د پولې د مسئلې په تړاو چې پدې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه جدي ستونزې رامنځته شوې وې د نړيوالو قوانينو پربنسټ له قرغزستان څخه د ملاتړ څرګند پيغامونه ورکړ شوي دي. په اعلامیه کې د کډوالۍ او ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ، ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په څیر پر ډېرو مسايلو هم ټينګار شوى دى.
له بلې خوا، یو مهم عامل چې باید د تورکي دولتونو د تشکیلاتو په پراختیا او د همکارۍ ژورتیا کې له پامه ونه غورځول شي د تورکي دولتونو تشکیلاتو څخه بهر د غړو هیوادونو دوه اړخیزه یا څو اړخیزې همکارۍ دي. که څه هم په دې برخه کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ډیری بیلګې شتون لري، یواځې د تورکیې او اذربایجان اړیکو ته پام کول به کافي وي. د بیلګې په توګه، دا په اسانۍ سره ویل کیدی شي چې د تورکیې او اذربایجان ترمنځ وروستي دوه اړخیزې اړیکې او د دې اړیکو په پایله کې رامینځته شوي ثابت پایلې د تورکي دولتونو په اداره کې د همکارۍ لپاره هڅونکي رول لوبوي.
د غړو هیوادونو د مشرانو دوه اړخیز او څو اړخیز نوښتونه هم مهم دي. په حقیقت کې، مشران، د دوی لید سره، شاید د تورکي دولتونو د تشکیلاتو دننه د همکارۍ پراختیا کې خورا مهم عامل وي. د حقیقت په توګه، د تورکي دولتونو د تشکیلاتو سکرتریت او د غړو هیوادونو تخنیکي کمیټې د مشرانو لید او لارښوونې سره د دوی دوسیې ډیریږي او د پلي کولو لپاره یې جدي هڅې کوي.
په دې وخت کې، دا د انکار وړ نه ده چې د تورکیې پرمختګ او د ولسمشر اردوغان مشرتابه د تورکي دولتونو د تشکیلاتو په وروستۍ وده کې مهم رول لوبولی دی. په همدې ډول په اذربایجان کې علی یف، په قزاقستان کې توکایف او نظربایف ، په قرغزستان کې جاپاروف او په ازبکستان کې میرضایوف د تورکي دولتونو د تشکیلاتو په وده کې مهم رول لري. اوربان، د هنګري لومړی وزیر، چې د څارونکي غړی هیواد دی، هم په دې پروسه کې همغږي رهبري کوي.