ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې د ترکیې د بورسا په ولایت کې څو پيړۍ مخکې جوړ شوي‌  بازارونه نن ورځ هم په خپلو خپو ولاړ دي او نن ورځ هم د بازارونو په توګه فعالیت کوي؟

1710688
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
Picture1.png2.png
Picture1.png3.png

 

د بورسا ولایت چې د عثماني‌ امپراتورۍ  لومړنۍ پلازمینه ده په ۱۴ مه پيړۍ کې د تجارت په مرکز په بدلیدو پيل وشو. د همدې امله پدې ښار کې د ۱۶ مې پیړۍ پورې ډیر زیات بازارنه او سرایونه جوړ شوي‌ دي.

د بورسا ولایت تاریخي‌ بازار او سرایونه چې ۷۰۰ کاله د تجارت د قلب په توګه ترینه یادونه کیده او یونسکو سازمان لخوا د نړۍالو میراثونو په لست کې داخل شوي‌ دي د ښار تر ټولو مهم تاریخي‌ مکانونه او د لیدو وړ ځایونه دي.

د بورسا ښار د نږدې ۳۰ تاریخي‌ سرایونو او بازارونو ترمنځه تر ټولو مهم او ښار د سمبول او سترګو تور په توګه یادیدونکی د غوزې په نامه سرای دی.

دا سرای چې  په مسطتیل ډول په دوو پوړونو کې جوړ شوی دی جمعآ ۹۵ خوني‌ لري.

دا سرای چې د وریښمو لارې د اسیا  وروستي‌ تم ځای  دی د وریښمګرانو د بازار په توګه هم مشهور دی.

د غوزې سرای په بورسا ولایت کې د وریښمو او د وریښمو د غوزو په مرکز مشهور دی. همداشان ددې سرای په حویلي‌ کې د ۱۹۷۰ کلونو پورې د سوداګرو توکي‌ نندارې ته وړاندې کیدل.

کلیوالو به د وریښمو د چینجو غوزې راوړلې او دلته به يي پلورلې. نن ورځ‌ هم ددې بازار په دویم بوړ کې په دوکانونو کې هر ډول وریښمو توکي‌ موندل کیږي. دا بازار نن ورځ‌ هم د پخوا په څیر ګرم دی او هره ورځ د زرګونو تنو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو او مشتریانو کوربه توب کوي.



اړوند خبرونه