ایا تاسې پدې پوهیدۍ

ایا تاسې پدې پوهیدۍ چې په نړۍ کې د بورون معدنونو  ۷۳ سلنه په ترکیه کې دي؟

1578952
ایا تاسې پدې پوهیدۍ

 

 ایا تاسې پدې پوهیدۍ چې په نړۍ کې د بورون معدنونو  ۷۳ سلنه په ترکیه کې دي؟

 

د ترسره شوو څیړونو له مخې د بورون کیمیايي عنصر د تیرو ۴۰۰۰ کلونو راهیسې په نړۍ کې شتوالي ته دوام ورکوي. دا چې  بورون په ترکیه کې څه وخت کشف شوې ده پدې اړه سره ددې چې غوڅ او دقیق معلومات نشته خو ویل کیږي چې په ۱۸ مه پيړۍ کې کشف شوې ده .

د ویلو ده چې د بورون عنصر نه په لسګونو سکتورونو کې په څه باندې ۴۰۰ برخو کې استفاده کیږي.

بورون د ترکیې تر ټولو د مهمې شټمنۍ او معدونونو نه شمیرل کیږي.

په ترکیه کې  د بورون د شیشو د سکتور نه نیولې تر مرمرو، کرنۍ ، نظافت توکو، سینګار توکو او یو زیات شمیر نورو برخو کې کارول کیږي.

همداشان د  اټومي ریکټورونو بعضې خام مواد د بورون نه تولیدیږي. د همدې امله د بورون نه د راتلوونکې او تر ټولو د مهم عنصر او مادې په توګه یادونه کیږي.

همداشان تر ټولو مهمه د بورون د عنصر نه د برښنايي موټرو په بطریو په جوړولو کې کارول کیږي.

د بورون ګټې د کلمو سره بیان ناممکنه دی. نن ورځ  په یو زیات شمیر تولیداتو کې د بورون نه کار اخیستل کیږي.

همداشان د بورون بله مهمه ځانګړتیا پاکي او چاپیریال دوستي ده.

د ویلو ده چې د امریکا او روسیې د بورون د معدنونو په مقابل  کې په ترکیه کې د بورون معدنونه د ټولې نړۍ لپاره د ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ کلونو پورې کافي دي.

د نړۍ څه باندې ۷۰ سلنه بورون په ترکیه کې شتون لري.

بورون د ترکیې یو داسې شتمني ده چې د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې شتون نلري.


پيوندونه: #بورون , #ترکیه

اړوند خبرونه