د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د روسیې او اوکراین جګړې وورستي‌ وضعیت ته لنډه کتنه کوو

1905030
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په داسې حال کې چې د روسيې او اوکراين جګړه چې د روسيې د يرغل له هڅې سره پيل شوې، د خپل ټول سرعت سره  دوام لري، دواړه  خواوې د نږدې زر کيلومترو په اوږدوالي د جګړې په کرښه کې په یو بل بریدونو ته دوام  ورکوي. خو  د اوکراین د پوځ لخوا د خارکوف د نیولو له امله رامینځته شوی وضعیت، په ځانګړې توګه په وروستیو اونیو کې، داسې بریښي چې د روسیې لخوا  د متقابلو بریدونو سره متوازن شوی وي. په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د روسیې د پوځ قومندان سرګي سروویکین د ګډو پوځي ځواکونو قومندانۍ ته وګمارل شو، چې د اوکراین جګړه  رهبري کوي، روسیې د اوکراین جګړې کې په سوریه کې د خپلو ځینو تخریبي تاکتیکونو څخه په کار اخیستو پیل کړی دی.

 

لکه څنګه چې د اوکراین جګړه نهمې میاشت ته داخله شوه، دا حګړه د  روسیې لپاره ښه نه بریښي. په ځانګړې توګه روسیې ته د تندر د عملیاتو سره یواځې د ۳ ورځو په څیر په ډیره کمه موده کې د اوکراین د پلازمینې کیف د نیولو پلان درلود خو عملیات لکه څرنګه چې هغوې پلان کړي‌ وو په هغه شان عملي‌ نشو او د کیف د نیولو له هدف ، د دودیز یرغل په هدف  د نیول شویو ځمکو د دفاع هڅو ته راګرځیدلې. په ځانګړې توګه د خارکوف لویې ماتې د اوکراین د پوځ  مورال لا پسې لوړ  او لاسبري‌ کړل. ددې په مقابل کې  د روسیې د پوځ مورال راټیټ شو. دې ماتې د روسیې پوځ  هیڅکله هم پدې اندازه ناهیلی کړی نه وو چې پدې ماته کې د ناهیلۍ سره مخ شو. ددینه سمدلاسه وروسته  د خرسون  د ماتې اوازې هم خپرې شوې.  ددې سترو ماتو په مقابل کې  پوتین بالاخره یو مهم اقدام وکړ، د جګړې د قومندان او پدې جګړه کې پوځي‌ ستراتیژي بدله کړه. .

 

د روسیې د دفاع وزارت د "ګډو پوځي ځواکونو" په قومندانۍ  چې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې مسئولیت په غاړه لري تغیرات راوستل . د روسیې د هوايي ځواک قومندان سرګي سروویکین په اوکراین کې د جګړې د ځواکونو د نوي قومندان په توګه ټاکل وټاکل شو. که څه هم سروویکین په ۱۹۹۰ لسیزه کې د تاجکستان او چیچنیا په جګړو کې برخه اخیستې وه، خو اصلي شهرت یې د  سوریې په جګړه کې ترلاسه کړ.

 

روسیه د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې د سوریې  په کورنۍ جګړه کې مستقیمه ښکېله شوه او د سوریې ولسمشر بشارالاسد یې له نسکورېدو وژغوره. که څه هم روسیې اعلان وکړ چې دوی په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې لپاره په جګړه کې ښکیل دي، خو دوی ډیر د اسد رژیم مخالفین په نښه کوي. سرګي سرووکین په سوریه کې د روسیې د هوايي قوماندان په توګه وټاکل شو او د "سوځیدلې ځمکې" په نوم د درنو بمباریو په واسطه یې د ویجاړولو ستراتیژي پلي کړه، چې اصلي موخه یې د ټولو زیربناوو په ویجاړولو سره د دښمن تسلیمولو ته مجبورول او یا د پوځي بریا ترلاسه کول وو. د ویلو ده چې په دغو هوايي بمباریو کې په سوریه کې په زرګونو ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

سورویکین په سوریه کې د خپل ماموریت وروسته، د ۲۰۱۷ کال د نوامبر په میاشت  کې د روسیې د هوایي او فضایي قول اردو مشر شو. اوس هغه د اوکراین د جګړې اصلي قوماندان شو. دا پریکړه د چیچنیا مشر رمضان قادروف او د روس میشته اجیر شرکت واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکي یوګیني پریګوزین هم هرکلی وکړ. د سروویکین له ټاکل کیدو وروسته، د روسیې د جګړې ستراتیژۍ بدلون پیل کړ، لارښود توغندي او کامیکاز ډرون په فعاله توګه د اوکراین زیربنا په نښه کولو لپاره په فعاله توګه په کارولو پیل وشو. د زیلینسکي د څرګندونو له مخې، لږترلږه د اوکراین ۳۰ سلنه بریښنایی زیربنا د بریدونو له امله ویجاړې شوي. دې ستراتیژۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې د اوکراین د پوځ خوځښت او پرمختګ مخه ونیوله. ددې سره سم روسیې احتیاطي‌ سرتیري‌ هم پدې سیمو کې ځای په خای کړل چې   دې خبرې  د روسیې لاسونه پیاوړي کړل.  له بلې خوا د مخکینۍ زیربناګانو په نښه کولو سره د اوکرایني‌ ځواکونو  د مورال په  کمزوری کولو پیل وکړ.

 

بالاخره د سروویکین په ټاکلو او د نوې ستراتیژۍ په پلي کیدو سره، روسانو له خپلې پخوانۍ نا منظمې بڼې څخه په وتلو پیل وکړ او که څه هم د روسیې پوځ په دفاعي حالت کې قرار لري، لږ تر لږه د خرسون په ګډون د جګړې په  زر کیلومتره کرښه کې لا په ښه توګه په مقامت  پیل کړ.

په هرصورت، په عموم کې، د روسانو معیوبیت دوام لري. په ځانګړې توګه د لویدیځو هیوادونو لخوا چمتو شوي د وسلو سیسټمونو په وړاندې، د روسیې وړتیا په ورته سرعت سره د خپلو تجهیزاتو ځای په ځای کولو کې ضعیف ښکاري. یو ځل بیا، د ژمي د میاشتو په رارسیدو سره، د دواړو خواوو لپاره یو ډیر ستونزمن دوره پیل کیږي.



اړوند خبرونه