د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1837425
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

ورځنۍ اجنډا تحلیل

په سوریه کې د نویو عملیاتو په اړه د ولسمشر اردوغان له څرګندونو وروسته د سوریې میدان بیا ګرم شوی دی. معمولا "آیا په سوریه کې عملیات ترسره کیږي؟"  په څیر پوښتنې کیدې چې دا ځل د دې پرځای "په سوریه کې عملیات چیرته ترسره کیږي؟" پوښتنو په  اجنډا کې خپل ځای نیولی دی. خو د ترکیې ملي امنیت شورا وروستۍ پرېکړې بل ډول انځور په ډاګه کړ. د امنیت شورا  "زموږ په سویلي پولو کې عملیات" جمله وکاروله. نو دا ډول بیان څه معنی لري؟

 

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو  د امنیتي مطالعاتو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

داسې ښکاري چې په تېرو کلونو کې په سوریه او یا لا هم عراق کې روان  پوځي عملیات د وخت او ځای له نظره محدود او څرګند هدف لري. د مثال په توګه، د پنجې-تالۍ عملیاتو موخه د عراق په شمال کې د زاپ او متینا په ساحه کې د ترهګرو  برطرف کول دي.

 هدف دا دی چې د ډیرې سیمې د تصفیې  پر ځای د ډیرو ترهګرو له منځه وړل دي.

 له بلې خوا په سوریه کې د خوندي سیمې د جوړولو هدف په لومړي سر کې قرار درلود. په بل عبارت، د ترکیې له پولو څخه د تروریستي فعالیتونو لیرې کول او د بشردوستانه دلایلو له امله  د سوریې د خلکو لپاره د خوندي سیمې رامینځته کول دي.

په اوسني پړاو کې په عراق او سوریه کې د ترسره شوو عملیاتو د موخو او اهدافو په دوام کې کوم بدلون نه دی راغلی. په هرصورت، دا ویل کیدی شي چې د ملي امنیت شورا په  پریکړه کې کارول شوي بیان نوي میتود ته اشاره کوي.

په عراق او سوریه کې، چې د "جنوبي ګاونډیانو" په توګه ترینه یادونه کیږي، په پراخه محاذ کې د ترهګرو حساسیتونو په نظر کې نیولو سره ستراتیژیک اغیز او پایلو ترلاسه کولو لپاره یو نوی نظامي انتخاب دی. ددې نوې ستراتیژۍ په چوکاټ  د ترکیې د پولو امنیت، د ترهګرو عناصرو  سرچینې وچول او له مینځه وړل، د کډوالو د نوو څپو مخنیوی - حتی د  کډوالو د بیرته راستنیدو لپاره د لارې هوارولو لپاره د خوندي زونونو پراخول پیژندل شوي. له همدې امله به هڅه وشي چې دا موخې په هر وخت، هر ځای، هر ډول وسیلې  سره ترلاسه شي.

اوس پوښتنه داده  هغه دولتونه چې د ستونزې اړخونه دي د دې عملیاتو په اړه چې په پراخه محاذ کې ترسره کیږي څنګه غبرګون ښیې؟ اوس مهال چې د اوکراين د جګړې په اړه بحثونه دوام لري د ناټو په سازمان کې  د سويډن او فنلنډ د غړيتوب مسئله هم توده شوې ده . ترکیې د ناټو په سازمان کې ددې هیوادونو د غړیتوب سره مخالفت ښودلی دی او پدې اړه يي خپلې مشروع امنیتي اندیښنې په ګوته کړي دي.

د بلې خوا یو داسې لویدیځه نړۍ شتون لري  د ترکيې امنيتي اندېښنو  باندې سترګې پټې کړي دي. داسې ښکاري چې متحده ایالتونه  چې د سوریې دوسیه مک ګورک  ته سپارلې ده ممکن ځیني خنډونه رامنځته کړي. خو د بلې خوا په سوریه کې د امریکا د موجودیت په اړه جدي پوښتنې راولاړې شوي دي ، امریکایان سوریه کې څه کوي. همداشان ددوې سره د ۳۰ کیلومترو په ژوروالي سره د خوندي  سیمې د رامنځته کولو په اړه یو تړون هم شتون لري. د همدې امله امریکا مجبوره ده چې د ترکیې عملیات ته حق ورکړي. همداشان امریکا تر اوسه پورې د ترکیې سره د لاسلیک کړي سندر حکومته ندي پر ځای کړي.

د روسیې لپاره، وضعیت یو څه توپیر لري. د PKK/PYD، ترهګریز سازمان  چې په مسکو کې نمایندګۍ دفتر لري، د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو په وړاندې د مانور په توګه ترینه یادونه کیږي.

روسیه  په سوریه کې د خپل واک ساتلو لپاره محدودو عملیاتو باندې کیدای شي چې سترګې پټې کړي، مګر په پراخه پیمانه عملیاتو کې  به د روس پلوه رژیم په دوام تمرکز وکړي. له همدې امله، کیدای شي چې  روسیه  د حلب په څیر د مهمو ښارونو د مرکزونو په وړاندې د هرډول عملیاتو سره په کلکه مخالفت وکړي. د بله پلوه تمه کیږي چې ، د ۳۰ کیلو مترو په ژوروالي  په سیمه کې د عملیاتو په اړه هیڅ غږ ونه کړي. که نوي  نو ، د ترکیې  سره به يي اړیکې، چې د اوکراین د تیري سره سره په احتیاط سره په متوازن شکل سر دوام لري کیدای شي چې د ناڅرګندۍ پر لورې لاړې شي.

 د دې ترڅنګ د ترکیې سره د شوې هوکړې خلاف د ۳۰ کیلومترو په ژوروالي کې د ترهګرو شتون او فعالیت کولای شي د روسیې خاموشه کړي.

ایران یو څه پیچلی دی. د PKK/PYD سره د ایران  پردې تر شا ډیالوګ د ترکیې لپاره خطر دی. له همدې امله هم  په عراق او هم په سوریه کې د ایران عمل او اقدامات باید په ډیر دقت سره وڅارل شي.

پایله دا ده  موږ په عراق او سوریه کې ډیر فعال فصل ته ننوځو. په بیلابیلو سیمو کې یوځل یا متقابل عملیات به د دوبي د مودې په اجنډا کې وي. البته که له روسیې او امریکا سره ډیپلوماټیکې خبرې اترې نتیجه ورنکړي.

 

 

 



اړوند خبرونه