د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د ملګروملتونو سازمان په روان بحران بحث کوو.

1716511
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

سره ددې چې د سړې جګړې د پایته رسیدو سره سم د ملګروملتونو سازمان په نړۍوال اداري‌ سیستم کې د ځان سره  لپاره مرکزي‌ ځای  ترلاسه کړی دی خو په نړۍوال سیستم کې د تغیراتو سره د تغیراتو سره د ملګروملتونو سازمان په ساختار کې هیڅډول بدلون ندی راغلی دی.

د ترکیې سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په یو قطبي‌ یوه نړۍ کې چې نړۍوال سیستم د امریکا په اطراف کې څرخیږي ملګرو ملتونو سازمان  د یو رسمي‌ ادارې نه لا زیات په  یو تاکتیکي‌ دستګاه باندې بدل شوی دی.

سره ددې چې دا سازمان په بشري‌ مسایلو کې د مداخلې په مسئله کې  مخکښ رول  اخیستی دی خو په بالکان کې د صربانو په جیوپولیتیک  لالچ او بریدګرۍ او په افریقا کې په نسل وژنو او توکمیزو وژنو د سیاستونو پر وړاندې تل اغیزې د لاسه ورکړي‌ دي‌ او سترګې پټې کړي‌ دي.

په بوسنیا هرزګوینا  کې  ۸۰۰۰ تنه مسلمانان د هالنډ تر څار او نظارت لاندې  د ملګروملتونو سازمان په سیمه کې په لوی لاس قاتلینو ته سپارولو  د ملګروملتونو په سازمان کې موجود بحران ټولې نړۍ ته ښکاره کړ.

همداشان په کوسوا کې د ملګروملتونو پر ځای د ناټو سازمان د مداخلې سره د سترې نسل وژنې او قتل عام مخنیوي‌ په اصل کې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د ویتو د حق  اصلي‌ څیره بربڼده کړه.

د سړې جګړې نه وروسته په نړۍواله کچه جیوپولیتیک ، سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د رامنځته شوو ستونزو اصلي‌ لامل په نړۍوال سیستم کې  عدم اداره او د ملګروملتونو سازمان په سیستم کې موجودې ژورې ستونزې او بحران ټولو ته ښکاره کړ.

د ویلو ده چې دا بحرانونه او ژورې ستونزې په اصل کې د ملګروملتونو سازمان د تاسیس فلسفې پر خلاف په ښکاره توګه میدان ډبوي ددې سازمان مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی. ددې سازمان پر خلاف يي د ټولو سره ډول ډول پوښتنې راپیدا کړي‌ دي.

د ملګروملتونو سازمان د مشروعیت په اړه د پوښتنو رامنځته کولو اصلي‌ لامل د یو زیات شمیر جیوپولیتیک تغیراتو سره سره دا سازمان یواځې پنځو هیوادونو ته تسلیمول او ددې مسئلې دوام دی. 

د سړې جګړې نه وروسته په نړۍوال سیستم کې جدي‌ او ژور تغیرات رامنځته شوي‌ دي چې ددې تغیراتو سره د پخوا په څیر ملګروملتونو سازمان یواځې د پڼځو هیوادونو لخوا اداره کیدل او پدې سازمان کې یواځې د پنځو هیوادونو خبره منل کیدل نوره ناممکن دي.

د ویلو ده چې د کثیرالقطبي‌ یو نړۍوال سیستم هیڅوخت خپل تقدیر او برخلیک یواځې د پنځو هیوادونو لاس ته نه تسلیموي. دا سیستم  ډول سیستم د ټولو پرمختګ په حال کې ځواکونو لخوا اداره کیږي.
خو نن ورځ د ملګروملتونو سازمان موجود وضعیت او جیوپولتیک حالت ته په کتو سره  دا خبره ناممکنه ده .

د ویلو ده چې د ملګروملتونو سازمان موجود ساختار د استازیتوب په برخه کې د جدي‌ ستونزو سره مخامخ دی. یعنې د نړۍ د ټولو کولتورونو، دینونو، توکمونو استازیتوب نکوي.

د بیلګې په توګه پدې سازمان کې تر ټولو زیات د لویدیځوالو تله درنده او حاکمیت او استازیتوب هم د لویدیځ په لاس کې دی.

د همدې امله د ملګروملتونو سازمان موجود سیستم او ساختار د اغیزمنتیا له پلوه د جدي‌ ستونزو سره مخامخ دی.

نن ورځ د ملګروملتونو  سازمان د یو داسې ساختار سره مخامخ یو چې د نړۍوالو ستونزو او بحرانونو په مخنیوي‌ ، د بحرانونو د حل په خاطر په خپل وخت د تدابیرو د نیولو کې عاجز دی چې د همدې امله ستونزې او بحرانونه لا پسې ژوریږي‌. همداشان ستونزو حل هم د بعضو معلومو برخو د منافعو له مخې حسابیږي.

د ویلو ده چې د ملګروملتونو په سازمان کې د شفافیت ستونزه ددې سازمان مشروعیت لا زیات د پوښتنې لاندې راولي‌.

په داسې یو نړۍوال ساختار کې د استقرار ټینګښت ناممکنه کیږي‌ او دولتونه خپلو ستونزو ته پخپله د حل لارو موندولو ته او بدیلو لارو لټولو ته مجبوروي.

په ځانګړې توګه د په نړۍ کې د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ د پراخې وبا ناروغۍ  د سړې جګړې نه راپدیخوا  د لومړي‌ ځل لپاره نړۍ پدې پیمانه ولړزوله او د لومړي‌ ځل لپاره يي  په نړۍوال سیستم کې  ټولې تشې د خپل ټول بربڼدۍ سره ښکاره کړې. ټولو ته يي دا وښوده چې موجود سیستم د نړۍ د ستونزو ته ځواب نشي‌ ویلی. نړۍوال سیستم د جدي‌ بدلون په درشل کې قرار لري. دا بدلون به داځل داسې نوي‌ چې یواځې سوپر طاقتونو ته  به ځای ورکول کیږي، دا ځل داسې ښکاري‌ چې د نړۍ ځواک د لویدیځ نه د ختیځ پر لورې د خویدو په حال کې دی.

همداشان د لویدیځ د جیوپولیتیک حاکمیت لاندې تیر شوي‌ تیر ۲۰۰ کلونو د ختیځ د جیوپولیتیک د توازن سره کیدای شي چې نوې جیوپولیتیک قرن  ته زمینه برابره کړي.

د ویلو ده چې د ملګروملتونو سازمان په موجود ساختار او نړۍوال سیستم موجودو ستونزو، بې عدالتیو، د ستونزو د حل پر ځای ستونزې زیږوي‌ چې د همدې امله جدي‌ اصلاحات يي‌ ملزم کړي‌ دي.

که چیرې د ملګروملتونو سازمان په ساختار کې هر څه ژر لازم اصلاحات راونوستل شي‌ ، دا سازمان نړۍوالو ستونزو او بحرانونو ته په خپل وخت رسیده ګي‌ ونکړي او عدالت پکې حاکم نشي‌ ددې سازمان د مشروعیت په اړه پيدا شوې  پوښتنې به لا پسې ژورې شي .

همداشان دا مسئله به د بدیلو حقوقي‌ بنسټونو د رامنځته کیدو سره مرسته وکړي.

نن ورځ وار د مخه په سیمه ایزه توګه بعضې سیمه ایز جوړښتونه  د سیاسي ، اقتصادي‌ او امنیتي‌ مسئلو کې د ملګروملتونو سازمان پر ځای سیمه ایزو بڼسټونو ته ترجیح ورکوي. دا خبره پخپله د ملګروملتونو پر ځای بدیلو سیمه ایزو سازمانونو جوړولو او د موجودو سیمه ایزو سازمانونو او جوړښتونو د لا قوي‌ کیدو او اغیزمن کیدو لپاره لار هواروي.



اړوند خبرونه