د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1844544
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د تورکیې  ولسمشر رجب  اردوغان  تیره اونۍ د ایفس ۲۰۲۲ پوځي تطبیقاتو  په جریان کې  چې تیره اونۍ ترسره شو ، په خپله وینا کې  یونان ته د ډیرو واضحه او څرګند پیغامونو   سره  بلنه  ورکړه چې د هغه  ټاپوګانو د  په وسلو سمبالولو نه ډډه وکړۍ چې د نړۍوالو معاهدو او دوه اړخیزو تړونونو له مخې  عسکري حیثیت نلري . د ولسمشر اردوغان دا غوڅ ، واضحه او پریکنډه پیغامونه ددې ښکارندويي کوي چې دا مسئله د تورکیې لپاره ځانګړی اهمیت لري او ددینه وروسته به پدې اړه لا غوڅ دریځ  خپل کړي. سره ددې چې دا بهیر د تورکیې او یونان ترمنځه په اړیکو کې د نوو ناندریو او تاریخوالي لامل ګرځیدلی دی خو ددې ترڅنګ یو نوی باب او پيل دی .

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیز  امنیت د  مطالعاتو د بڼسټ  مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیلتاش  د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د ټاپوګانو د په  وسلو سمبالولو مسئله  په  اجنډا قرار نیول یو لامل نلري بلکې  دا پروسه په تدریجي ډول رامنځته شوې ده.

 د ایژې په سیمه کې د یونان  غیرقانوني چلند او اعظمي پالیسي ختیځې مدیترانې ته د مسئلې د غځولو مهم عنصر او فکتور دی.

 اتن د وخت  د شرایطو نه په استفادې سره په ختیځ مدیترانې کې د تورکیې پر ضد د پراخې جبهې جوړول او د هغوې سره یو ځای حرکت کول او په سیمه کې د تورکیې پر خلاف د ځینو حملو  او اقداماتو د انقرې له خوا څرګند غبرګون او ځواب ترلاسه کړ چې په نتیجه کې په ۲۰۲۰ کال کې د کړکېچ په پایله کې یونان اړ شو چې په  ګام اوچت کړي.

 په دې بهیر کې تورکیې لومړی د NAVTEXT پیغامونه له ختیځې مدیترانې څخه ایژې سیمې ته راوغځول او  د یونان لخوا د غیرې پوځي ټاپوګانو  د په وسلو سمبالولو په مسئلې نیوکې پيل کړې او ددې هیواد  سرغړونې ښکاره کړي  او د بله پلوه يي دا موضوع په ډیپلوماټیکه کچه مطرح کړه. .

دوه فکتورونه د ستونزې په ګرمولو او په اصلي اجنډا کې د ځای نیولو په مسئله کې  اغیزمن وو. له دې څخه لومړی په دې وروستیو کې د  یونان پورته  شوي پارونکي او تهاجمي ګامونه دي. په حقیقت کې یونان له یوې خوا  له فرانسې سره دفاعي تړون لاسلیک کړ او له بلې خوا یې له امریکا سره پوځي تړون  لاسلیک کړاو دې هیواد ته یې ډېرې پوځي اډې ورکړې. له بلې خوا یې په یوه تهاجمي ګامونو  او  پالیسي لاس پورې کړ او هڅه یې وکړه چې دغه ټاپوګان د ناټو له نورو هیوادونو سره په پوځي تطبیقاتو او تمریناتو کې شامل کړي تر څو د ټاپوګانو د غیر پوځي دریځ څخه سرغړونې  دوام  ته  مشروعیت ورکړي. د دغو ګامونو د پورته کولو پر مهال له تورکیې سره سیاسي او مشورتي خبرې روانې وې، خو حقیقت دا دی چې میچسوتاکیس له سیاسي اړخه د تورکیې ضد اقداماتو د پټو اقداماتو نه  ډډه نه وه کړې، او خبرې اترې او مشورتي غونډې یواځې یوه  دسیسه وه.

دوهم عامل د تورکیې د ډیپلوماتیکو او پوځي فعالیتونو له زیاتیدو سره تړاو لري. تورکیه په وروستیو کلونو کې په ورته وخت کې په بیلابیلو ډګرونو کې له جدي ننګونو سره مخ شوی، خو تورکیې دغو ټولو ننګونو ته په ډیره  اغیزمنه توګه ځواب ورکړی او د پام وړ لاسته راوړنې یې ترلاسه کړې دي. د اوکراین د کړکیچ په جریان کې د انقرې لخوا اوچتو شوو ځانګړو ګامونو او مانورونو په اصل کې  د انقرې د مانور ساحه ډیره پراخه کړه.

په دې برخه کې د یونان له وروستیو اقداماتو څخه د پایلو د ترلاسه کولو احتمال د تورکیې لپاره د نویو ننګونو د رامنځ ته کیدو خطر دی. له همدې امله، داسې ښکاري چې د یو فعال او اغیزمن اقدام په توګه د ټاپوګانو د غیر نظامي حیثیت ساتل د دوه اړخیزو اړیکو اصلي اجنډا ګرځیدلی.

دا ډیر وختي ښکاري چې د تورکیې او یونان له کړکیچ څخه د نظامي شخړې یا جګړې سناریو رامینځته کړو. خو دا څرګنده ده چې تورکیه به د هغو غیرقانوني ګامونو په وړاندې چې یونان یې په ایژې او نورو سیمو کې په ځانګړې توګه د ټاپوګانو د وسلو په برخه کې اوچتوي، خپل پخوانی صبر ونه ښايي. د پخوا په څیر د صبر او حوصلې نه به کار وانخلي.  په دې برخه کې لیدل کیږي چې تورکیه به د دې غیر قانوني ګامونو پر وړاندې خپل ډیپلوماتیک، سیاسي او پوځي فشارونه زیات کړي. د پرمختګونو سیر به هم د یونان لخوا د اوچتیدونکو ګامونو پورې اړه لري.

 



اړوند خبرونه