۴۸ کاله مخکې د تورکیې لخوا په  قبرس  کې عملیاتو  څه ډول سوله ټینګه کړه؟

د ترکیې لخوا په ۱۹۷۴ کال کې په قبرس کې د ترسره شوو پوځي عملیاتو په اړه ارزونه

1857455
۴۸ کاله مخکې د تورکیې لخوا په  قبرس  کې عملیاتو  څه ډول سوله ټینګه کړه؟

۴۸ کاله مخکې د تورکیې لخوا په  قبرس  کې عملیاتو  څه ډول سوله ټینګه کړه؟

دې پوځي عملیاتو د یونان تر ملاتړ لاندې ملېشو چې د قبرس تورکانو  وینه یې تویوله او نسل وژنه يي کوله مخه ونیوله او په شا يي وتنبول.

شمالي قبرس تورکي جمهوریت  هر کال د جولای ۲۰ د سولې او ازادۍ د ورځې په توګه لمانځي.

تورکیې په ۱۹۷۴ میلادي کال کې په قبرس کې د تورکانو  پر خلاف د روان شدت ، وژنو او نسل وژنو د مخنیوي د قبرس تورکانو د ځان او مال نه د دفاع په خاطر پراخه او هړ اړخیزو پوځي عملیات پيل کړل.

د ویلو ده چې نن چهارشنبه د هغو عملیاتو ۴۸مه کلیزه لمانځي چې  په قبرس کې د دوو جلا جلا ټولنو خپلواکۍ په حفظولو سره د قبرس ترکان يي  د ډله ایزو وژنو څخه وژغورل او قبرس يي د یونان سره د یوځای کیدو مخه یې ونیوله .

د قبرس جمهوریت د ۱۹۶۰ کال د اګسټ په ۱۶ مه د دوو مساوي ټولنو پر بنسټ تاسیس شو.

هم تورکیې او هم قبرس تورکانو  دواړو د جمهوریت د تاسیس له لومړۍ ورځې څخه جمهوریت نه ملاتړ کولو ، خو کله چې  د  قبرس د سویلي برخې مشر اسقف اعظم  ماکاریوس وویل چې جمهوریت د یونان سره د یو ځای کیدو په لور یوازې یو ګام دی هر څه خراب شول.

یوناني قبرسیانو د ۱۹۶۳ کال د ډسمبر په ۲۱ نیټه د اکریتاس پلان  چې موخه یې د قبرس د تورکانو  له منځه وړل او په ۴۸ ساعتونو کې د ټول قبرس  واک نیول وو پيل کړ، خو د قبرس تورکانو د دغه ظلم په وړاندې  ډیر سخت مقاومت وکړ.

تورکیه چې تضمین کوونکی هیواد دی، ۱۱ کاله يي په متواتر ډول سره په ملګرو ملتونو  سازمان او نړیوالې ټولنې د قبرس د ستونزې د حل لپاره د لاس په کار کیدو غوښتنه وکړه ، خو کومه نتیجه  یې ترلاسه نه کړه.

د ویلو ده چې یوناني قبرسیانو د ۱۹۷۴ میلادي کال د  د جولای په ۱۵ مه نيټه د افیستوس  Ifestos پلان چې هدف يي د قبرس د ترکانو دویمه نسل وژنه وه پیل کړ .

د ۱۹۷۴ کال د جولای په ۱۵ مه یوناني پلوه پوځیانو  کودتا  وکړه او وروسته ماکاریوس له دندې ګوښه کړ او تورکیې ، یونان او بریتانیا سره خبرې اترې پیل کړې.

وروسته له هغه چې خبرې اترې ناکامې شوې، تورکیې د ۱۹۷۴ میلادي کال د جولای په ۲۰  پوځي عملیات پيل کړل او د قبرس  په ټاپو کې  تورکي ځواکونه پلي شو او د اساسي قانون د بیا نافذولو او نظم د راوستو غوښتنه یې وکړه.

ددې عملیاتو یو تن غازي یلماز بورا  د انادولو خبري  اژانس ته په یوه بیان کې وویل چې "که چیرې دا عملیات نه وای ترسره شوي نو د قبرس تورکان به قتل عام شوي وای".

"موږ په کلکه باور لرو چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت به د تل لپاره زموږ د وطن په ملاتړ ژوندی او سرفرازه وي."

څلویښت کاله وروسته، د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  مشرتابه یو ځل بیا وویل چې مونږ پوه شوي یو  چې نړیواله ټولنه په قصدي توګه د دوی دولت په رسمیت نه پیژني او برخلیک یې ورته ناڅرګند پریښی دی. د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تحسین ایرطغرل اوغلو د ټي آر ټي ورلډ سره په ځانګړې مرکه کې، وویل چې شمالي قبرس تورکي جمهوریت  په یو واحد دولت حل باندې باور نه لري ځکه چې یوناني قبرس د د قبرس  تورکانو سره د مساوي حق او حقوقو خاوند او  شریکانو په توګه چلند نه کوي.

ایرطغرل اوغلو وویل “موږ د شراکت مسئله یو ځل ازمایلې ده. نتیجه يي ورنکړه. ځکه چې یوناني قبرس نشي کولی چې دا نظر ومني چې قبرس تورکان د دوی سره مساوي حق لري، "

"د مشارکت پر بنسټ، د جمهوریت فورمول هڅه شوې او ناکامه شوه ځکه چې بل ملګري نه غوښتل چې دا کار وکړي."

انقره په قبرس کې د قبرس د تورکانو د امنیت د تامین په خاطر خپل پوځي شتون ته دوام ورکوي.

د شمالي قبرس تورکي  د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ملګري ملتونه، د نورو نړیوالو سازمانونو په څیر، د حل پرځای د ستونزې یوه برخه غوره کوي. ځکه چې ملګرو ملتونو په ۱۹۷۴ کال کې د تورکیې لخوا په قبرس کې ترسره شوي پوځي عملیاتو ته  د قبرس د ستونزې  د سرچینې په نظر کې ګوري چې دا یو  ناسم او غلط تشخیص دی.

د وزیر په وینا، په داسې حال کې چې هرڅوک په ۱۹۷۴ کال کې "د تورکیې پوځي عملیات" سره موافق دي ، خو نړیواله ټولنه دا حقیقت له پامه غورځوي چې ددې عملیاتو اصلي لامل  د یوناني قبرسیانو لخوا د قبرس د تورکانو سیاسي حقونو نه سرغړونه وه.

ارطغرل اوغلو TRT ورلډ ته وویل، "ترکیه به هیڅکله اجازه ورنکړي چې دا ټاپو د یونان په ټاپو بدل شي." هغه وویل چې دا ټاپو له دریو پیړیو څخه ډیر د عثماني واکمنۍ لاندې پاتې شوی.

"موږ دې ټاپو ته له سپوږمۍ نه راغلي  نه یو. زموږ پلرونه دلته له اناتولیا څخه راغلي دي. موږ تورکان یو چې د قبرس په ټاپو کې ژوند کوو. د قبرس په نوم هیڅ قوم نشته. دلته یا یوناني قبرس یا تورکي قبرس، یا ارمنیان یا مارونیټ اقلیتونه شتون لري.

عمر اوزیلدرم، د ۱۹۷۴ د قبرس د سولې عملیاتو یو تن غازي وویل چې دوی د دې عملیاتو نه  دمخه په خورا بد حالت کې ژوند کاوه.

اوزییلدرم د انادولو اژانس ته وویل "یوناني قبرسیانو د ۱۹۶۳ او ۱۹۷۴ کلونو ترمنځ زمونږ د کلو نه نیولي کسان ټول یې وژلي دي. موږ د وتلو څخه ډاریدو .له عملیاتو لږ مخکې، موږ خپلې وسلې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ته وسپارلې او د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو زمونږ  وسلې بیا  یوناني پولیسو ته ورکړې.

اوزییلدرم  همدا راز زیاته کړه کله چې د قبرس د امنیت خبره راځي هغه د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو او امریکا متحده ایالتونو هیڅډول  باور نه لري.

"زه یوازې د تورکیې پر وسله والو ځواکونو باور لرم. تورکي پوځیان باید په ټاپو کې پاتې شي، که دوی ووځي نو دا به زمونږ پای وي.»

د قبرس ستونزه د مدیترانې په دې ستراتیژیک ټاپو کې د دوو بیلابیلو مذهبي او توکمیزو ټولنو د تورکي قبرس او یوناني قبرس تر منځ یوه اوږد مهاله سیاسي شخړه ده.

د قبرس تورکان د جزیرې د حیثیت پر سر لانجه چې د څو لسیزو راهیسې دوام لري نور د یو دولت پر حل باور نه لري. د یو دولت حل ته د قبرس تورکان د ۱۹۶۰ کلونو راهیسې د نړۍوالې ټولنې لخوا د قبرس د دوو ټولنو او دوو سیمو د یو ځای کولو سره پر دوې د تحمیل شوې   سیاسي فورمول په سترګه ګوري..

بسیم فاروق جان، د قبرس عملیاتو بل غازي او عینې شاهد، د انادولو اژانس سره په مرکه کې وویل "زه په قبرس کې د فدرالي حل ملاتړ نه کوم. که چیرې دواړه ټولنې یوځای ژوند وکړي دا به یو ناورین او فلاکت رامنځته کړي "

"د قبرس تورکان او یونانیانو لپاره دا ناشونې ده چې یوځای ژوند وکړي. موږ په شمال کې هم ژوند کوو او کومه ستونزه نه وه.»



اړوند خبرونه