د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1883396
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې تېره اوونۍ د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه، د ولسمشر اردوغان ګډون د تورکیې په بهرنۍ پالیسۍ کې د نوي بحثونه پيل کړل. د شانګهای سرمشریزه چې د کوویډ ۱۹ پراخې وبا ناروغۍ نه وروسته لومړۍ مخامخ  جوړه شوې وه او  په ځانګړي توګه په اوکراین کې د روسیې له مداخلې وروسته  د لومړي ځل لپاره د ولسمشر په کچه په دې غونډه کې د تورکیې ګډون له ډېرو اړخونو خورا مهمه ده.

دا حقیقت چې تورکیه د ناټو غړی دی او یو داسې هیواد دی چې د اروپایي ټولنې د پوره غړیتوب نوماند هیواد دی  پدې سازمان  کې چې د لویدیځ په وړاندې د اقتصادي جوړښت په سترګه  ورته کتل کیږي د تورکیې ګډون  جدي بحثونه راولاړ کړي دي.

د بله پلوه د  ولسمشر اردوغان  هغه څرګندونې چې ویلي دي  د تورکیې موخه د  دې سازمان غړیتوب دی، دا بحثونه نور هم مهم کړي دي. نو ایا تورکیه واقعیا شانګهای سازمان ته د لویدیځ لپاره د "بدیل" په توګه ګوري؟ دا ډیره ستونزمنه ده چې د دې پوښتنې ځواب په بشپړ ډول هو وي.

ډیری دلیلونه شتون لري چې ولې تورکیه غواړي د شانګهای سازمان غړی شي. یو له لومړیو ټکو څخه چې باید په ګوته شي دا دی چې دا غوښتنه نوې غوښتنه نه ده.

 د اسیا بیا نوښت، چې په ۲۰۱۹ کال کې د تورکیې لخوا اعلان شوی، د ترکیې په بهرنۍ پالیسۍ کې د یوې نوې پلټنې د یوې برخې په توګه لیدل کیږي. د دې پراختیا لپاره دوه مهم دلیلونه شتون لري. لومړی د آسیا سره د تورکیې د بیا پرانیستلو سره د سیمې له هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ده. په دې برخه کې تورکیه غواړي له سیمې سره د خپلو اقتصادي اړیکو په ټینګولو سره د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ اوسنی حجم زیات کړي. فکر کیږي چې دا حالت به د تورکیې صادرات زیات کړي او اقتصادي وده بااستقراره کړي. دویمه زمینه په سیمه ایزو سازمانونو کې د تورکیې فعاله ونډه ده.

 د تورکيې دولتي تشکیلات  په رسمي بين الحکومتي سازمان کې د بنسټيز کولو په لور  د ګام اوچتولو په خاطر باید  تورکیه د اسیا د نوښت په مهمې پارچې بدل شي. په دې برخه کې د شانګهای سازمان هم باید په پام کې ونیول شي. ځکه  تورکیه د چین لخوا  اوږده موده مخکې پلي شوې چ د یو کمربند او یوې لارې پروژې یعنې  "منځني دهلیز" په مرکز کې قرار لري چې د همدې امله  په شانګهای سازمان کې د تورکیې رول ډیر مهم بولي.

په شانګهای سازمان کې د تورکیې د ګډون لپاره یو بل ټکی چې باید په پام کې ونیول شي دا دی چې په وروستیو کلونو کې د تورکیې امنیتي چاپیریال د هراړخیز بدلون په حال کې دی. د تورکیې او یونان ترمنځ د ترینګلتیا زیاتیدل، د یونان تر شا د امریکا او اروپا لاس وهنه، د امریکا لخوا د یونان د قبرس د ادارې په وړاندې د وسلو د بندیزونو لرې کول او د امریکا لخوا په یونان کې د پوځي اډو جوړول  د تورکیې اندیښنې زیاتوي. له بلې خوا، په سوریه کې د PKK/YPG سره د امریکا اړیکې او په عمومي توګه د سوریې وضعیت د تورکیې سویلي سرحد د تورکیې د ملي امنیت لپاره خورا مهم دی. په دې برخه کې د لویدیځ د ملاتړ په ترلاسه کولو کې د بریالیتوب نشتوالی هم تورکیه اندیښمنه کړې ده. په اوکراین کې روانه جګړه د تورکیې د تور سمندرګي د امنیت لپاره هم ډېره مهمه ده. د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د جګړې د کړکیچ او خطر په پام کې نیولو سره، لیدل کیږي چې د تورکیې امنیتي چاپیریال خورا فعال دی. کله چې عراق او ختیځ مدیترانې د کړکیچ په دغو سیمو کې اضافه شي، د تورکیې لپاره دا خورا مهم کیږي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په شرایطو کې د خپلو غړو هیوادونو سره ښې اړیکې رامینځته کړي. البته، په سازمان کې غړیتوب په مستقیم ډول د تورکیې د ملي امنیت د ستونزو د حل لپاره بنسټ نه جوړوي. په هرصورت، دا د تورکیې لپاره خورا مهم دی چې له لویدیځ سره د اړیکو د خرابیدو احتمال په صورت کې په نړیوال سیاست کې توازن وساتي.

بله مسله چې د شانګهای سازمان په اړه د تورکیې په څرګندونو کې باید په پام کې ونیول شي، د تورکیې نظر دی چې نړیوال نظام د بدلون په حال کې دی. دا نظر چې په ځانګړې توګه د نړیوالې وبا سره روښانه شوی، د دې مفکورې د واکمنۍ لامل شوی چې په نړیوال سیسټم کې له لویدیځ څخه آسیا ته واک انتقالیږي. تورکیه همداشان غواړي د اسیا په جیو پولیټک کې هم رول ولوبوي تر څو د واک د لیږد بهیر ته ښه چمتو شي. تورکیه د خپل اوسني بهرني سیاست په مسلو او د خپل مخ په زیاتیدونکي جیو پولیټیکل اهمیت سره په اسیا وچه کې یو اغیزمن قدرت کیدای شي. شانګهای سازمان د دې فعالیت د ښودلو لپاره د یو مهم پلیټ فارم په توګه هم لیدل کیږي.

پورته ذکر شوي ټول درې مهم ټکي د دې ښودنه کوي چې تورکیه د شانګهای همکارۍ سازمان ته له لویدیځ سره د خپلو اړیکو د بدیل په سترګه نه ګوري، بلکې له لویدیځ سره د خپلو اړیکو د بشپړولو په توګه کار کوي. له بلې خوا، د شانګهای د همکارۍ سازمان پرانیستل د تورکیې د بهرنۍ پالیسۍ د کچې د پراخولو په معنا دي. سربيره پر دې، شانګهای سازمان نه د اروپايي اتحاديې په څېر يو سياسي-اقتصادي سازمان دی او نه د ناټو په څېر دفاعي سازمان. په همدې دلیل دا خبره چې تورکیې د شانګهای سازمان له لارې له لویدیځ څخه په وتلو سره خپل محور بدل کړی سمه نه ده.



اړوند خبرونه