د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1866784
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د امریکا  متحده ایالتونو د استخباراتو د ادارې له خوا د افغانستان په پلازمینه کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل  د تیرې اونۍ له خورا مهمو موضوعاتو څخه  یوه وه. دغه موضوع  په اړه د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو او د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په اړه چې امریکا اعلان کړې وه، خبرې وشوې. په هرصورت، اړینه ده چې موضوع له مختلفو اړخونو سره وڅیړل شي

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ  د امنیت تحقیقاتو د څانګې مشر لیکوال پروفیسورډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړم.

د دې په چوکاټ کې چې آیا القاعده لا هم فعاله ده او که نه، دا انګیرنه  کول چې پر الظواهري برید دې سازمان ته یو  ستر ګوزار ورکړی ښايي غلطه وي. دا اړینه ده چې هغه ایډیالوژۍ په پام کې ونیول شي چې د دین په حواله اعتبار ترلاسه کوونکو افرادو پرځای د دوی فکري زیربنا  په پام کې ونیول شي.

 په تیرو وختونو کې د زرقاوي، لادن، بغدادي او یا قریشي په وژلو سره دا ممکنه نه وه چې د مذهب یا دین  په نامه ترهګري ختمه شي. د همدې امله  د الظواهري له منځه وړل به هم کوم بل ډول وضعیت او حالت رامنځته نکړي.

د یادونې وړ ده چې القاعدې سازمان د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته ځان عقب کړ او د یوه اجرایوي سازمان نه لا زیات  د  یو فکري سازمان  خپراوي تګلاره يي تعقیب کړه. په دې شرایطو کې، کیدای شي چې  د ملاتړ کوونکي  ، سوق کوونکې او اداره کوونکي په توګه د نورو تندلارو جریانونو سره  یو ځای شي.

القاعده، چې د سپټمبر د یوولسمې له روحیې او  حالت  د نورو تندلارو او سخت دریځو سازمانونو لپاره د الهام سرچینه ګرځیدلې  او هڅه کوي چې ځان په یو مرجعي جوړښت بدل کړي. په بل عبارت،  ځان يي په یو داسې کرکټر بدل کړی چې  ددوې اړوند غورځنګونو ترمنځه چې جدي فکري اختلافات لري ددې اختلافاتو له منځه وړل او هغوې ته تل د هغوې اصلي هدف ورپه یادول دي .

د القاعدې د راتلونکي په اړه مختلف عوامل شتون لري. یو له دوی څخه هغه طریقه ده چې راتلونکی مشر  به یې تعقیب کړي.  د ویلو ده چې د څیړونکو، امریکایي چارواکو او ملګرو ملتونو  په راپورونو کې د  القاعدې د راتلونکي مشر په توګه  د مصر د ځانګړو ځواکونو پخوانی پرسونل  سیف العدل نوم، ر چې د  القاعدې سازمان د نظامي عملیاتو مشري یې کوله، یاد شوی دی. پداسې حال کې چې  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عادل د مطلوبو کسانو لیست کې  د الظواهري پر ځای  د سیف العدل نوم ځای په ځای کړی، خو سوریه کې د د القاعدې د ملاتړو لخوا د ټولنیزو رسنیو لخوا په خپور کړي راپور  کې  ویلي دي چې نوموړی په ایران کې توقیف دی. د همدې مسئلې  د بل مشر په اړه فکر کولو ته اړتیا پیدا کړې ده .

د القاعدې سازمان د مشرۍ لپاره بل نوم محمد عباطي دی، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې په درېیم ځای کې ځای نیولی دی. همداشان  د الظواهري زوم، د افغانستان-پاکستان د القاعدې امیر او د الصحاب د رسنیزې ادارې مشر چې په عبدالرحمن المغربي مشهور دی.

بل عامل طالبان دي. ویل کیږي چې د طالبانو  غورځنګ په افغانستان کې نورې ډلې تر کنټرول لاندې نیولي دي. د ایمن الظواهري ځای ناستی یا  القاعدې نوی مشرتابه  به  د هغه په برعکس پر اروپا ، امریکا او یا په نږدې جغرافیه کې د هغوې پر موجودیت  بریدونو پر مهال به د طالبانو د مخالفت او حتا د خنډ سره مخامخ شي. د ویلو ده چې دا خبره د القاعدې د نوي مشر پورې تړاو لري چې د الظواهري د غچ اخیستو په خاطر پر امریکایانو برید وکړي او د هغوې سخت غبرګون وپاروي او که په هغه سیمه کې چې مسلمانان اوسیږي په سړه سینه کار وکړي. د افغانستان او پاکستان په سیمه کې ځانته ډاډمن ژوند برابر کړي.



اړوند خبرونه