د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې  د روسیې د سوچي‌ په ښار کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین غونډې په اړه لنډ بحث کوو.

1713012
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

پداسې حال کې چې د ترکیې او روسیې اړیکې د سوریې او لیبیا په څیر د مهمو جیو پولتیک مسئلو له امله د امتحان نه د تیریدو په حال دي‌  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سپټمبر په ۲۹ مه نيټه د روسیې د سوچي‌ په ښار کې د نوموړي‌ هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.

سره ددې چې دا لیدنه د زمان له پلوه ډیر زیات اهمیت نه برښمنده ده خو د ترکېې او روسیې ولسمشران  پدې وتوانیدل چې  د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې د موجودو ټولو ستونزو او بعضو مسئلو کې د اختلافاتو سره سره  یوه مثبته اجنډا رامنځته کړي.

په ځانګړې توګه دا سفر پداسې یو حساس وخت کې چې د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې تر هر وخت ډیرې خړې دي او د ولسمشر اردوغان لخوا پر امریکا او ولسمشر بایدن ډیرې سختې نیوکې شوي‌ دي تر ټولو زیات اهمیت لري.

د ترکیې د سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو بڼسټ څیړونکې جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د ترکیې او روسیې اړیکې د یو زیات شمیر مهمو جیوپولیتیک مسئلو له امله د ډیر سخت امتحان نه تیریږي.

په لیبیا کې د عقیلهّ صالح عیسی په مشرۍ د استازو مجلس چې د روسیې د پوره ملاتړ نه برښمند دی د حکومت نه د باور رای اخیستو، د کریمیا په اړه د ترکیې دریځ او د اوکراین او پولنډ په څیر پر هیوادونو د ترکیې لخوا د بیرقدار ټي‌ بي‌ ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکو پلورلو د روسیې اندیښنې پارولي دي‌ او دې مسئلې د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې ځیني‌ ستونزې رامنځته کړي‌ دي. خو د دواړو هیوادونو ترمنځه تر ټولو مهمه مسئله د سوریې مسئله ده.

د ویلیو ده چې پدې وروستیو اونیو کې روسیې په ادلب د هوايي بریدونو د پيلولو او حتا په عفرین کې د ترکیې لخوا په روزل شوو د سوریې د ملي‌ اردو اړوند په عناصرو بریدونو د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې ښې پسې خړې کړې دي.

د بله پلوه ترکیې ددې بریدونو او  پوځي‌ حرکاتو نه وروسته پر ادلب د احتمالي‌ عملیاتو د تدابیرو په خاطر په سیمه کې خپل پوځي‌ مواضعو پر تحکیماتو پيل وکړ. په سیمه کې خپل قوتونه ښه پسې پياوړي‌ کړل.

همداشان د ترکیې ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار ددې پرمختګونو نه وروسته ځیني‌ څرګندونې وکړې .

د ویلو ده د  ترکیې او روسیې ترمنځه ددینه وړاندې د سوچي‌ تړون لاسلیک شوی وو. ددې تړون له مخې په سوریه کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان څانګې باید د ترکیې د پولو نه ۳۲ کیلومتره په  ژورتیا د په شا کیدو ژمنه شوې وه خو ترهګرو په خپلې ژمنه نده پر ځای کړې چې دې مسئلې هم  ځینې ستونزې پيدا کړي‌ دي.

پداسې یو مهم  او حساس وخت کې او په اړیکو کې د ستونزو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځه د ترکیې او روسیې د اړیکو په اړه غونډه تر ټولو مهم  اهمیت لري.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان  د ملګروملتونو سازمان په ۷۶ عمومي‌ اسمبله کې د ګډون په خاطر امریکا متحده ایالتونو ته د سفر پر مهال پر امریکا او ولسمشر جو بایدن ډیرې سختې نیوکې وکړې.

همداشان د ترکیې او روسیې د اړیکو او ولسمشر پوتین په اړه يي ډیرې مثبتې څرګندونې وکړې. دې څرګندونو سوچي‌ غونډې اهمیت لا پسې ډیر کړی دی.

ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره د دوه اړخیزه اړیکو سربیره په سر کې د سوریې او وروسته د لیبیا او افغانستان په څیر په مهمو سیمه ایزو مسئلو سربیره  د انرژۍ او اقتصادي‌ مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.

ددې غونډې نتیجه او مثبتې پایلې به په راتلوونکې کې د دواړو هیوادونو د حرکاتو طرز معلوموي.

دې غونډې ته په کتو سره دا د ورا ښکاره ده چې ولسمشر اردوغان او ولسمشر پوتین د ادلب په ګډون هیڅډول مسئلې ته به اجازه ورنکړي‌ چې د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکو ته ضرر ورسوي.



اړوند خبرونه