ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

1739872
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې د ترکیې په ختیځه توره بحیره کې په یو کلي‌ کې یو موزیم چې په نړۍواله کچه يي جایزه ترلاسه کړې شتون لري؟

د ترکیې د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د بایبورت په  ولایت  کې د بایرقدار په کلي‌ کې چې پخوا د باقسي‌ په نامه مشهور وو یو موزیم شتون لري چې د ساختماني‌ انجینیرۍ د طرحې او ډیزاین ، ښکلي‌ موقعیت ، طبعي‌ ښکلا  او خارق العاده پروژې سره  جلب توجه کوي. دا موزیم  چې په ۲۰۱۰ کال کې د هیواد د یو تن مشهور رسام او اکاډیمسین پروفیسور ډاکټر حسام الدین  لخوا  د ښار په ۴۵ کیلومترۍ کې د یوې تپې د پاسه  چې د چورح وادي ته  ګوري پرانیستل شو. دا موزیم د انجینیرۍ ، موقعیت او طرحې او ډیزاین له پلوه په سیمه کې د خارق العاده موزیم په توګه مشهور دی. د باقسي‌ په نامه دا موزیم د نندارتون د سالونونو، روزنیزو خونو او کار خونو، کنفرانس سالون، میلمستون، جومات، کتابتون او ډیپو سره د ټولو توجه ځان په لورې اړولې دی.

دې  موزیم چې عصري‌ او عنعنوي‌ صنعت او هنرونو د یو چت لاندې راټول کړي‌ دي په عینې وخت کې د سیمې خلکو ته د تعلیم او کار زمینه هم برابره کړې ده .

ددې ترڅنګ په سیمه کې د ځانګړې استعداد خاوند ماشومانو د تثبیت ، هغوې ته د لا ښې زده کړې په خاطر تعلیمي‌ بورسونو برابرولو او په ځانګړې توګه د طرحې، ډیزاین، صنعت ، هنر او کولتور په برخو کې مهمې پروژې جوړوي‌ او پلي‌ کوي.

دا موزیم چې د سیمې رسم رواجونه او عنعنوي‌ کولتور د حفاظت او ساتنې او راتلوونکو نسلونو ته د انتقالولو تحقیقات ترسره کوونکو په ځانګړې توګه ښځو ته د کار زمینه برابروي او د هغوې پروژې عملي‌ کوي.

دې موزیم  استخدام ،  مهمو پروژو او  خارق العاده فعالیتونو له امله په ۲۰۱۴ کال کې د اروپا د شورا  لخوا د موزیم جایزه او په همدې کال کې د ترکیې د ملي‌ شورا لخوا افتخاري‌ جایزه ترلاسه کړه.



اړوند خبرونه