ایا تاسې پدې پوهیدۍ؟

ایا تاسې پدې پوهیدۍ؟

1867952
ایا تاسې پدې پوهیدۍ؟

ایا تاسې پدې پوهیدۍ؟

 

ایا تاسو پوهیږئ چې د آرټیمیس معبد چې د نړۍ له اوو خارق العادو اثارو څخه یو دی د ترکیې په ایفیسس لرغوني ښار کې موقعیت لري؟

ایفیس  لرغونی ښار چې د تورکیې د  ازمیر ولایت د سیلجوق ولسوالۍ په پولو کې موقعیت لري ، په نړۍ کې یو له لومړیو پیژندل شوي میشت ځایونو څخه دی.

د ایفیس لرغونی ښار لرغونوالی ، چې د میلاد نه مخکې ۸۰۰۰ کلونو ته رسیږي. ،دې ښار د تاریخ په اوږدو کې د ډیرو بیلابیلو تمدنونو کوربه توب کړی چې په مهمو سوداګریزو لارو په سر کې موقعیت لري.

دغه ښار چې  د بیلا بیلو تمدنونو شاهدي کړې لکه د هیلنیسټیک دورې، روم امپراتورۍ، بیزانس امپراتورۍ او عثماني امپراتورۍ، د خپل دوامداره  استوګنې، سیاسي او سوداګریز مرکز ځانګړتیا په ټول عمر کې ساتلې ده.

د آرټیمیس معبد، د نړۍ له اوو خارق العاده اثارو  څخه یو او د تاریخ ترټولو لوی معبد د دی. دا معبد عالي ډیزاین سره  د ایفیس د لرغوني ښار یو له مهمو سمبولونو څخه دی .. دغه معبد چې د میلاد نه مخکې په ۵۵۰ کال کې  بشپړ شوی و، د میلاد نه مخکې په ۴۰۰ کال کې د اور لګېدنې  له امله سخت زیانمن شوی و. نن ورځ، یوازې د مرمر ډبرې د معبد څخه پاتې دي.

په ایفیس کې د لرغون پېژندنې کیندنو تاریخ، چې په اوسط ډول په کال کې یو نیم میلیونه تنه  خلک ترینه لیدنه کوي، ۱۲۵ کاله مخکې ځي. د ایفیس لرغونی ښار، چې لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دی موندل شوی او د اناتولیا  لرغونپوهنې لپاره نوي ابعاد اضافه کولو ته دوام ورکوي، د ۲۰۱۵ کال  راهیسې د یونیسکو نړیوال میراث لیست کې شامل شوی دی دی.



اړوند خبرونه