ایا تاسې پدې پوهیدۍ

ایا تاسې پوهیږۍ چې بغلاوې اصلي ټاټوبې د ترکیې د غازي‌ انتپ ولایت دی او اروپايی ټولنې هم د جغرافیوي‌ نښې په توګه دا خبل تسجیل کړې ده؟

1720819
ایا تاسې پدې پوهیدۍ

 

د ویلو ده چې بغلاوه د منځنۍ اسیا یو ډول مشهور خوږو ډول دی چې د ترکانو لخوا اناتولیا ته د ځان سره راوړل شوې ده . همداشان د وخت په تیریدو سره بغلاوې د عثماني‌ امپراتورۍ په پخلنځي‌ کې ډیر مهم ځای نیولی او د بغلاوې ډولونه هم ډیر زیات شوي‌ دي.

نن ورځ چې کلکه څوک د بغلاوې نه یادونه وکړي‌ د ټولو په عقل کې سمدلاسه د ترکیې د غازي‌ انتپ ولایت نوم عقل ته راځي. ځکه چې په ترکیه کې د بغلاوې اصلي‌ مرکز او ځای د غازي انتپ ولایت دی.

د ویلو ده چې د بغلاوې پخولو مسلک د پیړیو پيړیو راهیسې په غازي‌ انتپ‌ ولایت کې  د پلار نه زوی، لمسیانو او نسلونو نه نسلونو ته انتقال شوی دی. همداشان دا لړۍ نن ورځ هم دوام لري.

همداشان نن ورځ بغلاوه د ترکیې تر ټولو مشهور یو ډول خواږه دي.

د یادولو وړ ده چې اروپا کمیسیون په ۲۰۱۳ کال کې د غازي‌ انتپ بغلاوه د ترکیې د غازي‌ انتپ ولایت په نامه تسجیل کړه. همداشان بغلاوه يي  د جغرافیوي‌ اشارت د خوړو په لست کې شامله کړه.

د غازي‌ انتپ‌ ولایت بغلاوه د جوړښت له پلوه ، په بغلاوه کې د کاریدونکو توکو د کیفیت له پلوه په نړۍ کې په یو مشهور برانډ بدل شوی دی.

د اروپايي ټولنې لخوا بغلاوه د ترکیې په نامه د تسجیل په اصل کې د بغلاوې د جعل کارۍ ، تقلید او د خرابو موادو سره د بغلاوې د بد نامۍ مخنیوی کوي.

نن ورځ د غازي‌ انتپ بغلاوه یواځې د ترکیې نه بلکې د اروپا او د نړۍ دسترخوانونه خواږه کړي‌ دي.



اړوند خبرونه