د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1672263
د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

پداسې حال کې چې په امریکا کې بایدن واکمنۍ ته د رسیدو سره د ایران او امریکا په اړیکو کې د یوې مثبتې هوا او اړیکو کې د نرموالي  تمه کیده د اټومي  مذاکراتو د بهیر د ډبیدو سره د چا خبره دواړه هیوادونه د یو بل سره په جګړه کې ښکیل شوي دي . په ځانګړې توګه په سوریه کې د ایران نیابتي  ځواکونو پر امریکايي هدفونو د بریدونو کچه لوړه کړې ده چې ددې په مقابل کې امریکا هم  په مستقیم توګه پر ایراني ځواکونو هوايي بریدونه او بمبارۍ پیل کړي دي.

دې خبرې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا زیات خړیدو او په ځانګړې توګه په سوریه کې د مخامخ جګړې  احتمال ډیر لوړ کړی دی.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي  او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ څیړونکي  جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي  چې ستاسې پام ورته رااړوم.

جان اجون وايي چې د ډونلد ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې د ایران په قبال کې  امریکا سیاست د فشارونو ډک یو سیاست وو او دا هیواد د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیات د فشار لاندې راوستو. ټرمپ بالاخره ایران د یو جدي  انزوا سره مخامخ کړی وو او ډیر سخت بندیزونه يي پرې لګولي  وو.

د ټرمپ حکومت لومړی د ایران سره د اوباما په دوره کې د لاسلیک شوي  اټومي تړون نه خارج شو او وروسته يي پدې هیواد د حلقې په تنګولو پيل وکړ. ټرمپ حکومت حتا ایران د داسې فشار لاندې نیولی وو چې دې هیواد یو بیلر تیل هم په بهر پلورلی نشو.

د ټرمپ حکومت د یو پلو پر ایران ډیر سخت اقتصادي  بندیزونه لګولي وو او د بله پلوه يي په ځانګړې توګه په عراق، سوریې او یمن کې د ایران ضد ځواکونو نه ملاتړ کولو. ددې ترڅنګ يي د ایران د اصلي  دښمن اسرائیل او خلیج هیوادونو ترمنځه د اړیکو د نورمالولو په اړه ډیر مهم ګامونه اوچت کړل. د ایران په مقابل کې یو ستر ائتلاف جوړ کړ.

همداشان د ایران د قدس د ځواکونو عمومي  قومندان قاسم سلیماني  د وژلو سره يي ایران یو ډیر ستر ګوزار وکړ. د قاسم سلیماني  وژلو ایران او امریکا ښکر او ښکر کړل او د چا خبره د مخامخ جګړې درشل ته يي سره راوستل.

خو په امریکا کې د ټرمپ د واکمنۍ د پایته رسیدو او جو بایدن قدرت ته د رسیدو سره سم پر ایران یو اندازه فشارونه کم شول. امریکا د ایران په قبال کې خپل سیاستونه یو اندازه نرم کړ.

همداشان بایدن د ایران سره له سره اټومي  مذاکرات پیل کړل او د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شوه.

امریکا په یمن کې هم د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف نه خپل ملاتړ پایته ورسو او د حوثي یاغیانو نوم يي د تور لست نه وویسته. دې پرمختګونو د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو لا مثبتې اغیزې وکړې.

ددې ټولو سره سره پدې وروستیو کې دواړو هیوادونو د اټومي مذاکراتو په برخه کې په خپلو خبرو ټینګار او یو بل ته د خودګذرۍ نه کولو د چا خبره د مذاکراتو بهیر ټکنی کړی دی. د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې حاکمه شوې مثبته او د پسرلي  هوا په کلاره کلاره د ژمي  په سړې هوا بدله شوې ده .

ځیني  شننونکي  پدې اند دي چې ددې خبرې لامل د اسرائیل او خلیج هیوادونو قوي لابي  فعالیتونه دي.

د ویلو ده چې ددې پرمختګونو نه وروسته امریکا او ایران په عراق او سوریه کې د چا خبره د یو بل سره ښکر په ښکر شوي دي. پدې هیوادونو کې ددوې ترمنځه د ځواک او طاقت مبارزه پیل شوې ده .

په سوریه او عراق کې د ایران نیابتي ځواکونو حشد شعبي د امریکا پر پوځي  هډو او لوژستیکي  مراکزونو په بریدونو لاس پورې کړ.

حشد شعبي ځواکونه په ځانګړې توګه په عراق کې د امریکا پر هدفونو وخت نا وخته بریدونه کوي. د ویلو ده چې یواځې د تیرې یوې اونۍ په دننه کې د امریکا پر هدفونو څو جلا جلا بریدونه شوي دي.

لومړی د عراق د الانبار په ښار کې د امریکايي ځواکونو د عین الاسد پر پوځي هډې د توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو سره برید وشو چې ورپسې سم په بغداد کې د امریکا پر سفارت د انتحاري ډرون الوتکو سره د برید هڅه وشوه.

همداشان وروسته د عراق په شمال کې د اربیل په نړۍوال هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د توغندیو او ډرون سره بریدونه وکړل.

همداشان امریکا متحده ایالتونو هم لنډه موده مخکې  د سوریې او عراق په پولو کې د ایران پلوه ځواکونو په یو زیات شمیر هډو هوايي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ځاني زیانونه هم رامنځته شول.

امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ دا بریدونه د ولسمشر جو بایدن په امر ترسره شوي دي.

ددې بریدونو نه وروسته شیعه ملیشو د سوریې په ختيځ کې د العمر د نفتو د کوهیانو په سیمه کې د امریکا پر پوځي  هډې د انتحاري  ډرون الوتکو سره بریدونه ترسره کړل. ددې په مقابل کې امریکا د ابو کمال په سیمه کې د شیعه ملیشو پر قرارګاه بریدونه وکړل.

اوس اصلي خبره داده چې ایا ایران او امریکا به د نښتو کچې لوړه کړي او که نه؟ پداسې حال کې چې دواړه خواوې د اټومي مذاکراتو په ترڅ کې غواړي چې لاس بري شي  خو د جګړې په ډګر کې هم خپل قوت او طاقت ښايي.

خو د خواشینۍ خبره خو داده چې ددوې ددې نیابتي  جګړو بدل د سوریې او عراق په څیر هیوادونه پرې کوي.

د بله پلوه په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځه نیابتي جګړه پداسې حال کې زور اخلي  چې امریکا په خپله خوښه غواړي د منځني ختيځ نه ووځي. همداشان د منځني ختيځ نه د امریکا د شاته کیدو مسلې ایران ته لږ جسارت هم ورکړی دی.



اړوند خبرونه