د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
په عراق کې پدې وروستیو کې ترهګرو سازمانونو خپلو ترهګریزونو فعالیتونو ته یوځل بیا زور ورته کړی دی.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د عراق په شمال کې په هممهاله توګه په اربیل کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډې او په موصل ښار کې د ترکیې د بعشیقه پر پوځي هډې بریدونه وشو. دې بریدونو یو ځل بیا د ټولو پام دې سیمې ته راورګرځو.
د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
جان اجون وايي چې د ټولو سره یوه پوښتنه پیدا شوې ده چې ایا د عراق د موصل ښار شمال لوري ته په ۲۵ کیلومترۍ کې د ترکیې تر ټولو په سترې پوځي هډې ولې برید وشو، دا برید د چا لخوا او د څه لپاره وشو. ددې برید تر شا د چا لاسونه او پټ هدفونه نغښتي دي؟
د یادولو وړ ده چې ترکیې پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه د عراق په شمال کې د سینجار په ګډون په یو زیات شمیر سیمو کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته لا زیات زور ورته کړی دی. د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو ساحه يي لا پسې پراخه کړې ده .
د ویلو ده چې ترکیه د عراق په شمال کې یو زیات شمیر کوچنې او لویې پوځي هډې لري خو د بعشیقه پوځي هډه د ترکیې تر ټولو ستره پوځي هډه. دا هډه هم د لویوالي او هم د پوځي تهیجزاتو له پلوه د ټولو نه مهمه هډه او تر ټولو ډیره زیاته پیژندل شوې ده.
د ویلو ده چې د ترکیې دا ستره پوځي هډه یواځې د پي کاکا ترهګري سازمان پر خلاف د مبارزې له پلوه نه بلکې ددې ترڅنګ موصل ښار د داعش ترهګري سازمان نه د تصفیه کولو او د سیمې د سولې او استقرار د ټینګښت او توازن د ساتلو له پلوه هم ځانګړې اهمیت لري.
د ویلو ده چې دې هډې د اوږدې مودې لپاره د حشد وطني ځواکونو کوربه توب هم وکړ. ترکي ځواکونو پدې هډه کې د اوږدې مودې لپاره د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې لپاره دا ځواکونه وروزل .
البته چې دې مسئلې په سیمه کې د حشد الشعبي په چوکاټ کې فعالیت کوونکي ځینې برخې چې د مذهبي تبعیض او نفاق د چینې خړوبیږي ناراحته کړي وو.
په ځانګړې توګه په عراق کې د نوري المالکي د مشرۍ په دوره کې هغه د ایران پلوه عناصرو د فشارونو له امله وخت نا وخته ترکیې ته ددې پوځي هډې د تشولو او ددې سیمې نه د وتو په خاطر ځیني ګواښونه هم کول خو ترکیې ددې ټولو سره سره د بغداد حکومت ته د قناعت ورکولو هڅه کړې ده . دا ستونزه يي د مذاکراتو له لارې حل کړې ده.
نن ورځ په بعشیقه پوځي هډې د توغندیز بریدونو سره د هر چا عقل ته لومړی د حشد الشعبي ډله راځي. دا بریدونه پداسې حال کې وشو چې ترکیې د سینجار سیمه د پي کا کا ترهګري سازمان نه د تصفیه کولو په خاطر ډیر ستر پوځي عملیات پيل کړي دي.
د بله پلوه د حشد الشعبي ځواکونه د پخوا نه په پرتله لا زیات د سینجار په سیمه کې ځای په ځای کیږي او د اربیل او بغداد ترمنځه د تړون نه سرغړونه کوي. ایران پلوې ډلې د پي کا کا ترهګري سازمان سره په ګډه د ترکیې پر خلاف د یو اتفاق او همکارۍ د پيلولو نه خبر ورکول کیږي.
د ویلو ده چې د عراق د سینجار سیمه د ایران لپاره د ځانګړي ستراتیژیک اهمیت نه برښمنده ده.
ایران دا سیمه سورېې د لوژیستکي لارې او مرکز په توګه ګوري. ددې سیمې د لاسه ورکول ددې هیواد لپاره د زغم وړ نده. خو د ایران لخوا د پي کا کا ترهګري سازمان سره همکاري او ددې همکارۍ له لارې یو ځای ته د ځان رسول تر ټولو ستره خطا او ناسم او ناکام سیاست دی.
دا په اصل کې یوه بې ځایه هڅه ده.
په نهایت کې ترکیه په عراق او سوریه کې د پي کاکا ترهګري سازمان تر حاکمیت لاندې د ټولو سیمو د تصفیه کولو نیت او هوډ لري. ترکیه پدې اړه قوي اراده لري.
ددې ترهګرو پر خلاف د هیڅډول عملیاتو نه ډډه نکوي. د یادولو وړ ده چې په سوریه کې په ځانګړې توګه په عفرین سیمه کې د ایران پلوي ډلو د پيکاکا ترهګري سازمان سره د همکارۍ هڅه کړې وه خو د ټولو پای او انجام ډیر بد وو. ترکیې وسله والو ځواکونو د پک ک پر خلاف په عملیاتو کې یو زیات شمیر شیعه ملیشه ځواکونه هم له منځه یوړل.
اوس ایران یو ځل بیا غواړي چې د عراق په شمال کې خپل چانس وازمايي . خو ددې ځواکونو برخلیک به هم د پخوانیو ځواکونو نه توپیر ونلري.