د ترکیې د ورځنۍ اجنډ تحلیل

پدې خپرونه کې د اسرائیل او فلسطین مسئلې ته لنډه کتنه کوو.

1643519
د ترکیې د ورځنۍ اجنډ تحلیل

 

د ترکیې  د سیاست امنیت او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ د امنیتي‌ تحقیقاتو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش  د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

اسرائیل په فلسطین کې د شدت او تاوتریخوالي‌ د څپې سره یو ځل بیا ځان په غزه ، بیت المقدس او لویديځ تراړه کې ځان وښود.

اسرائیل په فلسطین او په ځانګړې توګه په غزه کې د نوو بریدونو او شدت سره چې په سلګونو تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی او په زرګونو تنه نور ټپیان شوي‌ دي غواړي‌ چې اشغال د پلان یوه بله مرحله عملي‌ کړي. اسرائیل غواړي چې ددې بریدونو سره د نړۍ اذهانو په مصروفولو سره ټولو پام د اشغال نه بل لورې ته واړوي. اسرائیل د مې د میاشتې د اوایلو نه په بیت المقدس کې د نوو ښار ګوټو جوړولو او فلسطیني‌ وګړي‌ د خپلو کورونو نه په زور سره په ویستو لاس پورې کړ. دې مسئلې د نړۍ په رسنیو کې جدي‌ انعکاس وکړ او د نړۍوالې ټولنې غبرګون يي وپارو. اسرائیلو بیا پر غزې د عملیاتو د پيلولو سره د ټولو پام جګړه ته وګرځو. همداشان اسرائیل غواړي‌ چې ددې بریدونو او شدت سره پر غزې هم خپلې اغیزې ډیرې کړي.

د ویلو ده چې د اسرائیل دولت د جوړیدو د ورځې راهیسې فلسطین ګام په ګام اشغالولو بهیر ته دوام ورکوي. د اسرائیل ددې بریدګرو سیاستونو نه نړۍوال ملاتړ څو لاملونه لري. خو ددوې ترمنځه درې فکټوره تر ټولو مهم دي.

لومړنی فکټور د دویمې نړۍوالې جکړې نه وروسته د یهوديانو عامه وژنه ده. اسرائیل ددې مسئلې ډیره جدي‌ او ناوړه ګټه اوچتوي. د ویلو ده چې په دویمه نړۍواله جګړه کې د جرمني‌ لخوا د یهودانو پر خلاف ترسره شوی قتل عام  اوس د ټولو لپاره د پزې پیزوان باندې بدل شوی دی او په راتلوونکې کې ددې ډول په ځانګړې توګه د یهودانو د قتل عام د نه رامنځته کیدو په خاطر په ځانګړې توګه په اروپا کې یو جدي‌ عامه پوهای دوام لري. یعنې دوی تل ځانونه مظلوم بولي‌ او د مظلوم رول په ډیره ښه توګه لوبوي.

د اسرائیل دولت د جوړیدو د ورځ نه راپدیخوا. د انتي‌ سمیتیزم محتوا ته ډیر وسعت ورکړ شوی دی ددې اصطلاح لاندې خپل ناوړه سیاستونه عملي‌ کوي. پدې ډول خپل مشروعیت لا پسې پياوړی کوي او پیاوړی کړی دی.

حتا نن ورځ‌ اسرائیل انتي‌ سمیتیزم یا یهودي‌ ستیزۍ ته داسې پر داز ورکړی دی که چیرې هر سړی ددې په ضد انساني‌ کړنو او اشغالګرانه سیاستونو او ظلمونو نیوکه وکړي‌ سمدلاسه ورته د انتي‌ سمیتیزم پوخ ورکوي‌ او وايي چې دوې یهودي‌ ستیزي‌ کوي.

د تل ابیب حکومت ددې مسئلې نه د یوې ډیرې قوي‌ وسلې په توګه کار اخلي.

د حیرانتیا وړ خبره خو داده چې نن ورځ اسرائیل خو پر ځای پریکړه چې په امریکا او یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو کې د اسرائیل نه لا زیات  پدې مسئلې ټینګار کوي. که چیرې څوک پر اسرائیل کوچنۍ نیوکه هم وکړي‌ مخکې ددینه چې اسرائیل غبرګون وښايي د امریکا او اروپايي هیوادونو سیاستوال سمدلاسه ددې نیوکو نه د انتي‌ سمیتیزم په توګه یادونه کوي‌ او په نیکو کوونکو د یهودي ستیزۍ ټاپه لګوي.

اسرائیل چې کله دا حالت ګوري‌ هغوې لا خپلو اشغالګرو سیاستونو ته زور ورته کوي. د خپل اشغال لمن لا پراخوي. نن ورځ اسرائیل پدې پوهیږي‌ چې هر څه وکړي‌ څوک يي پر خلاف غږ اوچتولی نشي او که چیرې څوک يي اوچت هم کړي‌ ددوې نه مخکې نور هیوادونه شتون لري‌ چې ځواب ووايي.

د اسرائیل لخوا د یرغلګرو سیاستونو او پدې اندازه بې پروا توګه د فلسطین د خاورې د اشغالولو دویم مهم فکټور ددې هیواد نه د امریکا پرته د ښه او بده ډیر لوي‌ ملاتړ او په امریکا کې یهودي‌ لوبي‌ فعالیتونو اغیزې دي.

د ویلو ده چې اسرائیل د دولت د اعلانیدو نه ۱۱ دقیقې وروسته امریکا لخوا په رسمیت وپیژندل شو او  د هماغه شیبې نه یي ترینه ډیر قوي‌ ملاتړ اعلان کړی او دا ملاتړ نن ورځ‌ هم دوام لري.

اسرائیل د امریکا پر ملاتړ لومړی مرحله په مرحله او په ډیره کلاره توګه د فلسطین د خاورې پر اشغال لاس پورې کړ خو کله يي چې ولیدل چې د سیمې د هیوادونو غږ نه اوچتیږي وروسته لا د زیاتو سیمو پر اشغالولو پیل وکړ.

همداشان اسرائیل په ۱۹۶۷ کال کې د امریکا پر ملاتړ د جګړې د ګټولو نه وروسته په سیمه کې د پوځي‌ پلوه پر ټولو لوړولی ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې په امریکا کې بایدن واک ته د رسیدو نه وروسته د اسرائیل نه پرته د ښه او بده د ملاتړ په مسئله کې یوه نوې مرحله پیل شوه. د لومړي‌ ځل لپاره نوې ژبه او لهجه رامنځته شوه. سره ددې چې بایدن په خپل ټاکنیز کمپاین کې د اسرائیل  د امنیت نه د ملاتړ ژمنه کړې وه خو ددې ترڅنګ د نړۍوالو سازمانونو او بشري‌ حقونو ته هم د پاملرنې  ژمنه کړې وه.

خو که چیرې د بایدن د حکومت لخوا د اسرائیل لخوا د روانو ظلمونو او نړۍوالو بشري‌ حقونو د خپو لاندې کولو پر خلاف غبرګون ته سړی وګوري‌ د ټرمپ‌ د دورې نه وروسته او په ځانګړې توګه د بایدن حکومت سره بشري حقونو ته د درناوي‌ په برخه کې د ټولو هیلې په اوبو لاهو شوې. په ځانګړې توګه د فسلطین په مسئله کې ځینو هیلو او امیدونو شتون درلود چې بایدن دا ټولې په اوبو لاهو کړې.

د اسرائیل لخوا د روان اشغال او ظلمونو دریم مهم فکټور سیمه ایز توازن او سیمه ایزو ځواکونو لخوا د خپلو خپلو ګټو په اړه حسابونه دي.

دا فکتور د فلسطین د ستونزې د پیل د ورځې او د اسرائیل او عرب د جګړې نه وروسته تر ټولو مهم فکټور دی.

ځکه چې د سیمې د هیوادونو لپاره د خپلو شخصي‌ ګټو او په سیمه کې د هر ډول اتحاد او یووالي نه شتون اسرائیل لا پسې زوړور او لاس يي ورته لا خلاص کړ. اسرائیل ددې تشې نه په استفادې سره لا زیات د فسطین خاوره اشغال کړه.

په ځانګړې توګه په تیرو لسو کلونو کې په سیمه کې روان رقابتونه او د عربانو او نورو اسلامي‌ هیوادونو ترمنځه خپلمځنۍ شړې اسرائیل ته لا زیات فرصت ورکړ. اسرائیل په اصل کې پدې مسئلې نه کوم مصرف وکړ او نه هم کومه خواري.

د ویلو ده چې په مصر کې د حسني‌ مبارک د حکومت د ړنګیدو نه وروسته او پدې هیواد کې اسلامي‌ ګوندونه واک ته د رسیدو نه وروسته اسرائیل ډیر زیات اندیښمن وو. خو ددې بدلون لا څو ورځې نه وې تیرې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پيل شوه. په مصر کې په محمد مرسي‌ کودتا وشوه . دې مسئلې اسرائیل یو بیا راحت کړ.

همداشان پدې وروستیو کې د امریکا پر ملاتړ د ځینو عرب هیوادونو سره د اسرائیل د اړیکو عادي‌ کیدو اسرائیل ته د اشغال د ساحې د پراخولو په برخه کې لا زیات جرئت ورکړ.

که چیرې دا فکټورونه نوی کیدای شو چې اسرائیل پدې جرئت د فلسطین خاوره اشغال کړي‌ نوی.



اړوند خبرونه