ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ چې ترکیه د نړۍ په کچه د پستې تر ټولو ستر تولیدونکی او صادرونکی هیواد دی؟
د ترکیې په سویل ختیځ کې پروت د غازي انتپ ولایت د نوم د اخیستو سره سم د انسان عقل ته د هر څه نه مخکې پسته راخي. دا ولایت تر ټولو د خوندورې او د ښه کیفیت لرونکي پستې د تولید له پلوه په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري.
د ویلو ده په ترکیه کې لومړی د پستې تولید او کاروبار د غازي انتپ په ولایت کې د پيلیدو له امله په ترکیه کې پسته د انتپ په نامه مشهوره شوې ده . پسته ترکیې ته په اصل کې د منځنۍ اسیا نه راغلې ده . ددې بوټي اصلي ټاټوبی مرکزي اسیا ده .
د ویلو ده چې د پستې نیالګی د کینولو نه وروسته په لس کلنۍ کې د میوې په ورکولو پيل کوي. د پستې ونه په اوسط ډول لس کیلو پسته ورکوي.
د پستې د ونو اوسط عمر د سلو نه تر ۱۵۰ کلونو پورې دی.
په ترکیه کې د پستې مصرف د نورې نړۍ په پرتله ډیر زیات دی. په ترکیه کې پسته د وچې میوې په توګه د کاریدو سربیره په خوړو کې او تر ټولو زیات په خوږو کې کارول کیږي.
د ویلو ده چې پسته د انرژي ډیپو ، قوي مغزیات او د تغذیې له پلوه یو ډیر قوي او مهمه میوه ده.
د تحقیقاتو له مخې پسته د سګو د التحاب د لمنځه وړو او پاکولو په برخه کې ډیر ګټور خواړه دي. همداشان د سینې د پستولو، دردونو د کمولو او ټوخي د له منځه وړو سره هم ډیره زیاته مرسته کوي.
ددې ترڅنګ د وینې غوړ کموي او قلبي ناروغۍ د مخنیوي سره مرسته کوي.
همداشان پسته د بي ۶ له پلوه قوي میوه ده. پسته د یو زیات شمیر سرطان ناروغۍ د ډولونو د مخنیوي په برخه کې ډیره زیاته مرسته کوي.
د انسان د وجود غذايي اړتیاوې پوره کوي. د عصبو د قوي کولو او انسان د روحي پلوه د ارامولو سره هم مرسته کوي.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د پستې نه تر ټولو زیات په خوږو کې استفاده کیږي. ترکیه د بغلاوې اصلي ټاټوبی دی . په ترکیه کې تر ټولو زیاته پسته په بغلاوه کې کارول کیږي.
د بغلاوې تر څنګ یو زیات شمیر نور خواږه هم د پستې نه جوړیږي.
په ترکیه کې پسته یواځې په غازي انتب ولایت کې نه تولیدیږي. ددې ترڅنګ په سیرت او یو زیات شمیر نورو ولایتونو کې هم تولیدیږي خو د انتپ پسته بیا په ټولو کې مشهور او د ځانګړي کیفیت خاونده ده.