د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1860829
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

تورکیې په استانبول کې د غلې دانې د تړون له لاسلیک سره، یو ځل بیا د روسیې او اوکراین په جګړه کې په اجنډا کې ځای ونیو.

د روسیې او اوکراین د جګړې له امله چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري  میاشتې په ۲۴ مه نیټه پیل شوې ده ، د اوکراین په ګودامونو کې له ۲۰ میلیونه ټنو څخه ډیره غله  دانه شتون لري . دا هیواد نشي کولی په بشپړ ظرفیت سره  خپل کرنیز محصولات صادر کړي.

 د حاصلاتو د نوي فصل له پیل سره، په ګودامونو کې د محصولاتو لپاره د  ځای نشتوالی د خوراکي توکو تولید ستونزمن کوي. د ماینونو او جنګي بېړیو له امله د سمندر لارې د صادراتو پر وړاندې موجودو خنډونو  اوکراین هڅوي چې بدیل سوداګریزې لارې ولټوي. په هرصورت، د اړینو زیربناوو نشتوالی او د جګړې دوام د اکمالاتو لپاره  د بیلابیلو لارو کارول ستونزمن کوي.

د تورکیې د اقتصادي سیاسي او ټولنیزو څیړونو د مطالعاتو د مرکز مشر لیکوال ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په تیرو دوو کلونو کې د نړۍ د خوراکي توکو بیه  ۶۰ سلنې لوړوالی  او د نرخونو د بې ثباتۍ د لاملونو نه د روسیې او اوکراین د جګړې د مثال په توګه یادونه کولی شو. اریتریا، سومالیا، لیبیا، مصر، سعودي عربستان، عمان، اسراییل، تونس، ایتوپیا، یمن او کینیا په څیر هیوادونه چې د خپلو غلو دانو  ډیری اړتیاوې له  اوکراین څخه پوره کوي، هغه هیوادونه دي چې د دې پروسې  نه تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي. د نړۍ د خوراکي توکو په تولید کې د اوکراین د ونډې په پام کې نیولو سره، دا د هغو کسانو لپاره ستونزمنه ده چې د هیواد لپاره  کرنیز محصولات په لنډ وخت کې له بل هیواد څخه وارد کړي. ځکه چې په لنډ وخت کې د هغو کرنیزو محصولاتو عرضه کول ناشوني دي چې د کرونا ویروس، د انرژۍ او خوراکي توکو د بحران له امله یې بیې لوړې شوې دي. د دې دلیل لپاره، دا مهمه ده چې د اوکراین د غلو دهلیز پرانیستل شي. د دهلیز په فعالولو سره، د خوراکي توکو په نړیواله بیه کې د اکمالاتو له  اړخه فشار کمیدلی شي. دا کیدای شي د کرنیزو محصولاتو بیې د ښکته کیدو لامل  هم شي. د لویدیځې اسیا او افریقایي هیوادونه د هغو هیوادونو  په ډله کې دي چې د اوسني بهیر څخه به ډیره ګټه پورته کړي.

 

د جګړې له امله رامینځته شوي د خوراکي توکو رسولو عدم توازن له مینځه وړو لپاره ، د غلې دانې  دهلیز پلان شوی چې د تورکیې - روسیې - اوکراین او ملګروملتونو  لخوا رامینځته شوی دی.

 هدف یې د اوکراین په ګودامونو کې موجود غله دانه د نړۍ بازارونو په خوندي توګه  رسول دي. د نړۍ بازارونو ته د اوکراین د غلو رسول  کولی شي د خوراکي توکو په بیو کې ناانډولۍ له منځه یوسي.

تورکیه د جګړې په حال کې د دوو ګاونډیو هیوادونو لکه روسیې او اوکراین سره د خبرو اترو لارې خلاصې ساتلي او  د جګړې له پیل راهیسې په ډیپلوماټیک ډول د سولې د فضا د بیا رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

 د روسیې په وړاندې د بندیزونو او انزوا د پالیسي له امله، د هغو هیوادونو شمیر چې وکولی شي د ډیپلوماسۍ له لارې ددې ستونزې د حل لپاره کار وکړي ډیر محدود کړی دی.

دا حقیقت چې تورکیې د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې یو متوازن بهرنی سیاست تعقیب کړی او ټینګار یې کړی چې کولای شی د ښکېلو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب دنده په غاړه واخلی د غلې دانې په دهلېز کې هم ډیر مهم رول لوبولی . تمه ده چې د غلې دانې کښتۍ به د تورکیې د سمندري ځواکونو په ملتیا د تورکیې له لارې د نړۍ بازارونو ته ورسول شي.

 دا وضعیت به په نړۍ او تورکیه کې د خوراکي توکو په بیو مثبت اغیز وکړي. د اکمالاتو د زیاتوالي امکان، چې د نړۍ د خوراکي توکو د کړکیچ د حل یوه لاره ده، د تورکیې د ډیپلوماټیک بریالیتوب یوه ښکاره بیلګه  ده. همداشان لکه څرنګه چې د ملګروملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش وویل دا ستر پرمختګ په اصل کې د تورکیې او په ځانګړې توګه د ولسمشر اردوغان له برکته شونی شو.

ترټولو مهم ګام چې د موافقې متوقع بریالیتوب تضمینوي  هغه به د اوکراین او روسیې لخوا د د شوي توافقنامې سره سم حرکت او په خپلو خبرو دریدل وي. خو د  دواړه برخې چې هم تړون او هم د خواړو بحران کمولو هڅو ته ځینې ګواښونه مخامخ دي. په دې برخه  کې، د موافقې د سم پلي کولو سربیره، دا خورا مهم دی چې روسیه په زراعتي تاسیساتو او زیربنا باندې خپل بریدونه پای ته ورسوي. د روسیې د بریدونو دوام او  یا د اوکراین د بزګرانو د محصولاتو ضبط کول ممکن په راتلونکي تولیدي دوره کې د اوکراین په تولید کې د پام وړ د  کمښت لامل شي.



اړوند خبرونه