د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د ترکیې ډرون ټکنالوژۍ او په نړۍ کې انعکاساتو ته لنډه کتنه کوو.

1651425
د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د ویلو ده چې د ترکیې لخوا په پولنډ د ۲۴ عدده په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي‌ ۲ ډرون الوتکو پلورولو یو ځل بیا د ټولې نړۍ پام ترکیې ته رااړولی دی.

 ترکیې په قطر، لیبیا، اوکراین او اذربایجان  نه وروسته داځل د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په غړي‌ هیواد پولنډ بې پيلوټه الوتکې وپلورلې . دا لومړی ځل دی چې ترکیه د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په یو غړي‌ هیواد الوتکې پلورلي . همداشان په نړۍ کې د ترکیې ساخت د بې وسلو او په وسلو سمبال ډرون الوتکو په اړه لیوالتیا د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده .

د پولنډ لخوا د ترکیې ساخت د بې پیلوټه الوتکو انتخاب څو لاملونه لري  او سببونه لري.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څيړونو بڼسټ لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور یشیل تاش وايي چې د هر څه نه مخکې باید ووایو چې په نړۍواله کچه د ترکیې بې پيلوټه الوتکو په اړه لیوالتیا د ترکیې لخوا په جګړو او محاربو کې ددې  الوتکو نه په ډیره ښه توګه استفاده کول او ددې الوتکو لوړ کیفیت او توان دی. دې مسئلې  د یو زیات شمیر هیوادونو پام د وسلو په نړۍوال بازار کې چې ډیر قوي‌ رقابت دوام لري‌ د ترکیې پر لورې رااړولی دی.

ترکیې ددې الوتکو نه لومړی په سوریه وروسته په لیبیا او بیا  د  قره باغ  په جګړه کې وازمایلې   دلته ترلاسه کړو بریالتوبونو په نړۍواله کچه د ترکیې دفاعي‌ صنایع او ډرون ټکنالوژي ډیرې لوړې سویې ته ورسوله.

د ویلو ده چې په ځانګړې توګه د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د قره باغ په جګړه کې د ترکیې ساخت بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال الوتکو په مقابل کې  د روسیې دفاعي‌ سیستم چې په نړۍ کې د ډیر لوړ قابلیت او توان سره نوم لري‌  عاجز پاتې وشو. دې مسئلې حتا د پوځونو په دوکتورین کې نوو بحثونو ته لار پرانیسته.

د ویلو ده چې د ترکیې د  بې وسلو او په وسلو سمبال ډرون الوتکو  نه یواځې د کشف ، نظارت او استخباراتو د راټولو په  ماموریت کې نه بلکې  د دښمن اهدافو د لمنځه وړو ، دفاعي‌ سیستمونو د فشار لاندې راوستو  او دښمن د زغروالو ځواکونو د لمنځه وړو په برخه کې هم ډیر په بریالي‌ توګه کار اخیستل کیږي. همداشان د دښمن دفاعي‌ سیستمونه هم ددې الوتکو د لمنځه وړو په برخه کې عاجز دي.

د ویلو ده چې په نړۍوالو بازارونو او دفاعي‌ صنایع کې د ترکیې د ډرون الوتکو د انتخابولو بل مهم لامل او ټولو ته جذابیت د بیې ټیټوالی او د رانیولو په برخه کې د خنډونو نشتوالی دی.

د ویلو ده چې د ناټو سازمان غړي‌ هیوادونه ډیری  د امریکا ساخت د بې وسلو او په وسلو سمبال الوتکو او سیستمونو نه کار اخلي. د امریکا ساخت سیستم پکې حاکم دی. امریکا بیا پخپله د داسو پرمختللو ډرون الوتکو نه استفاده کوي‌ چې یواځې د خپل ځان لپاره جوړوي او د قیمت له پلوه هم ډیر ګرانبیه دي.

همداشان بل خنډ د امریکا د قوانینو له مخې ددې ډول ټکنالوژۍ د صادراتو پر وړاندې جدي‌ کنټرول او خنډونه دي. امریکا نه د وسلو اخیستل یو ډیره اوږده پروسه لري. د همدې امله ډیری هیوادونه دې جنجالونو ته زړه نه ښه کوي.

ددې په مقابل کې بیا د ترکیې ډرون ټکنالوژي‌ هم د قیمت پلوه مناسب دي‌ او هم د امریکا په څیر خنډونه نلري.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې لخوا پر پولنډ د بې پیلوټه الوتکو پلورل او دې هیواد ته ددې ټکنالوژۍ ورکول یواځې د اقتصاذي‌ پلوه نه بلکې د یو زیات شمیر نورو لاملونو له امله هم ځانګړی اهمیت لري. د هر څه نه مخکې پولنډ د ناټو سازمان یو غړی هیواد دی. دا تړون د ترکیې او پولنډ ترمنځه د اړیکو د ودې ترڅنګ د ناټو په سازمان کې هم  د ترکیې او پولنډ د اړیکو د لا زیات ودې لامل ګرځي.

همداشان بل مهم فکټور او پر پولنډ باندې ددې الوتکو د پلورلو اهمیت  پولنډ هم د اوکراین په څیر د روسیې د سخت تهدید سره مخامخیدل دي. د اوکراین نه وروسته پر پولنډ ددې الوتکو پلورل هم د روسیې د سیاستونو پر خلاف د یوې متقابلې حملې او یا ځواب په څیر دي. د همدې امله د ترکیې  سره د ګاونډیو او متحدو هیوادونو شمیرې لوړیدل او په سیمه کې د ترکیې د دوستانو زیاتیدل ددې په معنا دي‌ چې د روسیې اغیزې دومره ندي‌ لکه څومره چې په اړه فکر کیږي.

سره ددې چې روسیه پدې برخه کې پر ترکیې نیوکې او انتقادات کوي‌ خو ترکیه پدې ټولو سترګې پټوي‌ او خپلې لارې ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه