د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې روانې مبارزې ته لنډه کتنه کوو.

1647106
د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

ترکیې د عراق په شمال کې د پي کا کا ترهګري سازمان پر خلاف  پیل کړي‌ پوځي‌ عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري. پدې عملیاتو کې تر اوسه پورې د پي‌ کا کا ترهګري‌ سازمان د څه باندې ۱۵۰ تنو غړیو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ شوی دی.

همداشان تمه کیږي‌ چې د ترکیې وسله والو ځواکونه د اوړي‌ د میاشتو د رارسیدو سره سم په سیمه کې د روانو عملیاتو ساحه لا پسې پراخه کړي. پداسې حال کې چې د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد په دننه کې هم ترهګرو ته د ساه اخیستو فرصت نه ورکوي‌ او د هیواد په کچه د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي‌ د ترکیې ملي‌ استخبارات بیا د هیواد بهر د ترهګرو مشرتابه او مشرانو د تصفېه کولو په خاطر ځانګړي‌ عملیات ترسره کوي.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څيړونو بڼسټ څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې‌ په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ترکیې چې د خپل دفاعي دوکتورین له مخې د اوږدې مودې راهیسې په دفاعي‌ حالت کې قرار درلود د یو څه مودې راهیسې په تعرض پیل کړی دی. ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه او عراق کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان د ریښو د وچولو په خاطر په حرکت پيل کړی دی. ددې ترڅنګ پخپله په ترکیه کې هم  د هیواد په کچه  د ترهګرو پر خلاف عملیات دوام لري. ترهګرو ته د ساه اخیستو فرصت نه ورکول کیږي‌ او د سختو فشارونو لاندې نیول شوي‌ دي.

همداشان په عینې وخت کې د  هیواد دننه او بهر  د ترهګرو د هډو ، پټنځایونو  او د تجمع مرکزونو پر خلاف عملیات ترسره کیږي.

د همدې عملیاتو له امله د چاخبره د هیواد دننه او بهر د پي کا کا ترهګري‌ سازمان فعالیت او ورانکارانه اقداماتو ظرفیت له منځه وړل شوی دی. ویل کیږي‌ په ترکیه کې د ترهګرو شمیره شاوخوا ۲۵۰ تنو ته راټیټه شوې د ه.

همداشان د ترهګرۍ پر خلاف د روانې مبارزې  په چوکاټ کې د هرې ورځې په تیریدو سره لا ترهګر ضعیفه کیږي‌ او لا زیات يي ظرفیت له منځه وړل کیږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د وینا له مخې په ترکیه کې د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان د جلب او جذب پروګرام د روانو عملیاتو له برکته صفر شوی دی. دا ددې په معنا ده چې د هر ترهګري‌ د لمنځه وړو سره ترهګر د هغه ځای ټکولی نشي. د هغه ځای په همدې شان تش پاتې کیږي.

نوي‌ ترهګرو ددې سازمان سره د ګډون کولای نشي.

د یو پلو نه د ترکیې وسله وال ځواکونه پخپله د ترکیې سربیره په عراق او سوریه کې د پي کا کا ترهګري سازمان د هډو، پتڼځایونو او تجمع مرکزونو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي‌ د بله پلوه د ترکیې د ملي‌ استخباراتو اداره ددې ترهګري‌ سازمان د مشرتابه او مشرانو د لمنخه وړو په لاره کې ډیر مهم ګامونه اوچتوي او یو یو له منځه وړي.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې د نوي‌ دفاعي‌ پروګرام له مخې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې په سلګونو تنه ترهګر له منځه شوي دي. ددوې په منځ کې ددې ترهګري‌ سازمان ډیرې مهمې او مطرح څیرې هم شتون لري.

د ترکیې امنیتي‌ ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان یوه ډیره مهمه څیره او جګپوړی چارواکی صوفي‌ نورالدین چې په سوریه کې ددې ترهګري‌ سازمان د څانګو مشري‌ په غاړه درلوده له منځه یوړ. همداشان په دوهوک او ګارا ترڅنګ هم په سیمه کې ۴ تنه نور مهم ترهګر په سیمه کې د انساني‌ استخباراتو او په هوا کې د ډرون الوتکو د استخباراتو په همغږۍ کې له منځه یوړل شول.

د ویلو ده چې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان مشرتابه د چا خبره د لمنځه تلو سره مخامخ دی خو ددې سره سره د صوفي‌ نورالدین په څیر د مهمو ترهګرو وژل د امنیتي‌ ځواکونو د مورال له پلوه هم ځانګړی اهمیت لري.

ترکیې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان پر خلاف په روانه مبارزه کې تر ننه پورې تر ټولو زیات او ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

ترکیه نن ورځ همه وسلو  د قوي سیاسي‌ ارادې او عزم او هم  د وسله والو ځواکونو او ملي‌ استخباراتو د امکاناتو او قابلیت له پلوه په یوې ډیرې ښې نقطه کې قرار لري.

د ترکیې دا بریالیتوب د دفاعي‌ صنایع او ددې برخې په صادارتو هم ډیرې مثبتې اغیزې کړي‌ دي.

د ویلو ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې قوي‌ او بریالۍ مبارزې او پدې مبارزه کې په ډیره لویه پیمانه د ملي‌ او ځايي وسلو او مهماتو نه کار اخیستل د ټولې نړۍ پام ترکیې ته رااړولی دی.

په همدې چوکاټ کې یو زیات شمیر هیوادونو د ترکیې نه د ځايي او ملي‌ په وسلو سمبال بې بيلوټه الوتکو د رانیولو په خاطر لیوالتیا څرګنده کړه.

ددې هیوادونو نه یو هم  د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان غړی هیواد پولنډ شتون لري.

ترکیې لنډه موده مخکې د پولنډ سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د بیرقدار ټي بي‌ ۲ په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکې وپلورلې.

د ویلو ده چې دا قرارداد او صادرات د ترکیې له لپاره د څو جهتو ځانګړی اهمیت لري. لومړی دا چې دا ترکیې په تاریخ کې د لومړي‌ ځل لپاره د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په یو غړي‌ هیواد الوتکې پلوري‌ او صادرات ترسره کوي. د بله پلوه د دفاعي‌ صنایع  په برخه کې د ځان بسیاینې په برخه کې د مهم پرمختګ ښکارندويي کوي.



اړوند خبرونه