د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1698426
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

په افغانستان کې د طالبانو پدې چټکه توګه پرمختګ او په ډیره لنده موده کې د چا خبره ټول هیواد د خپل حاکمیت لاندې راوستل د ټولې نړۍ لپاره یو غیرې منتظره پرمختګ وو. د ویلو ده چې طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د امریکا متحده ایالتونو سره د سولې د تړون د لاسلیکو نه وروسته خپل پرمختګ ګړندی کړ.

همداشان په امریکا کې جو بایدن واک ته د رسیدو نه وروسته د افغانستان  او  طالبانو په قبال کې د پخواني  ولسمشر دونلډ ټرمپ د سیاستونو د تعقیبولو سره طالبان لا پسې راحته شول او پرمختګ يي لا ګړندی کړ.

همداشان د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه د جو بایدن پریکړه او ټاکل شوې موده د رالنډو سره د طالبانو په ځان باندې اعتماد لوړ کړ او خبره يي د کابل تر سقوطه ورسیده.

د طالبانو لخوا د کابل  نیولو نه وروسته ولسمشر محمد اشرف غني  له هیواد وتښتید او پوځ په کامله توګه وپاشل شو.

نن ورځ زمونږ پر وړاندې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان قرار لري. دا چې طالبانو شل کاله مخکې هم یو ځل افغانستان خلکو او نړۍ  ته امتحان ورکړی وو اوس ټولو سره یوه پوښتنه شتون لري چې ایا طالبان به پدې دویمه دوره کې څه دول چلند وکړي  او څه دول یو هیواد به رامنځته کړي؟

د ترکیې د سیاسي اقتصادي  او ټولنیز تحقیقاتو د بڼسټ مشر پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي  چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور یشیل تاش وايي چې زمونږ پر وړاندې درې جلا جلا سناریوګانې شتون لري.

لومړۍ او تر ټولو مهم سناریو په افغانستان کې د طالبانو لخوا د یو هر اړخیز او ټولګډونه حکومت جوړول دي. یو داسې حکومت چې په هیواد کې میشتو ټولو اقوامو ، دیني  او مذهبي  ډلو او د پخواني  حکومت مامورینو  ته پکې برخه ورکړ شي. په اصل کې دا کار کیدای شي چې  طالبانو لخوا هیواد لا په ارامه توګه د اداره کولو ، په نړۍواله کچه د مشروعیت د پيدا کولو او نړۍوالو مرستو د راجذبولو په برخه کې ډیر مهم رول ولوبوي. خو داسې ښکاري چې طالبان پدې سناریو کې هم د دفاع، کورنیو چارو ، ملي امنیت، اقتصاد او یو زیات شمیر نور مهم او فعاله وزارت خانې پخپل کنټرول کې ونیسي او پسیف وزارتخانې نورو ډلو او خواوو ته ورکړي.

خو دا سناریو یواځې د حکومت د شکل ګیرۍ نه عبارت نده. دا چې طالبان به شریعت څه ډول تطبیقوي او خلکو سره به پدې برخه کې څه ډول چلند کوي  دا تر ټولو مهمه مسئله ده .

که چیرې طالبان  واک ته د رسیدو د ورځې نه راپدیخوا ددوې پیغامونو او څرګندونو ته وکتل شي ډیر محتاطانه  او معتدله برخورد کوي

د عمومي  بښنې، ښځو د حقوقو ، ښځو تعلیم او کار کولو او یو زیات شمیر نورو برخو په اړه ډیرې مثبتې او معتدلې څرګندونې کوي. طالبان وايي چې د ښځو پر تعلیم او کار کولو به بندیز ونه لګوي او د هغوې حقونه او حقوق به هیڅکله هم د خپو لاندې نکړي.

خو مهمه خبره داده چې طالبانو د اګست د ۳۱ مې نیټې نه وروسته څه ډول چلند کوي.

ځکه چې د اګست تر ۳۱ نیټې امریکا او ځیني بهرني هیوادونه د خپلو وګړو او ځواکونو د تخلیې په خاطر په افغانستان کې حضور لري.

نن ورځ یو زیات شمیر هیوادونه او نړۍوال اکټوران وايي چې ددوې لپاره د طالبانو خبرې نه بلکې عمل مهم دی. طالبان باید خپل دا مثبت پیغامونه او ددوې په طرز د دید کې دا ژور بدلون نړۍ ته باید په عمل او اجراعاتو کې په اثبات ورسوي.

دویمه سناریو بیا د طالبانو مطلقه واکمني  او اقتدار په لاس کې نیول دي.

پدې سناریو کې به طالبان د واک او اقتدار د ویشلو پر ځای د هیواد ټوله ولکه تر خپل کنټرول لاندې راولي او ټول هیواد به د خپل مطلق کنټرول او حاکمیت لاندې راولي.

پداسې یو حالت کې به طالبان د هیواد په ټولو خواوو او هر وګړي  د ژوند حلقه تنګه کړي. پدې ډول یوې سناریو کې په امنیتي ، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د لا تندلارو طالبانو شاهدي  وکړو.

دریمه سناریو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال په څیر د طالبانو د یو نظام او حکومت رامنځته کیدل دي. پدې سناریو کې به طالبان یو ځل بیا د شل کاله وړاندې په څیر د تندلارۍ او سخت دریځۍ سره د افغانستان خلک د ډیرو کلکو فشارونو لاندې ونیسي. په ټول هیواد کې به ویره او ډار حاکم کړي. ښوونځيو دروازې به وتړل شي، ښځې به د تعلیم او د کار د حق نه محرومې کړی شي . خو طالبان باید یوه خبره هیڅوخت هیره نکړي چې د دا ډول نظام رامنځته کیدل به دوې هم په داخل او هم په بهر کې ډیر زیات ضعیفه کړي. د بله پلوه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پدې کمه موده کې په یو زیات شمیر مواردو کې پخپله ددوې په منځ کې اختلاف د نظر شاهدي  کوو.

پداسې حال کې چې ځیني مشران يي ډیر نرم ، معتدله او مثبت پیغامونه ورکوي د بله پلوه ځیني  نور يی بیا وار د مخه د خلکو په وهلو او ټکولو ، د کورونو په تالاشي کولو، د خلکو نه د موټرو او بعضو نورو شیانو  په اخیستو او د خپلو مشرانو اوامرو ته د اطاعت په نه کولو پیل کړی دی.

ددې ډلې د سیاسي  او پوځي  څانګو ترمنځه اختلافات رامنځته شوي  دي. دا ډول اختلافات او پر خلکو بې ځایه فشارونه په اصل کې ددوې د مخالفینو په تبر کې د لاستي  د اچولو نه پرته بل څه نکوي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ د افغانستان په شمال کې د پنجشیر ولایت اوس هم طالبانو ته تسلیم شوی ندی. د پخواني  جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر خلاف د مقامت جبهه وار د مخه پرانیستل شوې ده.

پدې جبهه کې د افغانستان  پخواني  حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال ، دفاع وزیر او ځیني  نور جګپوړي  چارواکي هم ګډون لري.

سره ددې چې دم ګړۍ  د مخالفینو د اغیزې ساحه ډیر محدوده ده خو که چیرې طالبان د تیرې دورې په څیر په خلکو فشارونو راولي  دا ساحه به د هرې ورځې په تیریدو سره لا پراخه شي. ځینو بهرنیو هیوادونو او ډلو او ټپلو وار د مخه د احمد مسعود نه په ملاتړ پیل کړی دی.

سره ددې چې طالبانو د پنجشیر مسئله په سوله ایزه توګه او مذاکراتو له لارې پر حل ټینګار کوي  خو طالبان خپل ځواکونه هم د دې ولایت دروازو ته لیږلي  دي.

د ویلو ده چې د طالبانو لخوا جوړیدونکی حکومت او اداره د افغانستان د راتلوونکې او سیمې  امنیت له پلوه خورا اهمیت لري.

که چیرې طالبان په ټوله معنا یو سرپټې او بند رژیم اختیار کړي  دا به افغانستان د جدي  انزوا سره مخامخ کړي. پر افغانستان به د ټولې نړۍ دروازې وتړل شي.

هیواد به د اقتصادي  پلوه هم د چا خبره په صفر کې ضرب کړي.

د ملګروملتونو سازمان د راپورونو له مخې پدې هیواد کې نږدې لس میلیونه تنه چې ډیری ماشومان دي د ولګې سره مخامخ دي. همداشان د ۱۴ میلیونو تنو انسانانو د خوراکي  توکو د امنیت په اړه جدي  اندیښنې او ستونزې شتون لري.

دا د افغانستان د نفوس لویه برخه تشکیلوي. که چیرې طالبان وغواړي چې په یواځې ځان حکومت جوړ کړي  که دا هر ډول حکومت وي دا به طالبان د جدي  ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي.

او که چیرې په واقعیت سره لکه څرنګه چې څرګندونې کوي  او پیغامونه ورکوي په عمل کې هم دا خبره ثابته کړي  دا به ددوې لاس ازاده کړي. افغانستان ته به د نړۍ مرستې راجذب شي. د هیواد دروازې به نړۍ ته پرانیستل شي.

دا به د اقتصادي، سیاسي  او هره پلوه هیواد پياوړی او په خپلو ودروي.

او که چیرې دا کار ونشي  هیواد به د لا یوې خونړۍ کورنۍ جګړې پر لورې لاړ شي.

تیرې ترخې تجربې به یو ځل بیا تکرار شي.



اړوند خبرونه