د ورځنۍ اجندا تحلیل

پدې خپرونه کې هم په سوریه کې روانې کورنۍ جګړې ته لنډه کتنه کوو.

1604132
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

په سوریه کې  د تیرو څه باندې لسو کلونو راهیسې روانې کورنۍ خونړۍ جګړې ته کومه حل لار نده موندل شوې. د ویلو ده چې پدې جګړه کې په سلګونو زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی او نږدې ۷ میلیونه تنه سوري وګړي بهرنیو هیوادونو ته کډوالۍ ته اړ شوي دي. د ویلو ده چې په سوریه کې دا انساني تراژیدي د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې دوام لري.

د عرب پسرلي په چوکاټ کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې په سوریه کې هم د بشار اسد رژیم پر خلاف پر مظاهرو پيل وشو خو اسد رژیم بیا د نورو هیوادونو پر خلاف د مظاهره کوونکو پر خلاف په ډیر سخت چلند لاس پورې کړ.  د اسد رژیم د نړۍوالې ټولنې او ټولو نړۍوالو سازمانونو د سترګو پر وړاندې د مظاهره کوونکو په ډیرو سختو ټکولو او ځپولو پيل وکړ چې دا مسئله پدې هیواد کې په کورنۍ جګړې بدله شوه.

د خواشینۍ خبره خو داده چې د اسد رژیم ددې ټولو ظلمونو او قتل عامونو سره سره نن ورځ هم په واک کې دی . په سر کې د ملګروملتونو سازمان او نورو نړۍوالو سازمانونو، امریکا او اروپايي ټولنې په څیر  نړۍوالو اکټورانو او طاقتونو  ددې هیواد دې ناسور زخم د حل لارې په موندولو کې پاتې راغلي دي.

ددې په مقابل کې د روسیې او ایران په څیر هیوادونو دا ستونزه لا پسې ژوره کړې ده.

یواځنی هیواد چې د سوریې او ددې هیواد د وګړو لپاره خپل وس او توانه پورې مرسته کوي او ددې هیواد د روانې جګړې د حل په خاطر نه سترې کیدونکې هلې ځلې کوي هغه ترکیه دی.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې د روانې کورنۍ جګړې د لسو کلونو د پوره کیدو له امله یوې لویدیځۍ رسنۍ ته مقاله لیکلې ده. ولسمشر اردوغان پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې پدې شپو او ورځو کې چې یو ځل بیا ډیموکراسۍ، ازادۍ او بشري حقونو مسئلې یو ځل بیا مود شوي دي لویدیځې نړۍ ته د سوریې د روانې ستونزې د حل په خاطر د ترکیې سره د مرستې کولو بلنه ورکوم.

ولسمشر اردوغان پدې مقاله کې لیکلي دي چې ترکیه  یواځنی هیواد دی چې د میلیونونو تنو سوري کډوالو دروند بار يي په اوږو کړی دی. همداشان د داعش ترهګرې سازمان په ګډون د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو پر خلاف مخامخ مبارزه کوونکی یواځنی هیواد دی.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیې په فزیکي ډول هم په سوریه کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر خلاف د مبارزې سره یو زیات شمیر سیمې د ترهګرو نه تصفیه کړي او د سوریې د ځايي ځواکونو سره يي په ګډه دلته خوندي سیمې رامنځته کړي دي. د سلګونو زرو تنو لپاره يي د سولې او ثبات په فضا کې د ژوند کولو زمینه برابره کړې ده .

ددې په مقابل کې امریکا متحده ایالتونو پدې تیرو لسو کلونو کې د سوریې د ستونزې د حل په خاطر د ذرې په اندازه هڅه نده کړې. همداشان امریکا پدې وروستیو ورځو کې د سوریې په اړه د نوې ستراتیژۍ او سیاستونو په جوړولو پيل کړی دی.

د ویلو ده چې سوریه د امریکا د نوي ډیموکراټ ولسمشر جو بایدن د حکومت لپاره  چې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو تر شعارونو لاندې په دنده پيل کړی دی د ازمایښت د نوې تختې په څیر ښکاري. خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا د امریکا نوي ولسمشر بایدن ته د سوریې په مسئله کې ډیر غوڅ پيغام ورکړ.

ولسمشر اردوغان د امریکا  ولسمشر بایدن  ته  په ټاکنیزو کمپاینونو کې په کړو ژمنو عمل کولو  او په سوریه کې د روانې بشري تراژیدۍ د ختمولو او ډیموکراسۍ نه د دفاع په خاطر د ترکیې سره په ګډه کار کولو بلنه ورکړه.

خو د بایدن حکومت د بشري مرستو په مسئله برعکس د سوري وګړو پر ځای  په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د څانګې وای پي جي سره لا زیاتې مرستې وکړې . داسې ښکاري چې د بایدن حکومت په سوریه کې د اوباما د دورې خطاګانې له سره تکرار کړي.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د سوریې په مسئله کې یواځې امریکا ته د مرستې بلنه نده ورکړې ددې ترڅنګ د اروپايي ټولنې مشرانو ته يي هم بلنه ورکړې ده . همداشان ولسمشر اردوغان پداسې حال کې دا مقاله لیکلې ده چې لنډه موده وروسته د اروپايي ټولنې د مشرانو سرمشریزه جوړیږي.

اروپايي ټولنې هم تر اوسه پورې د سوریې د مسئلې په اړه غوڅ دریځ ندی خپل کړ. د ویلو چې د سوریې په اړه د ترکیې د مرحمت نه ډکو او انساني سیاستونو په اصل کې اروپايي ټولنه هم د ډیر ستر بحران او جنجال نه ژغورلې ده . که چیرې د سوریې دې انساني او د مرحمت ډک سیاستونه نوې نن ورځ به د چا خبره په ټولو اروپايي هیوادونو کې ښي اړخه افراطي ډلې او ګوندونه اقتدار ته رسیدلي وی.

د ویلو ده چې اروپايي هیوادونه او مشران سره ددې چې د سوریې  د مسئلې په اړه ډیر بې تفاوته دي. نن ورځ  د پ ک ک ترهګري سازمان د سوریې څانګه پي وای جي د سوریې په شمال کې د ترکیې لخوا په جوړې شوي خوندي سیمې وخت نا وخته بریدونه کوي او روسیه هم پرې توغندي وروي خو دوې پرې سترګې پټوي. اروپايي هیوادونه په بې ګناه او مظلومو ملکی وګړو د بریدونو سره سخت مخالفت وکړي. د ویلو ده چې وای پي جي ترهګري سازمان د ترکیې لخوا په جوړې شوې خوندي سیمې ۲۲۴ خونړي بریدونه کړي. ترهګرو  ۶۴ موټر بم بریدونه ، ۶۴ بمي بریدونه، ۵۱ وسله وال بریدونه ، ۱۹ د هاوان بریدونه او ۹ هم راکټي بریدونه کړي دي.

د ویلو ده چې د ترکیې تر کنټرول لاندې پدې خوندي سیمو او ادلب کې د ۴ نه تر ۵ میلیونو تنو پورې سوري وګړي ژوند کوي. که چیرې په ترکیه کې میشت ۴ میلیونه تنه سوري وګړي هم ددې شمیرې سره یو ځای کړو نو ترکیه د چا خبره د ترکیې د نیمايي نه ډیر نفوس د خپل امنیتي چت لاندې نیولی او ددوې سره مرسته کوي. یواځې همدا خبره هم کافي ده چې اروپا او امریکا د سوریې په مسئله کې د ترکیې سره باید هر ډول مرسته وکړي. همداشان د سوریې په مسئله کې د انقرې پياوړتیا البته چې د اروپايي هیوادونو په ګټه هم ده. ځکه چې ترکیې اروپا ته د غیرې قانوني کډوالۍ مخه نیولې ده .

د ویلو ده پداسې حال کې چې په سوریه کې د روانۍ کورنۍ جګړې نه لس کاله تیریږي خو دې ستونزې ته تر اوسه پورې د حل مناسبه لار نده موندل شوې.

د یادولو وړ ده چې د ۲۱مې پيړۍ تر ټولو ستره بشري تراژیدي د سوریې بحران او ستونزې د حل نه پرته په سیمه کې د سولې او استقرار ټینګښت هم ناممکنه دی.

 



اړوند خبرونه