د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د اوکراین وضعیت او روسیې ناکامیو ته لنډه کتنه کوو

1816396
د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل ۵۸ نه ورځ تېرېږي، دا اړینه ده چې  پدې اړه هر اړخیز تحلیل وشي. دا ویلی شو چې د نن نه په اعتبار سره دا مسایل تر ټولو زیات مخې ته وتلي‌ دي.

 

لومړۍ مسئله  د روسیې پوځي ناکامي ده. داسې ښکاري چې  روسیې نه خپل  اصلي عملیاتي پلان په بشپړ ډول پلی  کړی ، او نه هم  د پلان د ناکامۍ په صورت کې نه  کوم پلان  یا پلانونه پلي کړي‌ دي. پداسې حال کې روسیې  د پوځي برید په لومړۍ ورځ کې  په اوکراین کې پوځي اهداف په ډیر بریالیتوب سره  په نښه کړي‌ دي‌ خو  د ګوستومیل هوايي ډګر په بشپړه توګه کنټرول  کې ناکام شوي‌ دي چې همدا خبره په اوکراین کې د روسیې د اکمالاتو او لوژستیکي لیکو د سم عملیاتو پر وړاندې خنډونه  جوړ کړي‌ او مخه يي‌ ورته نیولې ده. دغه حالت د جګړې له لومړۍ ورځې څخه د روسي ځواکونو د درنو تلفاتو سبب شوی دی. سره له دې چې روسیه د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې پر څلورو مهمو ستراتیژیکو سیمو تمرکز کوي، خو روسیه د کیف او خارکوف په څېر سیمو کې نه ده بریالۍ شوې چې د جګړې پایلې بدلې کړي. په ماریوپول کې خورا اوږده مبارزه وه، مګر وروسته له دې چې ښار په بشپړه توګه ویجاړ شو، روسانو وکولی شول چې په جزوي توګه کنټرول په لاس کې واخلي. د خرسون او میلیتوپول په سیمو کې، جګړه د هغه څه په مخالف لوري کې وده کړې چې د روسیې لپاره تمه کیده. د کیف، چیرنیهیف، سومي، ایرپین او خارکوف په څیر سیمو نه روسي‌ ځواکونه په شا کیدو او وتو ته اړ شوي‌ دي.

 

پاتې وخت په پام کې نیولو سره لیدل کیږي چې په ډګر کې د روسیې د پوځ  نظامي اغیزمنتوب کمزوری دی او د معیاري عملیاتي طرزالعملونو پلي کولو کې ستونزې لري. له بلې خوا روسیه د ګډو عملياتو د اصولو په رعايتولو کې بريالۍ شوې نده، هوايي کنټرول او برتري ترلاسه کړی ندی، په تبليغاتي جګړه کې هم اغیزمنتیا نده ترلاسه کړې. د جګړې په ۵۱مه ورځ د روسیې د تورې بحیرې د سمندري‌ ځواکونو  تر ټولو مهم عنصر او زړه د مسکو  په نامه د کروز بېړۍ له لاسه ورکول، د جګړې په اوږدو کې د روسیې پوځي وقار ته سخته ضربه ورکړه.

 

په د جګړې په ډګر کې نظامي ستونزو او ناکامیو روسیه دې ته اړ کړه چې په اوکراین کې په خپلو پلانونو باندې بیاکتنه وکړي. نوی پلان دا دی چې د دونباس سیمه په بشپړ ډول ونیسي او دلته  تش په نامه خپلواکه جمهوریتونه له اوکراین څخه جلا کړي.

 

د روسیې په اړه بله مهمه مسله دا ده چې د دوی اقتصادي مقاومت کمزوری شوی دی. دروند او هراړخیز اقتصادي بندیزونو ژورو اغیزو پر روسیې د سختو فشارونو لامل شوي دي. دا وضعیت به په نږدې وخت کې د اقتصادي بحران د ژوریدو لامل شي او په اوږد مهال کې به د دې لامل شي چې روسیه د نړیوال قدرت په ویش کې یو کمزوری اقتصاد وي.

په داسې وخت کې چې جګړه یوه نوي پړاو ته ننوځي، روسیه ښايي یوازې پوځي لاسته راوړنې ولري، خو د خپلو ستراتیژیکو پایلو له مخې به له زیاتو ننګونو سره مخ شي.

 

د اوکراین د وروستیو پرمختګونو په اړه مو د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو بڼسټ مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش ارزونې واوریدې.



اړوند خبرونه