د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې په منځني‌ ختیځ سیمه کې د یو زیات شمیر هیوادونو لخوا د پخلاینې  د هلو ځلو د پيلولو په اړه لنډ بحث کوو.

1635751
د ترکیې د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

لکه څرنګه چې ګورۍ پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه په منځني‌ ختیځ کې یو زیات شمیر هیوادونه چې په خپلو منځونو کې جدي‌ ستونزې او قوي‌ رقابت درلود د یو بل سره د اړیکو د نورمالولو او پخلاینې په هلو ځلو پيل کړی دی.

د ترکیې د سیاسي ، اقتصادي‌ او ټولنیزې څیړونو د بڼسټ د امنیتي‌ څیړونو د څانګې مشر او لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور یشیل تاش وايي لومړی غواړم بحث د ټرمپ‌ په دوره کې د اسرائیل سره د بعضو عرب هیوادونو پخلاینې او د اړیکو نورمالولو مسئلې ته لنډه کتنه وکړم.

د ویلو ده چې په امریکا کې بایدن واک ته د رسیدو سره سم یو زیات شمیر هیوادونو د خپل منځیو ستونزو او اختلافاتو د حل په خاطر په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی. یعنې یو زیات شمیر هیوادونه د ټرمپ په دوره کې د اسرائیل او ځینو عربي‌ هیوادونو د پخلاینې او اړیکو د نورمالولو د پریکړې د تاثیراتو لاندې راغلي‌ دي.

تیره اونۍ په عراق کې د سعودي‌ عربستان او ایران د هئیتانو ترمنځه د مذاکراتو خبره رابرسیره شوه. همداشان دواړو هیوادونو د سیمې په اړه د ډیرو نرمو او تودو پيغامونو په ورکولو سره د ټولو سره یو ډول هیلې راژوندۍ کړې. ټولو ته دا خبره ښکاره کړه چې د سیمې دوه سر سخت رقیبان هم کیدای شي‌ چې په خپل منځ کې سوله وکړي.

 ویلو ده چې ترکیه هم  پدې وروستیو کې د اجنډا نه هیڅ نه غورځیږي. ترکیې هم پدې موده کې  ځینو هیوادونو سره د اړیکو د نورمالولو په خاطر په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی.

د ترکیې اسرائیل – ترکیې مصر او ترکیې سعودي‌ عربستان ترمنځه په اړیکو کې احتمالي نږدې والی کیدای شي‌ چې په منځني‌ ختیځ کې د نوې دورې د پیلولو وسیله وګرځي.

د ویلو ده چې  پدې وروستیو کې د  ترکیې او  مصر ترمنځه  د اړیکو د نورمالولو په خاطر د ځیني‌ ګامونو په اوچتیدو پيل وشو. اړیکې لومړی د استخباراتي‌ کنالونو په ذریعه پیل شوې. د دواړو هیوادونو د استخباراتو د رئیسانو ترمنخه لیدنه وشوه .

وروسته د دواړو هیوادونو بهرنیو چارو وزیریرانو لیندنه وکړه  او ددې په تعقیب سره د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت  مرستیال په مشرۍ هئیت د مصر په غوښتنه قاهرې ته  سفر وکړ.

د ترکیې او مصر سره د اړیکو د نورمالولو په خاطر پيل کړی بهیر کیدای شي چې په سیمه کې نوي‌ تغیرات رامنځته کړي.

د امریکا متحده ایالتونو لخوا د یمن په مسئله کې سعودي‌ عربستان یواځې پریښودو او د ایران سره د اټومي‌ تړون په برخه کې جدي‌ پرمختګ په منځني‌ ختیځ کې د طاقت او قوت په معادله کې ځیني‌ نوو پرمختګونو ته لار هواره کړې ده .

د منځني‌ ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي‌ استازي‌ مک ګورک د ایران سره د اټومي‌ تړون په خاطر د سعودي‌ عربستان، متحده عربي‌ اماراتو، مصر او اردن د اندیښنو له منځه وړو په خاطر دې هیوادونو ته سفر وکړ. ځکه چې  د امریکا د منځني‌ ختیځ  د اهدافو په سر کې هر څه ژر د ایران اټومي‌ پروګرام تر کنټرول لاندې راوستل او تهران سره هر څه ژر د مذاکراتو په میز کیناستل دي.

ددې په مقابل کې د هرې ورځې په تیریدو سره  د منځني‌ ختیځ په اړه د چین او روسیې  د لیوالتیا ډیریدو امریکا د نوو ننګونو سره مخامخ کړې ده .

پداسې  یو حالاتو کې د سیمې اکټوران غواړي‌ خپلمنځنۍ ستونزې او اختلافات حل کړي. د ترکیې او مصر ترمنځه د اړیکو د نورمالولو په اړه هلې ځلې هم د همدې معادلې یوه برخه ده.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې او مصر د نږدې کیدو اصلي‌ لامل په ختیځه مدیترانه کې د سمندري‌ صلاحیتونو د برخو ویش او لیبیا  مسئله ده.

ځکه چې په مصر کې د سیاسي‌ انتقالي بهیر د پيلیدو سره سم د ترکیې او مصر لپاره دا مسئله په یوې ګډې مسئلې اوښتې ده . دواړه هیوادونه پدې ډیر ښه پوهیږي‌ چې د لیبیا په مسئله کې په ګډه د حرکت نه پرته بله لاره نلري  او تر ټولو مهم په ختیځه مدیترانه کې د انرژۍ د سرچینو په اړه رقابت د دواړو هیوادونو په ګټه ندی.

همداشان پدې هم ښه پوهیږي‌ چې د یونان سره لاسلیک کړی تړون ددې هیواد لومړیتوبونو ته ځواب ورکولی نشي.

ددې پر ځای په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې سره همکاري  د مصر لپآره لا زیات ګټور ګام دی.

همدا دواړه مسئلې ددې دوو هیوادونو د اړیکو د نورمالولو په برخه کې ډیر مهم رول لوبوي.

د ویلو ده چې د ترکیې او مصر ترمنځه د اړیکو د خرابولو اصلي‌ لامل اخوان المسلمین مسئله ده. نن ورځ‌ دواړو هیوادونو دا مسئله یوې غاړې ته پریښې ده ځکه چې ددوې لپاره نورې مسئلې په لومړیتوب کې ځای لري.

سیمه ایزو جیوپولتیک مسئلې. شننونکي‌ پدې باور دي‌ چې په سیمه کې د ترکیې او مصر د اړیکو نورمالیدل به په سر کې د لیبیا د مسئلې په ګډون یو زیات شمیر مسئلو په حل کې ډیره زیاته مرسته وکړي.

ددې فرصت نه په ښه توګه استفاده به  په سیمه کې موجودو تاوتریخوالي‌ او لوړ فشار د راټیټولو سره ډیره زیاته مرسته وکړي.

 

 

 



اړوند خبرونه