ملت ته په خطاب کې د ولسمشر اردوغان وینا

ولسمشر اردوغان : زمونږ د هیواد دښمنان به هیڅکله هم خپلو شومو موخو ته نایل نشي.

1676568
ملت ته په خطاب کې د ولسمشر اردوغان وینا

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګري‌ سازمان لخوا د ترسره شوي‌ کودتا د تشبث د پنځمې کلیزې په مناسبت ملت ته په خطاب کې په خپله وینا کې وویل ” زمونږ د ملت هر وګړی چې هر کله دا ستر خیانت په یادوي چې تر اوسه پورې ساری لیدل شوی ندی ، هغوې به  لا په قوي‌ توګه د استقلال او استقبال  مبارزې ته غیږ ورکړي.“

ولسمشر اردوغان وویل ” د کودتا دا تشبث  چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې نیټې د ماښام په ساعتونو کې پیل شو او زمونږ د ملت د خپو لاندې  په سبا ورځ پایته ورسید، دا زمونږ په تاریخ کې د عبرت نه ډکې یوې پيښې په توګه ثبت شوې ده.  زمونږ د ملت د راتلوونکو نسلونو هر وګړی چې هر کله دا ستر خیانت په یادوي چې تر اوسه پورې ساری لیدل شوی ندی ، هغوې به  لا په قوي‌ توګه د استقلال او استقبال  مبارزې ته غیږ ورکړي.“

ولسمشر اردوغان د جولای ۱۵ مه په ترکیه کې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي‌ د ورځ په مناسبت د جوړو شوو پروګرامونو په چوکاټ کې ملت ته په خطاب کې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان خپله وینا عزیز ملت ته د نیکو احتراماتو او سلام په وړاندې کولو پيل کړه.

ولسمشر اردوغان وویل " نن ورځ زمونږ د دولت او ملت په مقابل کې د ترسره شوي‌ تر ټولو د ذلیلو او پستو بریدونو او ددې په مقابل کې د ملت لخوا د ښودل شوي  تر ټولو د  ویاړلي‌ او ستر مقامت  پنځمه کلیزه ده. غواړم خپله وینا د دې شپې ۲۵۱ تنو شهیدانو روح ته په دعاء چې د بدر د زمریانو په څیر لکه د ګلانو بڼ ته چې داخلیږي‌ پدې ډول خپل خوږ ژوند فدا کړ پيل کړم.

زمونږ د هر شهید د ژوند کیسه چې یو جلا داستان دی، دوې اغیارو او دښمنانو ته چې زمونږ د ملت لپاره يي کفن پرې کړی وو ، داسې د قهرمانۍ  او اتلولۍ درس ورکړ که وغواړو چې  ددوې دا قهرماني‌ په تاریخ کې خښه  کړو ، نو ځای به نشي.

د پيغمبرۍ د مقام نه وروسته تر ټولو عالي ‌ د شهادت مرتبې ته د رسیدلو دې شهیدانو د وفا پور ، د هغوې نه پاتې امانتونو  په ساتنې سره مونږ ادا کولی شو."

زمونږ د هیواد او ملت پر خلاف ترسره شوی دا ستر خیانت به مونږ هیڅکله هم هیر نکړو.

همداشان د خپلو ټولو ورونو او خویندو نه ،د ځوان نه تر زوړه، د زده کوونکې نه تر ښوونکې، د کار فرما نه تر کارګره، د مامور نه تر دوکانداره  د هیواد د هر وګړي‌ نه چې د کودتاچیانو په مقابل کې خپل ځان سپر کړی او  د هغوې مخنیوی کړی او د هیواد په مقابل کې د خپلې مور ، یار ، اولاد او حتا د خپل سر نه تیر شوی او د غازي‌ ویاړلي‌ مرتبې ته رسیدلی د زړه له کومې مننه کوم.

 د استقلال سره زمونږ د ملت مینه، د ازادۍ سمبول زمونږ دا څپانده بیرغ او هیواد د هرې منارې نه اوچتیدونکی د اذان غږ دې شاهد وي چې زمونږ د هیواد او ملت سره ترسره شوی دا ستر خیانت به هیڅکله هیر نکړو. لکه څرنګه چې تر ننه پورې مو د نیولو  او تثبت کړو دې خائینینو نه حساب پوښتلی ددینه وروسته به حساب پوښتلو ته دوام ورکړو. د قیامت تر ورځ به زمونږ لاس او ددوې ګریوان وي.

درنو خویندو او ورونو !

زمونږ هیواد د جمهوریت د تاریخ په اوږدو کې البته چې  د یو زیات شمیر کودتاګانو، کودتا تشبثونو، د دولت او حکومت ضد اقداماتو او ترهګریزو بریدونو شاهدي‌ کړې ده. خو د هغه شپې پيښو مونږ ته  دا خائینین چې د خپل دولت ، خپل ملت او خپلو انسانانو پر لورې د ټوپک میلونه رااړولي‌ وو او د بې ګناه انسانانو وینې تویولې دوې څه ډول د نړۍ تر ټولو په  بدو مخلوقاتو بدلیدلی شي‌ وښودله.

په اصل کې د ملت جوړونې د اصلي‌ عناصرو نه یو په تاریخ کې دا ډول د وینو په بدل کې  ګټل شوي‌ ستر بریالیتوبونه دي. مونږ ټول پدې ډیر ښه پوهیږو چې د تاریخ په اوږدو کې تل د لوړو او ژورو سره مخامخ شوي‌ یو، د چا خبره زمونږ هره ورځ  د مبارزې سره تیریږي. نن ورځ مونږ پدې جغرافیه کې د وطن جوړولو چې د نړۍ د هر هیواد او هرې ټولنې ورته سترګې دي‌ بدل پرې کوو.

که چیرې په تیرو یوې یا دوو پيړیو کې شاوخوا  کې رامنځته شوو پيښو ته دقت وکړو مونږ ددې بدل ثمره د خپل یووالي، اتحاد، ورورولۍ، پیوستون  او د دولت د روښانه راتلوونکې د ژغورولو سره بیرته ترلاسه کړې ده .

 که چیرې تیرو ۸ کلونو کې پر ترکیې د مختلفو نومونو او څیرو لاندې بریدونو ته لنډه کتنه وکړو دا پخپله د ترکیې لخوا د وطن نه د دفاع او ساتنې په برخه کې د روانې قوي‌ مبارزې ښکارندويي کوي. د پي کاکا نه نیولې تر داعش او فتو ترهګریز سازمانه پورې مختلفو ترهګرو سازمانونو د مختلفو نومونو او څیرو لاندې د ترکیې پر خلاف مختلفې سناریو ګانې ازمایل شوي‌ دي. د ترکیې د ازادۍ او خپلواکۍ دښمنانو غوښتل چې د خپلو شومو پلانونو په عملي‌ کولو سره ترکیه په ګونډو  ، زمونږ ملت اسیر  او زمونږ خاوره تالان کړي. همداشان په هر پلاټ فورم کې د ترکیې پر خلاف رامنځته شوې سناریوګانې د ترکیې پر خلاف د دوه مخي چلند یوه بله ښکاره بیلګه ده.

همداشان د زرګونو او لسګونو زره کیلومتره لرې  پرتو سیمو نه د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په بهانه زمونږ سیمې ته راغلو‌ او سیمه په وینو لړونکو په اصل کې د میلیونونو تنو انسانانو روښانه راتلوونکی تورتم کړی دی. دوی غوښتل چې په ورته ډول د ترکیې روښانه راتلوونکی هم تورتم کړي‌ خو خپلو شومو موخو ته ونه رسیدل.

همداشان ځیني‌ برخې چې فکر کوي‌ چې د خپل ارامۍ او امنیت په خاطر زمونږ د هیواد نه د سپر یا ډال په توګه استفاده کوي‌ په اصل کې هغوې غلط فکر کوي. دوی پدې نه پوهیږي‌ چې ترکیه د خپل ستر مدنیت او تاریخي‌ میراث نه ساتنه کوي.

په سیمه کې د سولې ، ثبات، امنیت، استقرار، او هوساینې د ټینګښت په برخه کې  زمونږ هلې ځلې او فداکارۍ په اصل کې د سترې او لا پیاوړې ترکیې د جوړولو په لاره کې قیام ته زمونږ د پاڅیدو د خپو غږونه دي.

هغه برخو چې د ګیزي‌ د پيښو سره غوښتل چې زمونږ د ټولنو ترمنځه واټن رامنځته کړي‌ او په هیواد کې درزونه رامنځته کړي‌ په اصل کې دوی زمونږ وجود ته د یووالي او اتحاد واکسین ترزیق کړ.

هغه برخو چې غوښتل د کودتا د تشبث سره زمونږ د ملت ازاده اراده د خپو لاندې کړي‌ او زمونږ هیواد اسیر کړي یواځې پدې نه پوهیدل چې دا ډول اقدامات زمونږ هیواد لا پسې پیاوړې او او مضبوطوي . زمونږ د هیواد د زرګونو کلونو د زنځیر حلقه لا پسې پیاوړي کوي او زمونږ هیوادوال لا پسې یو موټی کوي.

هغه برخې چې غواړي‌ چې ترهګریزو بریدونو سره مونږ تهدید کړي‌ لومړی پدې باید ځان پوه کړي‌ چې ددوې دا ډول بې ځایه هلې ځلې زمونږ ترمنځه اتحاد او اتفاق لا پسې ټینګوي.

هغه برخې چې د ختیځ نه تر لویدیځ او د شمال نه تر جنوبه د هر پلو سره زمونږ د اړیکو د  پرې  کولو هڅه يي کوله پدې نه پوهیدل چې دوې د ټولو سره زمونږ د لا قوي‌ او پیاوړو اړیکو د جوړولو وسیله ګرځیدلي‌ دي. دوې پدې نه پوهیدل چې مونږ د ټولو سره د زړه له تله ډیرې قوي‌ اړیکې لرو. دوې پدې نه پوهیدل چې مونږ حق او عدالت یواځې د ځان لپاره نه بلکې د ټول بشریت لپاره غواړو. ددوې په څیر  سیاسي‌ ریاکاري‌ نه کوو. ددوې دا ناکامه هلې ځلې په اصل کې مونږ نه نور هم د مظلومینو د حق نه دفاع کولو او د هغوې پر غږ بدلوي.

د ویلو ده  چې مونږ ټولې نړۍ ته دا خبره په اصل کې د جولای د ۱۵ مې د کودتا په شپه په ډیره ښه توګه بیان کړه.  د جولای د ۱۵ د کودتا په شپه زمونږ په ملت په تشو لاسونو د نړۍ تر ټولو د مدرنو وسلو په مقابل کې غږ اوچت کړ او په تشو لاسونو يي کودتاچیان ناکامه کړل.

په تشو لاسونو يي د کودتاچیانو مخه ونیوله. خپلې سینې د هغوې د مدرنو وسلو میلونو ته سپر کړې. د هغوې د ټانکونو مخې ته د پریوتو سره  هغوې او ټولې نړۍ ته د ملت ، اتحاد او اتفاق طاقت وښود.

د ویلو ده ترکیه څه چې د ځان لپاره غواړي‌ هغه د ټولې جغرافیې لپاره ، د ټولو دوستانو او د ټول بشریت لپاره هم غواړي. دا چې مونږ  دا خبره یواځې تش په خوله نه بلکې  په عمل کې هم ثابته کړې ده د همدې امله زمونږ غږ ته د نړۍ په هر ګوټ کې لبیک ویل کیږي. هر سړی راته درناوی کوي. مونږ دا خبره پرون په سوریه کې په عمل کې ثابته کړه ، په لیبیا کې مو ثابته کړه، په قره باغ کې مو ثابته کړه او سبا به يي انشاالله چې په افغانستان کې ثابته کړو. په نورو سیمو کې به هم د پوره اخلاص او حسن نیت سره د خپلو ورونو ترڅنګ ودریږو.

د جولای په ۱۵ مه زمونږ ملت یواځې د خپل استقلال او استقبال نه ساتنه ونکړه بلکې ددې ترځنګ زمونږ ددې ستر لید لوري‌ نه یي دفاع وکړه. دا ورځ زمونږ ددې سر لیدلوري‌ سمبول هم ده.

البته چې دا خبره هم د هغه چا لپاره چې د اوریدو لپاره غوږونه ، د لیدو لپاره سترګې، د ویلو لپاره ژبه، د درکولو لپاره ذهن او د ټپیدو لپاره زړه  ولري‌ د منلو وړ ده .

د الله تعالی ډیر زیات د شکر ځای دی چې ملت پر مونږ پوره باور لري او مونږ ته استقامت ښايي. زمونږ سره په ګډه حرکت کوي.

د همدې امله مونږ هغه غلیمانو او اغیارو ته چې زمونږ د هیواد او ملت د اسارت خوب ویني‌ وایو چې ترکیه یوه پیړۍ مخکې هم  صعب العبور وه او نن ورځ‌ صعب العبور ده.

د همدې امله مونږ د خپل هیواد پر پټو او ښکاره دښمنانو غږ کوو چې هیڅکله به هم خپلو شومو موخو ته ونه رسیږۍ. هیڅکله به هم بریالي‌ نشۍ. پرون بریالي‌ شوي نه یاست، نن بریالي‌ کیدای نشۍ او انشاالله چې سبا به هم بریالي‌ نشۍ. د لوی او پياوړې ترکیې د جوړښت مخه نیولی نشۍ. زمونږ د ودې او پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړولې نشۍ.

دا چې څوک د چا سره په ګډه او د چا په پل پل ږدي‌ دا د هغوې کار دی خو زمونږ استقامت معلوم دی. زمونږ یواځنی استقامت زمونږ ملت دی. زمونږ د لارې ملګري‌ د مالازګیرټ نه نیولې تر استانبول د فتحې ، د چناق قلعه نه نیولې تر خپلواکۍ د جګړې ، د قبرس د عملیاتو نه نیولې د جولای د ۱۵ مې د کودتا د شهیدانو پورې ټول شهیدان دي.

زمونږ ملګري د خپل ځان  په قیمت ددې هیواد د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوونکي‌ زمونږ غازیان دي. زمونږ د لارې ملګري‌ زمونږ د سپین ږیرو نیکونو او پلرونو، د انا  او میندو دعاګانې دي. زمونږ د لارې ملګري‌ د نړۍ د هغه مظلومینو هیلې او امیدونه دي‌ چې سترګې مونږ ته راوښتي‌ او زړونه يي زمونږ سره ټپیږي.

زمونږ د لارې ملګري‌ او امیدونه زمونږ ځوانان او زمونږ ماشومان دي.

لکه څرنګه چې هاني‌ ارشيمت ویلي دي‌ " ماته  یو وزن اوچتوونکی راکړۍ چې زه درته دنیا  وښوروم. " مونږ وایو چې د خپل دې ستر ملت پر ملاتړ ټول جهان درته ښوروو. په ټول جهان درته حکم کوو او په ټول جهان خپل غږ اورو. الله تبارک و تعالی دې زمونږ یار او مددګار وي.

الله تبارک وتعالی دې زمونږ ملت او هیواد یو ځل بیا د جولای د ۱۵ د خیانت په څیر په اهانتونو او خیانتونو نه امتحانوي. الله تبارک وتعالی دې زمونږ ملت او هیواد په خپل حفظ او امان کې وساتي . الله تبارک و تعالی دې زمونږ ټول کارونه اسانه کړي او زمونږ دې خپل هدفونو ته نایل کړي.

همداشان مخکې د مخکې نه خپلو ټولو هیوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر د رارسیدو له امله د زړه له کومې مبارکي وایم. الله تبارک و تعالی دې ددې سپڅلو او مبارکو ورځو په حرمت زمونږ د ملت ، ټولو مسلمانانو او ټول بشریت ته ښیګڼې په نصیب کړي.



اړوند خبرونه