په سوډان کې د سروزرو د معدن د یوې برخې د نړیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په سوډان کې د سروزرو د معدن د یوې برخې د نړیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده
1754178

په سوډان کې د سروزرو په یو معدن کې د یوې برخې د نړیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
دا پیښه د سوډان په ختیځ د کوردوفان په ایالت کې د سروزرو په معدن کې رامنځته شوې ده.
سیمه ایزو مسئولینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کوردوفان ایالت په شمال کې د فوکا په سیمه کې د سروزرو د معدن یوه برخه معدن کیندونکو ناسته ده.
ویل کیږي پدې معدن کې د ډیرو پخوانیو طریقو سره سره زر استخراجیدل. د لومړنیو معلوماتو له مخې د معدن نه تر اوسه پورې د ۳۸ تنو کارګرانو مړي راویستل شوي دي.
کیدای شي چې د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.