د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1682442
د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د عرب پسرلي‌ د انقلابونو مخکښ هیواد تونس  په سیمه کې یواځنی هیواد وو چې ډیموکراسي‌ پکې حاکمه وه خو دا هیواد هم نن ورځ  د جدي‌ او ډیر ژور بحران سره مخامخ دی.

د تونس ولسمشر قیس سعید د تیرې يکشنبې د ورځې په شپه د پارلمان ټول صلاحیتونو د یوې میاشتې لپاره وځنډول، د پارلمان د وکیلانو د مسئونیت حقونه يي لرې کړل، موجود منتخب لومړی وزیر المشیشي له دندې ګوښه کړ او وویل چې د نوی لومړی وزیر به وټاکي او اجراییوي‌ صلاحیتونه به هغه ته وسپاري.

د ویلو ده چې په تونس کې د ۲۰۱۱ کال نه راپدیخوا د یاسمین انقلاب نه راپدیخوا د لومړی ځل دی چې دا هیواد پدې اندازه د ستر بحران سره مخامخیږي. خو دا خبره د ورا ښکاره وه چې  دا هیواد به د داسې یو بحران سره مخامخیږي.

د کرونا ویروس د پراخه وبا ناروغۍ  ناسم مدیریت، د عامه خدماتو د کچې ډیر زیات ټیټیدل او خرابیدل، بي کاري‌ او اداري‌ فساد د ادعاګانو له امله په تونس کې د تیرې جنوري‌ د میاشتې راهیسې په یو زیات شمیر ښارونو کې ډیرې پراخه مظاهرې پیل شوې وې.

همداشان د تیرې جنوري‌ میاشتې راهیسې د ولسمشر قیس سعید او لومړي‌ وزیر المشیشي‌ ترمنځه جدي‌ اختلافاتو شتون درلود. ولسمشر سعید د لومړی‌ وزیر لخوا د کورنیو چارو وزیر په ګډون ټاکل شوي‌ ۱۱ تنه وزیران نه تاییدول.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو بڼسټ مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ازونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د تونس ولسمشر قیس سعید چې د حقوقو پروفیسور دی د ۲۰۱۹ کال په نیمايي کې  د ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړی چې پيژندل شوې سیاسي‌ څیره نوه او سیاسي‌ ماضي‌ يي نه درلوده د همدې امله يي د سیاسي‌ ګوندونو سره اړیکې ډیرې ښې نوې او په هره خبره کې به يي مخالفت کولو.

نوموړي‌ چې  تل په تمثیلي‌ ډیموکراسۍ نیوکه کوله او واقعي‌ ډیموکراسۍ نه يي پلوي‌ کوله د ډیرو زیاتو پاپولستو ځانګړتیاو نه برښمند دی.

د تونس ولسمشر غواړي چې ‌ د ټولنې هغه کیتلو  ته ځان  ورسوي‌ چې د پارلماني‌ سیستم سره مخالف دي.

د یادولو وړ ده چې د تیرو څو میاشتو راهیسې په تونس کې مظاهرې دوام لري. د مظاهرو هدف د تونس واکمن د النهضه ګوند وو. مظاهره کوونکو د النهضه ګوند په دفترونو بریدونه کول.

خو اوس ولسمشر سعید بیا د هیواد د مقننه او قضایه قوو ټول صلاحیتونه په خپل لاس کې ونیول او پارلمان چارې وځنډولې. ولسمشر د پوځ په ملاتړ په اصل کې سپینه کودتا وکړه او د هیواد ټول اختیارات يي په خپل لاس کې نیولي‌ دي. هغه ویلي‌ دي‌ چې هیواد به د موجود بد وضعیت نه وژغوري‌ خو اوس نه دا معلومه ده چې دا کار ډیره ګرانه خبره ده.

د تونس ولسمشر سعید ګمان کوي‌ چې ددې کودتا سره به  لکه څرنګه چې په ۲۰۱۳ کې د ترسره شوې کودتا سره کودتاچي‌ رژیم ته د خلیج د هیوادونو نه په میلیونو ډالره مرسته شوې وه او پيسې ماتې شوې وې تونس ته به هم پيسې ماتې شي.

 د یادولو وړ ده چې د یو څه مودې راهیسې متحده عربي‌ اماراتو په تونس کې په ځینو فعالیتونو لاس پورې کړی وو. که چیرې مسئلې ته ددې اړخ نه وکتل شي‌ داسې ښکاري چې تونس هم د خلیج د استبدادي‌ حملې سره مخامخ دی.

د ویلو ده چې د تونس د ولسمشر لخوا د پارلمان د چارو د ځنډولو نه وروسته د پارلمان رئیس او د النهضه د واکمن ګوند مشر الغنوشي‌ د ولسمشر د دې پریکړې نه د حکومت د رانسکورولو  او د اساسي‌ قانون پر خلاف د کودتا په توګه یادونه وکړه. هغه د تونس خلک د ولسمشر ددې کودتا پر خلاف مظاهرو ته راوبلل.

د ولسمشر سعید ددې پریکړو سره په اصل کې تونس ډیموکراسي د جدي‌ ازمایښت سره لاس او ګریوان دی.

پروفیسور یشیل تاش وایي چې د تونس لخوا دا سیاسي‌ کودتا یواځې په تونس کې د ډیموکراسۍ پر خلاف نده بلکې په عربي‌ نړۍ کې د  یواځني‌ هیواد  پر خلاف چې اسلامپالو لخوا  پکې ډیموکراسي‌ تجربه کیږي‌ او په ډیره ښه توګه عملي‌ کیږي‌ هم کودتا ده.

په لیبیا کې کودتاچي‌ جنرال خلیفه حفتر په تونس کې د جولای د ۲۵ مې دا کودتا هم د اخوان المسلمین پورې وتړله.

د یادولو وړ ده چې پدې تیرو وروستیو لسو کلونو کې د النهضه ګوند او الغنوشي په تونس کې یو ډیر متوازن سیاست پر مخ وړی دی.

د النهضه ګوند سره ددې چې په تونس کې واکمن ګوند دی خو د هیواد د یووالي‌ او اتحاد  په خاطر کله د ولسمشر لپاره د نوماند د ټاکلو نه ډډه کړې او کله يي هم د لیبرال  ګوندونو سره د ائتلافي‌ حکومت په جوړولو سره سیکولر ډلو ته ډیر زیات امتیازات ورکړي‌ دي.

حتا په ۲۰۱۶ کال کې په تونس کې اسلامپاله سیاستونو ته نور ځای نشته او ځان يي د ډیموکراټ اسلامپالو په توګه معرفي‌ کړ.

د ویلو ده چې د النهضه ګوند په خپلو لسمه کانګره یا  په ګوندي انتخاباتو کې  د ګوند په منځ کې د سیاست او دین د جلا کولو پریکړه وکړه.

دا بحران په اصل کې یواځې د تونس د ډیموکراسۍ امتحان ندی ددې ترڅنګ د النهضه او الغنوشي‌ لپاره هم یو ډیر مهم امتحان دی.

ترکیې په تونس کې د سیاسي‌ کودتا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود او هر څه ژر يي پدې هیواد کې د ډیموکراسۍ د تاسیس غوښتنه وکړه.

ترکیې په تونس کې د ډیموکراسۍ او د تونس د خلکو نه د ملاتړ اعلان وکړ. خو لویدیځې نړۍ بیا د پخوا په څیر یو ځل بیا پدې  کودتا هم سترګې پټې او غوږونه ټپ کړل. نوموړو یو ځل بیا د لویدیځ ارزښتونه د خپو لاندې کړل.

دې مسئلې په کتو سره دا د ورا ښکاره ده چې ددې اصلي‌ هدف دیموکراسي‌ نه بلکې خپلې ګټې دي. دوې تل خپلو ګټو ته ترجیح ورکوي.

د ویلو ده چې راتلوونکې اونۍ د تونس او شمالي‌ افریقا د سیمې لپاره ډیرې مهمې دي.

په تونس کې د ډیموکراسۍ پر خلاف هر ګام او هر اقدام یواځې پدې هیواد نه بلکې پر سیمې منفي‌ اغیزې کوي. ددې هیواد د ستونزو یواځنۍ حل لاره د دیموکراسۍ نه ډیره قوي‌ دفاع او ساتنه ده.



اړوند خبرونه