د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي‌ یووالي‌ ورځ

د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي‌ یووالي‌ ورځ

1675741
د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي‌ یووالي‌ ورځ

 

نن د جولای ۱۵ مه نیټه ده چې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې د فتو ترهګري‌ سازمان لخوا د ترسره شوي‌ کودتا د تشبث د مخنیوي د پنځمې کلیزې  سره سمون خوري. د نن نه پوره پنځه کاله مخکې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه ترکیې د فتح الله ګولن ترهګري سازمان لخوا د پلان شوي‌ شومې کودتا  شاهدي‌ وکړه. د فتو ترهګري‌ سازمان د  ترکیې د پیاوړي‌ وسله وال پوځ په منځ کې د خپلو نفوذي کسانو په وسیله د ترکیې د دولت او دولتي‌ ارزښتونو  پر خلاف خائنانه بریدونه پیل کړل.

د ترکیې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ او د ملي‌ شورا پر ودانۍ هوايي‌ بریدونه وکړل. همداشان کودتاچیانو د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون په ګډون یو زیات شمیر دولتي‌ ادارې اشغال کړې او د اشغالولو تشبث يي وکړ.

د انقرې او استانبول په ښارونو کې  په  وطنپالو ،  په ازادۍ  او دیموکراسۍ مینو هیوادوال د جنګي‌ الوتکو او ټانکونو سره بریدونه وکړل.

د ترکیې په وطن، ازادۍ او ډیموکراسۍ مینو خلکو ددې ټولو تهدیدونو سره سره د کودتاچیانو په مقابل کې غږ اوچت کړ او د خپل خوږ ژوند په بدل کې د وطن نه دفاع وکړه.

همداشان د ترکیې د خلکو د ازادو رایو سره ټاکل شوي‌ منتخب ولسمشر رجب طیب اردوغان هیوادوال د کودتاچیانو پر خلاف لارو او سړکانو ته راوبلل. هیوادوالو د خپلو ازادو رایو سره د ټاکلي‌ منتخب ولسمشر بلنې ته د لبیک په ویلو او خپل سرونه په لاس کې د نیولو سره د کودتاچیانو په مقابل کې لارو او سړکانو ته راووتل.

د کودتاچیانو د ټانکونو مخې ته يي ځانونه واچول او د هغوې د پرمختګ مخه يي ونیوله. کودتاچیانو پر هیوادوالو د چورلکو نه ډزې وکړې خو ددې سره سره هیوادوال په شا نشول.

پدې شپه ټوله ترکیه یو موټی شوې وه او د نړۍ په تاریخ کې د یو بې ساري‌ مقامت سره د کودتاچیانو په مقابل کې ودریدل او د خپل هیواد ، دیموکراسۍ او ملي‌ ارزښتونو نه يي دفاع وکړه.

د ترکیې دولت بالاخره د خپل پیاوړي‌ ملت په مرسته د کودتا د تشبث مخه ونیوله او دا کودتا يي ناکامه کړه.

د ویلو ده چې  د کودتا پدې تشبث کې  زمونږ ۲۵۱ تنه په وطن ، ډیموکراسۍ، ازادۍ ، ملي‌ یووالي او ملي‌ ارزښتونو مین هیوادوال په شهادت ورسیدل او په سلګونو تنه نور غازیان شول.

په ترکیه کې د جولای ۱۵ مه نیټه د ډیموکراسۍ او ملي یووالي‌ په سمبول بدله شوه.

مونږ د خپلو ټولو شهیدانو او غازیانو نه په ډیر درناوي‌ سره یادونه کوو. د ټولو شهیدانو روح  دې ښاد او یاد دې تل پاتی وي.



اړوند خبرونه