د تورکیې جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

د تورکیې جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

1902751
د تورکیې  جغرافیه  راجستر شوي‌ توکي

 

د ګلاب بوټی د تورکیې د مدیترانې په سیمه کې  پروت  د اسپارتا ښار سمبول دی.

ګلاب، چې د تاریخ په اوږدو کې  په ډیرو زیاتو  برخو کې کارول شوی، د ګلاب د تیلو خام مواد هم جوړوي. که څه هم په تورکیه کې د ګلاب ۲۵ ډولونه شتون لري، د اسپارتا ګلاب ترټولو ګټور ډول دی چې په صنعتي ساحه کې  هم کارول کیږي.

د ګلاب غوړ په ۲۰۱۹ کال  کې د اسپارتا  ولایت د تجارتي‌ ونډو بازار  د غوښتنلیک په اساس د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو لست  کې شامل شو. د ګلاب بوټي هغه سیمې خوښوي چې معتدل اقلیم ولري.  هوا لرونکي او له رڼا ډکې سیمې، په پسرلي کې له وچکالۍ او یخنۍ څخه پاکې وي، او د ګل کولو په وخت کې هغه سیمې چې  شبنم پکې وریږي ډیرې خوښوي.

  د جولای په میاشت کې، چې د ګل کولو دوره پای ته رسیږي، وروسته له دې چې د ګلاب ګلونه یو په یو د لاس په واسطه راټول شي، په یو ډول ځانګړو بخاري‌ دیګونو کې اچول کیږي  د اوبو د اضافه کولو نه وروسته جوش کیږي.

په دې طریقه کې ۱۵ کیلو ګرامه تازه ګلاب په اوسط ډول په ۴۵ لیترو اوبو کې اچول کیږي او د دوو ساعتونو لپاره جوش کیږي. وروسته له دې چې پروسه ۳ ځله تکرار شي، مخلوط د وروستي ځل لپاره د اوبو او تیلو جلا کولو لپاره مینځل کیږي، او نږدې ۱۵ لیټره د ګلاب غوړ ترلاسه کیږي. د اسپارتا د ګلاب غوړ د کاسمیټیک او سینګار صنعت کې کارول کیږي.



اړوند خبرونه