د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

پدې خپرونه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې د روانې مبارزې په اړه لنډ بحث کوو.

1590923
د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

 یو څه موده مخکې د ترکیې لخوا  په ناڅاپي ډول د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف  د عملیاتو ترسره کولو یو ځل بیا د ټولو پام د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته اړولي دي. همداشان تمه کیږي  چې ترکیه په ۲۰۲۱ کال کې هم په عراق او هم په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف ډیر مهم عملیات ترسره کړي.

د ویلو ده چې د پ ک ک ترهګری سازمان په ځانګړې توګه په ترکیه او عراق کې د ډیرو سختو فشارونو لاندې دی. خو په سوریه کې ددې ترهګري سازمان څانګې پ وای دي او وای پ جي د ترکیې لپاره اوس هم ستر تهدید مخامخ کړی دی.

دا ترهګری سازمان د امريکا په مرسته او ملاتړ د چا خبره د یو ترهګري دولت د جوړولو په لټه کی دی.

د پ ک ک ترهګري سازمان څانګې  ( پي وای ډي ) او ( وای پي جي ) په سوریه کې د کورنۍ جګړې له امله د رامنځته شوې تشې او ګډوډۍ نه په استفادې سره په ځانګړې توګه د سوریې په شمال کې یو زیات شمیر سیمه د خپل کنټرول لاندې راوستې ده. همداشان دې ترهګري سازمان په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴ کال کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې تر نامه لاندې او د امریکا په مرسته او ملاتړ د سوریې په شمال ختیځ کې د اداري ساختارونو په جوړولو د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې خپل حاکمیت لا پسې تحکیم کړ.

همداشان دې ترهګري سازمان ځینې عرب عناصر هم د خپل چت لاندې د راټولو سره په خپل ځان د سوریې ډیموکراټ ځواکونه نوم کیښود. دې ترهګري سازمان پدې سیمو کې طبعي زیرمې او د تیلو کوهیان هم د خپل کنټرول لاندې راوستل او پدې ډول يي اقتصادي پلوه خپلواکي ترلاسه کړه. نوموړو ترهګرو د اقتصادي خپلواکۍ د ترلاسه کولو سره سم د اسد رژیم، روسیې ، ترکیې او ایران په مقابل کې د ستراتیژیو په جوړولو لاس پورې کړ.

د بله پلوه د  اسد رژیم د خپل اقتدار او واکمنۍ د تداوم په خاطر د سوریې د زیرمو او تیلو کنټرول تکرار د ترلاسه کولو په خاطر په کراتو پوځي او سیاسي حملې وکړې خو هر ځل د امریکا د خنډ سره د مخامخیدو له امله ناکام شوی دی.

د ویلو ده چې نوموړی ترهګری سازمان په سوریه کې د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې د زیرمو او تیلو د کوهیانو نه د عوایدو د ترلاسه کولو ترڅنګ د امریکا لخوا هم په مخامخ ډول تمویلیږي.

همداشان د امریکا سربیره سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو په څیر هیوادونو هم د ددې ترهګري سازمان سره مالي مرسته کوي .

د یادولو وړ ده چې په سوریه کې په فعلي ډول د پې ک ک ترهګري سازمان څانګې وای پي جي چې په ځان يي د سوریې ډیموکراټ ځواکونه نوم ایښی د سوریې ۳۰ سلنه خاوره د خپل کنټرول لاندې لري. دا ترهګر تر ۴۰۰۰۰ کیلومتره زیاته سیمه د کنټرول لاندې لري.

د ویلو ده چې ددې ترهګري سازمان تر کنټرول لاندې په سیمو کې ډیرې حاصل خیزه کرنیزې مځکې، د تیلو ډیرې بډایه او سترې زیرمې، د ګازو ډیرې سترې زیرمې او د اوبو سرچینې هم شتون لري.

ویل کیږي دم ګړۍ د سوریې ۵۰ سلنه کرنیزې او اوبه لرونکې مځکې، ۷۰ سلنه انرژۍ سرچینې او ۹۵ سلنه اوبه ددې ترهګري سازمان تر کنټرول لاندې په سیمو کې دي.

نوموړي ترهګري سازمان چې د امریکا  تر کنټرول لاندې په سیمو کې په لویدو پيل وکړ وروسته يي د هیواد مهمې اقتصادي سرچینې ونیولې او د خپل کنټرول لاندې راوستې. دې ترهګري سازمان چې د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې خپلواکې اداره جوړه کړې ده خو اصلي هدف يي د یو ترهګري دولت جوړول دي.

د ویلو ده چې دا ترهګری سازمان په سوریه کې د ترکیې لخوا د ترهګرو نه تصفیه شوو سیمو کې وخت نا وخته د ځانمرګیو او موټر بمونو بریدونو سره تل نارامیو ته لمن وهي. همداشان دا ترهګری سازمان غواړي چې د شدت او تاوتریخوالي نه ډکو سیاستونو سره ددې سیمو مظلوم ملکي وګړي وډاروي او دوې ته اطاعت کولو ته يي اړ کړي.

په ځانګړې توګه د ترکیې لخوا په سوریه کې د سولې چینې د عملیاتو د ترسره کولو نه وروسته دې ترهګري سازمان خپلو ورانکارانه فعالیتونو کچه لا پسې لوړه کړې ده . خو نه سوریه او نه ترکیه به هیڅوخت دوې ته په سیمه کې د یو ترهګري دولت جوړولو ته اجازه ورنکړي او هیڅکله هم اجازه نه ورکوي.

د ویلو ده چې ترکیه غواړي چې په سوریه کې د سولې چینې د پوځي عملیاتو نه وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د عراق په شمال کې د سربیره په سوریه کې هم ددې ترهګري سازمان پر خلاف ډیر مهم عملیات او اقدامات ترسره کړي او ددوې قوت او طاقت مات کړي.

د اټکلونو له مخې ترکیه کیدای شي چې د سوریې د تل رفعت، منبیج، عین العیسی او تل تیمیر په څیر په سیمو چې د دې ترهګري سازمان پر هدفونو عملیات ترسره کړي. همداشان ددې ترهګري سازمان لخوا د په پټه او ښکاره د فشار لاندې د نیول شوو عرب قومونو او کوردانو نه د ملاتړ په کولو سره ددې ترهګري سازمان سره اړیکې پرې کړي او پدې ډول هم ورته سخت ګوزار ورکړي.

د ویلو ده چې د ترکیې له نظره پې کاکا او ددې ترهګري سازمان څانګې یواځې د ترکیې لپاره نه بلکې د ګاونډیو هیوادونو لخوا سوریې او عراق لپاره هم ډیر ستر تهدید دی. ترکیه غواړي چې د ترکیې سربیره په سوریه او عراق کې هم ددې ترهګري سازمان ریښې وچې کړي .

 



اړوند خبرونه