د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د اوکراین د روان کړکیچ په اړه چې د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې ژوریږي  لنډ بحث کوو.

1769384
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  اوکراین روان بحران د یوې نه بلې ورځې لا زیات ژوریږي. د ویلو ده چې د اوکراین د مسئلې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځه مذاکراتو ته هم کومه نتیجه ترلاسه نشوه. روسیې پدې مذاکراتو کې د امریکا نه د امنیتي ضمانتونو غوښتنه وکړه او پدې اړه امریکا ته خپل وړاندیز او غوښتنې وړاندې کړې. امریکا وویل چې د روسیې دې وړاندیز او غوښتنو ځواب به په لیکلي بڼه وکړي چې بالاخره د چارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۶ مه نيټه د ماسخوتن د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې روسیې ته لیکلی ځواب ورکړ. واشنګټن په ځانګړې توګه د روسیې نه غوښتنه وکړه چې ددې لیک محتوا د چا سره شریکه نکړي  او پټه يي وساتي. که چیرې دې خبرې ته دقت وکړو دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې دلته بیا څه داد او ګرفت روان دی . د بله پلوه روسیه د اوکراین د پولو په شاوخوا کې د لا زیاتو ځواکونو ځای په ځای کولو ته دوام ورکوي. که چیرې د روسیې او امریکا ترمنځه د مذاکراتو پایلې او ناکامۍ ته وکتل شي  داد ددې ښکارندويي کوي چې روسیه پر اوکراین پوځي مداخلې ته ژمن دی. خو دا چې روسیه به څه ډول پوځي مداخله کوي ، ایا دا برید به یواځې په اوکراین کې د روس پلوو سیمو پورې محدودي وي او که د ټول اوکراین اشغالولو په هدف به ترسره کیږي پدې اړه ناڅرګندي دوام لري.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو سیاستونو څیړنیز بڼسټ مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي  چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د اوکراین بحران یو ډیر زیات فکټورونه او مختلف لاملونه لري. ددې فکټورونو او لاملونو تر ټولو البته چې د اوکراین پورې تعلق نلري. د ویلو ده چې روسیه او لویدیځه نړۍ دې بحران ته د جیوپولتیک  رقابتونو په سترګه ګوري.

لکه څرنګه چې ناټو سازمان د سړې جګړې نه وروسته د روسیې فدراسیون د ضعیفیدو د فرصت نه په استفادې  او خلاصې دروازې محوره سیاست  سره  د هرې ورځې په تیریدو سره خپلې پولې د روسیې پر لورې غځولې ، نن ورځ روسیه د عینې سیاستونو او لویديځ د ضعیفیدو نه په استفادې سره ورته ګامونه اوچتوي.

روسیه په اصل کې دا حمله د خپلې شاوخوا سیمې نه د ناټو د نفوذ د مخنیوي او لرې کولو په خاطر اوچتوي. د روسیې په اند دا کار  د هغوې د امنیت لپاره تر ټولو مهم ګام دی. خو د لویدیځ لپاره دا مسئله د اروپا د امنیت د معمارۍ پر خلاف اوچت شوی یو ګام دی. مسکو د ناټو او امریکا نه د امنیتي ضمانتونو د غوښتنې سره په اصل کې ناټو غړي هیوادونه د روسیې د نږدې سیمو نه د شړولو غوښتنه کوي.

د ناټو لخوا د روسیې ددې غوښتونو منل په اصل کې اروپا امنیتي معماري له سره جوړول دي.

د بله پلوه په لویديځ کې هم په کامله توګه اجماع شتون نلري. په ځانګړې توګه د جرمني سیاستونه جلب د توجه کوي. برلین حکومت د اوکراین سره د وسلو د مرستې په اړه مقامت کوي او روسیې پر خلاف معتدله سیاست د غوره کولو نه دفاع کوي.

جرمني چې په ځانګړې توګه د ګازو په مسئله کې د روسیې پورې تړلی دی د روسیې پر خلاف د ناټو او اروپايي ټولنې د ډیر سخت دریځ نه ملاتړ نکوي. خو فرانسه بیا بل ډول سیاست او دریځ غوره کړی دی.

د بله پلوه امریکا خپل ټول دقت چین ته اړولی دی چې د همدې امله روسیې تهدید جدي  نه اخلي.

ترکیه چې ددې بحران د لا ژوریدو او په یوې جګړې د بدلیدو د مخنیوي هلې ځلې کوي  د اوکراین او روسیې ترمنځه د ستونزې د حل په خاطر د منځګړتوب وړاندیز وکړ. د ویلو ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبروري په دریمه نیټه اوکراین د سفر پلان لري. ددې سفر اصلي موخه د مسکو او کیف ترمنځه د روان بحران د حل په خاطر د یوې مناسبې حل لارې رامنځته کول دي. د روسیې او اوکراین په بحران کې ترکیه په اصل کې د لویدیځ بلاک ترڅنګ ولاړ دی.

ترکیه د ناټو سازمان نه په جلا توګه د روسیې سره مذاکرات ډیر ممکن نښکاري. ولسمشر اردوغان د روان بحران د حل په خاطر د خپل وس او توانه پورې هلې ځلي کوي. ځکه چې د تورې بحیرې سیمه د ترکیې د امنیت له پلوه هم حیاتي ارزښت لري.

د بله پلوه د روسیې لخوا پر اوکراین پوځي  مداخله پر ترکیې هم منفي اغیزې کولی شي. همداشان کیدای شي چې دا خبره د ترکیې او روسیې پر اړیکو هم منفي اغیزې وکړي .

دا چې انقره به دې بحران ته څه ډول دریمه لار پيدا کړي  دا په اصل کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د ولسمشر اردوغان وړاندیز او غوښتنو ته د ځواب ورکولو پورې تړلي  دي.   



اړوند خبرونه