پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

1882358
پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

په دې وروستیو کې، د ټکنالوجۍ روږديتوب او د هغې ډولونه د ننیو خلکو ترټولو لویه ستونزه ده. پداسې حال کې چې په پیل کې دا ډول ستونزې په اصل کې د انټرنیټ او لوبو روږديتوب وو، د زیرکو ټیلیفونو د  پراختیا سره یو نوی اړخ ترلاسه کړی دی.

د زیرکو ټیلیفونونو  روږديتوب د "Phubbing" د اصطلاح سره  تعریف شوی، کوم چې د دوو انګلیسي کلمو څخه جوړ شوی دی . فون او snubbing (په هیڅ شمیرل،  یا ناوړه ګټه اخیستنه).

د فوبنګ کلمه اساسآ د هغو خلکو لپاره کارول کیږي چې د شاوخوا خلکو سره د خبرو کولو یا ټولنیز فعالیتونو  پرمهال  او له تاسو سره مستقیم خبرې کوي خو ټیلیفون کې هم کار کوي. یوه شیبه هم ټيلیفون له لاسه نه لرې کوي.

په امریکا  کې په  ترسره شوې یوې څیړنې کې معلومه شوې ده  چې فوبنګ  کسان یا د ټکنالوژۍ روږدي  ۹۸ سلنه واقعیا له ورته حالتونو سره مخ شوي. نو که تاسو فکر کوئ چې یوازې تاسې پدې  کښتۍ کې یاست، یواځې تاسې نه یاست. نور خلک هم د ورته ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

د ترسره شوو څیړونو له مخې د ټکنالوژۍ روږدي کسان تر ټولو ډیر  د  ، ټیک ټاک ، ورپسې انسټاګرام ، ټویټر او په نهایت کې فیسبوک ټولنیزې شبکو  ته داخلیږي.

څیړنې ښیې چې زمونږ لاسونه ډیری وختونه پخپله  تیلیفونونو ته ځي. په حقیقت کې، ۹۹ سلنه خلک د تلویزیون د نندارې سره سم په ټيلیفونونو کې هم کار کوي.

په سلو کې ۹۰ خلک په منظم ډول خپل تیلیفون په تشناب کې هم کاروي، او ۷۵ سلنه خلک بیا وايي چې دوی د خپل اصلي هدف په پرتله په تشناب کې ډیر وخت تیروي ځکه چې دوی په تیلیفون کې مصروف وي.

له هغه وخته چې مونږ له خوبه پاڅیږو تر هغه وخته چې مونږ بیرته  ویده کیږو، زمونږ د ژوند ډیری وخت  د ګرځنده تیلیفون سره  تیریږي او دا چا خبره ددې پورې تړلی دی. په تحقیقاتو کې دا په ډاګه شوه چې ۸۶ سلنه خلک د ویده کیدو مخکې  خپل تیلیفونونه  چک کوي ۸۲  سلنه له ویښیدو  سمدلاسه وروسته چک کوي.

څیړنې یو بل تریخ حقیقت هم ښايي  . انسانان کله چې ټیلیفون ته یو پيغام یا مسیج راشي د هغه د کتو لپاره تر ټولو زیات  ۶۴ دقیقې انتظار کولې شي.

د توركيې غږ ګرانو اوریدونکو ، مونږ پدې خپرونه کې  ډيجيټل دورې تر ټولو د سترې  ناروغۍ په اړه خبرې وكړې. تر راتلونکې خپرونه د الله په آمان .



اړوند خبرونه