ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسو پوهیږئ چې د ترکیې د پولو په منځ کې دښته شتون لري؟

ایا تاسو پوهیږئ چې د ترکیې د پولو په منځ کې دښته شتون لري؟
قره پنار، چې په ترکیه کې ترټولو لږ اورښت لرونکی سیمه ده، د مرکزي اناتولیا د قونیه ولایت اړوند یوه ولسوالۍ ده. په ۱۹۵۰ کال کې د یو قوي باد د تخریب په پایله کې، ۱۰۳ زره هکتاره ځمکه وچه شوه او قره پنار په یوې شګۍ او دښتې بدله شوه . دا سیمه په رسمي توګه په دښتې ونومول شوه.
د قره پنار دښته له هغو صحراګانو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو زیات شنې سیمې لري. په ۱۹۵۹ کال کې، د ترکي انجینرانو او ځایي خلکو په همکارۍ د سیمې د ژغورلو لپاره یوه پروژه پیل شوه، او قره پنار سیمه د زرغونیدو په برخه کې د بریالیتوب سره نړۍ ته یو مثال وړاندې کړ. په داسې حال کې چې هغه سیمې چې د تخریب له امله په دښتو بدلې شوې وې په پخوا کې په بشپړه توګه د شګو تپې وې ، نن ورځ هلته یوه غونډۍ په ونو پوښل شوی ځنګل او د څړځایونو باندې اوښتې ده . د طبعیت پر وړاندې د بریالۍ مبارزې نمونې په خاطر هر کال، د مختلفو هیوادونو څیړونکي سیمې ته راځي او د سیمې نه د نږدې نه لیدنه کوي.
د ورېښمو د تاریخي لارې پر سر کې پرتې د قره پنار هم د دښتې او ټیکټونک جهیلونو سره ډیری لیدونکي راجلبوي. دا طبیعي ښکلا صحرا هم په ترکیه کې د تر ټولو زیات لیدونکې لرونکې یوه د نادرو سیمو څخه ده.