د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ترکیې ولسمشررجب طیب  اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې د سوریې په شمال کې نوو احتمالي پوځي عملیاتو اشاره وکړه.

1833636
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د ترکیې ولسمشررجب طیب  اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې د سوریې په شمال کې نوو احتمالي پوځي عملیاتو اشاره وکړه.

ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې له سيمې څخه د تركيې پر وړاندې ترهګريز ګواښونه دوام لري او د PKK/YPG ترهګريز سازمان په نښه كولو لپاره به نوي پوځي عمليات تر سره شي چې د ټولې پولې په اوږدو كې ۳۲ كيلومتره ژوره خوندي سيمه جوړه شي.

 د اوکراین د جګړې له امله رامنځته شوې نوې جیو پولیټیکل موازنې له ترهګرۍ سره د د مبارزې په چوکاټ کې ترکیې  ته نوي فرصتونه وړاندې کړي دي.

ترکیې په ځلونو د سوریې څخه دې هیواد ته د مخامخو ترهګریز ګواښونو پر وړاندې چې د دې هیواد ملي امنیت ته ستر ګواښ رامنځته کړی  پراخه پوځي عملیات ترسره  کړي دي.

 لومړی عملیات  په ۲۰۱۶ کال کې د فرات ډال عملیات وو چې په هممهاله توګه د داعش او PKK ترهګریزو سازمانونو  پر خلاف ترسره شول .

 همداشان وروسته بیا  په عفرین کې د سولې پسرلي عملیات ترسره شول چې په وروستي توګه د زیتون د څانګې عملیات چې د سوریې په شمال  ختیځ کې د تل ابیض او راس العین په ګډون په سیمو  ترسره شول.

د دې  عملیاتو سره د PKK/YPG  ترهګرې ډلې مدیترانې ته د رسیدو  هڅې او په سیمه کې  یوه ترهګر دولتګي  د جوړولو هڅې له منځه یوړل شوې.

د ویلو ده  چې دغه ترهګری سازمان لا هم په سوریه کې خپل حضور ته دوام ورکوي. دا ترهګری سازمان په ځانګړې توګه د فرات لویدیځ کې  په تل رفعت او منبج کې د روسیې او اسد رژیم تر حمایت او ملاتړ  لاندې فعالیت کوي، "د فرات ختیځ اکثره د امریکا متحده ایالتونو تر کنټرول لاندې دی.

هڅه کیږي چې د  "PKK/YPG  ترهګر د شمالي او ختیځې سوریې  په سیمه کې خودمختاره ادارې" تر نامه  لاندې خپلواکه اداره  رامینځته کړي او د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ د رقه او دیر الزور په شمول پدې سیمو کې  سیاسي او حقوقي پلوه  یو پیژندل شوی خودمختاره جوړښت جوړ کړي. خو  ترکیه  هیڅکله هم نه غواړي چې دا ډول یو خپل سری جوړښت رامنځته شي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې د سوریې په شمال کې نوو احتمالي پوځي عملیاتو اشاره وکړه. ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې له سيمې څخه د تركيې پر وړاندې ترهګريز ګواښونه دوام لري او د PKK/YPG ترهګريز سازمان په نښه كولو لپاره به نوي پوځي عمليات تر سره شي چې د ټولې پولې په اوږدو كې ۳۲ كيلومتره ژوره خوندي سيمه جوړه شي.

د اوکراین د جګړې له امله رامنځته شوې نوې جیو پولیټیکل موازنې له ترهګرۍ سره د د مبارزې په چوکاټ کې ترکیې نوي فرصتونه وړاندې کړي دي.

 

په ځانګړې توګه، له سوریې څخه د روسیې د پوځ وتل، که څه هم په تدریجي ډول دي، او د اوکراین جګړې ته  د متحده ایالتونو تمرکز  ترکیه لاس بری کړی دی. د اړتیا وړ لوژیستیکي چمتووالي وروسته، اوس د ترکیې وسله والو ځواکونو ته د دې وخت رارسیدلی دی چې د سوریې د ملي اردو سره یوځای  چې روزلي او تجهیز کړي دي د پورتنیو سیمو د تصفیې په خاطر پراخ پوځي عملیات ترسره  کړي.



اړوند خبرونه