ایا تاسې پدې پوهیدۍ
ایا تاسې پدې پوهیدۍ

ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې د ترکیې د دیاربکر ولایت د هوسل د باغونو په نامه په سیمه کې د نږدې ۸ زره کلونو راهیسې کر کلی کیږي؟
د دیاربکر ولایت د هوسل باغونو سیمه د نوموړي ولایت په سویل ختیځ کې د تاریخي دیوارونو او دیجله سیند ترمنځه تر ټولو پر برکته او حاصل خیزه نږدې ۷۰۰ زره هکټاره سیمه ده.
پدې سیمه کې چې د اوبو په لمن کې پرته ده یو زیات شمیر د ډول ډول میوو باغونه او ډیرې قوي حاصل خیزې مځکې شتون لري. د ویلو ده چې پدې سیمه کې د نږدې ۸ زره کلونو راهیسې کر کلی کیږي. دا سیمه د زرګونو کلونو راهیسې د دیاربکر ولایت او شاوخوا ښارونو د میوې او سبو اړتیاوې پوره کوي.
پدې سیمه کې چې ډیر زیات ډولونه د میوې ونو سربیره د ډول ډول سبو بوټي شتون لري. دا سیمه د میوو او سبو د ډولونو له پلوه د بډاینې سربیره په سویل ختیځ اناتولیا سیمه کې د مرغانو د جنت په توګه هم یادیږي.
دا سیمه د نږدې ۱۸۰ ډولونو مرغانو کوربه توب کوي. همداشان دا سیمه د یو زیات شمیر تي لرونکو حیواناتو سره هم شهرت لري.
په ۲۰۱۳ کال کې د ملګروملتونو سازمان د تاریخي میراثونو په لست کې د دیاربکر ولایت دیوارونو د داخلولو نه وروسته په ۲۰۱۵ کال کې د هوسل باغونونو سیمه هم د تاریخي میراثونو په لست کې شامل کړه.