ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟
ایا تاسو پوهیږئ چې د نړۍ مشهور لرغونی ښار ایفیسس د نړۍ تر ټولو د لرغونو سترو تاریخي کتابتونونو نه د یو کوربه توب کوي ؟
د ایفسس ښار چې د تاریخ په اوږدو کې د فلسفې او کولتور د مهمو مرکزونو نه د یو په توګه پاتې شوی دی ، د "سلسوس کتابتون چې ددې ښار د مهمو سمبولونو نه یو دی کوربه توب کوي. ددې کتابتون پاتې شوني او شانداره ستونونه اوس هم ټول خپل لویوالي او ظرافت ته حیران پاتې کوي .
دا کتابتون چې شاوخوا دولس زره اثار پکې ځای پر ځای شوي وو، د روم په نړۍ کې له اسکندریه او برګاما نه وروسته دریم لوی کتابتون و او د نن ورځې عامه کتابتونونو په څیر یې خلکو ته خدمت کاوه.
د روم امپراتورۍ د کتابتونونو یواځینۍ ژوندی بیلګه، د سیلسوس کتابتون د معمارۍ معجزه ګڼل کیږي. دا ودانۍ، چې د خپل بډایه سینګار سره جلب د توجه کوي د ټولو پام يي ځانته رااړولی دی.ددې کتابتون ودانۍ ۲۱ متره پلنوالی او ۱۷ متره لوړوالی لري. دغه کتابتون له جوړېدو ۱۳۰ کاله وروسته په زلزله کې سخت زیانمن شوی و. د دغه کتابتون ډېر مهم اثار له زلزلې وروسته له منځه تللي دي. دا د پیړیو لپاره په کنډوالو بدل شوی وو تر هغه چې مخ یې د ۱۹۷۰ او ۱۹۷۸ کلونو ترمنځ د لرغونپوهانو لخوا بیا ورغول شوه.
د کتابتون په بهر کې، څلور ښځینه مجسمې شتون لري: سوفیا، چې د عقل او دلیل استازیتوب کوي، آریټ، چې د فضیلت او زړورتیا استازیتوب کوي، ایپیسټیم، چې د ساینس او پوهې استازیتوب کوي، او اینویا، چې د فکر استازیتوب کوي. د دغو مجسمو اصلي اثار نن د ویانا په موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي دي.