د ترکیې د اجنډا تحلیل
د ترکیې د اجنډا تحلیل
پدې خپرونه کې د ترکیې د ډرون الوتکو تکنالوژۍ په اړه چې د جګړې دکتورین ته يي تغیر ورکړی دی بحث کوو.
پدې وروستیو کې د نړۍ په رسنیو کې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو د ظرفیت او ترلاسه کړو بریالیتوبونو په اړه بحث دوام لري.
د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو ستر بریالیتوب چې د سوریې نه پيل په لیبیا او قره باغ کې دوام وکړ د جګړې د دکتورین په بدلولو سره د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د پوځونو پاملرنه ځانته راواړوله. د امریکا او انګلستان په څیر هیوادونو د جګړې د نوي ډولونو په اړه په ارزونو پيل کړی دی. د ترکیې ډرون ټکنالوژي يي د تعقیب لاندې نیولې ده .
د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ د بهرني سیاست محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
ترکیه د ډیرو اوږدو کلونو راهیسې د ملي امنیت له پلوه د سترو ګواښونو او ننګونو سره مخامخ وه. ترکیه د یو پلو نه د ترهګرو سازمانونو په څیر د نامنظمو تهدیدونو او د بله پلوه د جغرافیوي موقعیت له امله د جدي ګواښونو سره مخامخ وه داسې و چې د همدې امله د جګړې نوې دکتورین جوړولو ته اړ شو.
د ترکیې د جګړې نوی دکتورین د بې پیلوټه یا ډرون ټکنالوژۍ پر بڼسټ جوړ شوی دی.
د ترکیې د جګړې نوي دکتورین د ټولې نړۍ پام ځانته رااړولی دی. د بله پلوه د مدرنې جګړې دا دکتورین داسې ښکاري چې د جګړې شکل ته د ریښې نه تغیر ورکړي.
ترکیې په تیرو لسو کلونو کې د دفاعي صنایع په برخه کې باور نه کوونکی پرمختګ کړی دی. په ځانګړې توګه د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې . ترکیې په وسلو سمبال او بې وسلو بې پیلوټه الوتکو د تکنالوژۍ په برخه کې د نورې نړۍ نه ډیر زیات پرمختګ کړی دی.
د ویلو ده چې د ترکیې د دولتي صنایع شرکت اسلسن په څیر د شرکتونو او یا د بیرقدار په څیر د خوصي شرکت لخوا د جوړ شوې انکا او ټي بي ۲ په څیر د الوتکو نه د سمندري ځواکونو نه نیولې په هره برخه کې ، د هیواد دننه او بهر په عملیاتو کې په ډیره اغیزمنه توګه په کارولو پيل کړی دی.
په ځانګړې توګه د پي کاکا ترهګري سازمان پر خلاف په مبارزه کې ترینه ډیره ګټوره استفاده کړې ده .
د ترکیې په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکو هم په ترکیې او هم د ترکیې نه بهر په عراق او سوریې په څیر په هیوادونو کې د پي کاکا ترهګري سازمان سیار ظرفیت ډیر زیات ضعیف کړی دی او یو زیات شمیر جګپوړي مشران يي ورته یو د بل پسې له منځه یوړل.
د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې د ځايي او ملي ډرون الوتکو او په ځانګړې توګه په وسلو سمبال ډرون الوتکو د استفادې سره د ترکیې پر خلاف د پي کاکا ترهګري سازمان د عملیاتو ظرفیت او توان له منځه وړی دی.
ددې ترڅنګ ترکیې دپه وسلو سمبال ډرون الوتکو سره په سوریه، لیبیا او قره باغ کې د جګړو سیر ته تغیر ورکړ. ترکیې ډرون الوتکو پدې هیوادونو کې دښمن ځواکونو ته داسې سترې ضربې او ګوزارونه ورکړل چې د ټولې نړۍ پاملرنه يي ځانته راواړوله. د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو په لیبیا او قره باغ کې د سوریې ډیرې پرمختللې وسلې او دفاعي سیستمونه یو یو له منځه یوړل . د نړۍ ډیر پرمختللي دفاعي سیستمونه يي د داسې فشار لاندې نیولي وو چې ددې الوتکو په مقابل کې د ځواب ورکولو نه عاجز وو.
ټولې نړۍ د لیبیا او قره باغ په جګړو کې د ترکیې د ډرون الوتکو د روسیې د ډیرو پرمختللو سیستمونو د لمنځه وړو شاهدي وکړه.
د ویلو ده چې یواځې د قره باغ په جګړه کې د ترکیې ټي بي ۲ بیرقدار په وسلو سمبال الوتکو د ارمنستان په سلګونو ټانکونه، زغروالې موټرې ، ډیر پر مختللي دافع هوا سیستمونه ، په زرګونو پلي عناصر له منځه یوړل. ارمني ځواکونه ددې الوتکو په مقابل کې عاجز پاتې شول.
ارمني ځواکونو د همدې الوتکو له امله د لیدولو ستر ضایعاتو له امله د قره باغ نه وتو ته اړ شول.
همداشان ددې الوتکو بله مهمه ځانګړتیا هر هدف د لمنځه وړو نه فلم اخیستل وو چې دې مسئلې د دښمن د مورال په ضعیفولو ډیر مهم رول لوبوي. همداشان دې مسئلې د تبلیغاتي جګړې په برخه کې هم اذربایجان ته ستر بری ورپه برخه کړی وو.
نن ورځ د نړۍ د یو زیات شمیر پرمختللو هیوادونه غواړي چې خپل پوځونه پدې ټکنالوژۍ سمبال کړي.
د بله پلوه ترکیه پدې برخه کې پرمختګ ته دوام ورکوي. ترکیې د انکا او ټي بي ۲ بیرقدار نه وروسته د اقنجي اق سونګور په څیر د تعرضي ډرون الوتکو په نورمالو تولیداتو پيل وکړ.
ترکیه نن ورځ د ډرون ټکنالوژۍ سره په سیمه کې په یو ډیر قوي ځواک بدل شوی دی.
ترکیه نن ورځ ددې تکنالوژۍ له برکته په اصل کې د سوریې، لیبیا او قره باغ په څیر د جګړو د سیر او شکل د بدولو توان لري.