د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په ننۍ خپرونه کې  د عراق په شمال کې د سینجار د سیمې پرمختګونو ته لنډه کتنه کوو.

1573182
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

 سینجار د عراق په شمال کې د سوریې سره په پوله کې موقعیت لري. دا سیمه د ترکیې او سوریې  د تقاطع نقطه ده. د دواړو هیوادونو لارې سره دلته جنګیږي.

پدې وروستیو ورځو کې سینجار یو ځل بیا د ترکیې او عراق په اجنډا کې ځای نیولی دی.

د ترکیې د سیاست اقتصاد او ټولنیزو څیړونو بڼسټ څیړونکې جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د پ ک ک ترهګري سازمان د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په بهانه د سینجار سیمه ونیوله او ددې سیمې نه د عراق او سوریې په کرښه کې د مهم لوژیستیکي مرکز په توګه په استفاده کولو پیل وکړ. پدې سیمه کې د پ ک ک ترهګري ډلې موجودیت البته چې ترکیې ته جدي  ګواښونه مخامخ کړي دي. پدې وروستیو کې ددې سیمې نه د پ ک ک تصفیې په خاطر ډیر مهم ګامونه اوچت شوي دي.

په عراق کې د ترکیې او سوریې ترمنځه مهمه نقطه سینجار د سیمې له پلوه د ځانګړي اهمیت نه برښمند دی. دا سیمه د اوږدو کلونو راهیسې د عراق د مرکزي حکومت او عراق په شمال کې د فدرالي حکومت اربیل ترمنځه د یوې پیچلې مسئلې په توګه موجودیت ته دوام ورکوي.

همداشان پدې سیمه کې د یزیدي وګړو د اوسیدو له امله د ټولې نړۍ پام دې سیمې ته اوښتی دی.

سیمه ۲۰۱۴ کال کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا ددې سیمې د نیولو او یزیدي وګړو د ستر قتل عام د ترسره کولو نه وروسته   امریکا  د پ ک ک ترهګري سازمان په ملګرتیا په سیمه کې عملیات پيل کړل او سیمه يي په کلاره کلاره د داعش نه تصفیه کړه. خو پ ک ک ترهګري سازمان بیا ددې تشې، ګډوډۍ او ناڅرګندۍ نه په استفادې سره سیمه په کلاره کلاره د خپل کنټرول لاندې راوسته. په سیمه کې خپل ځواکونه ځای په ځای کړل. ددې پرمختګ نه وروسته د سیمې په اړه د ترکیې توجه هم ډیره شوه. د پ ک ک ترهګري سازمان ددې سیمې د جغرافیوي موقعیت نه په استفادې  دا سیمه د سوریې او عراق په کرښه کې په مهم لوژیستیکي مرکز بدل کړ. د بله پلوه په سیمه کې په میشتو یزیدي وګړو يي وسلې وویشلې او سیمه يي خپلو ناوړو ګټو ته  د خدمت په مهم مرکز بدل کړ.

د پ ک ک ترهګري سازمان د یو پلو نه په سیمه کې د خپلواکې ادارې په اعلانولو پیل او د بله پلوه يي د یزیدي وسله والو ځواکونو پر ملاتړ په سیمه کې د خپل حاکمیت په لا ټینګولو پيل وکړ. په سیمه کې د خپل حاکمیت د ټینګولو په خاطر لومړی د عراق په شمال کې د فدرالي حکومت د وسله والو ځواکونو پیشمرګه ځواکونو سره په نښته پيل وکړ.

وروسته چې کله ترکیې ددې سیمې نه خپل ملي امنیت ته د لا زیات ګواښ احساس وکړ لاس په کار شو او د سینجار په اړه يي د ګامونو په اوچتولو پيل وکړ.

ترکیې د ترهګرۍ پر خلاف د مباررې او د هیواد د پولو نه بهر د پ ک ک ترهګري سازمان د ریښو د وچولو په موخه په سیمه کې په هوايي عملیاتو پيل وکړ. ددې عملیاتو سره يي ترهګري سازمان ته پرله پسې ګوزارونه ورکړل او ددې ترهګرې ترهګر په ضعیفولو يي پيل وکړ.

ددې ترڅنګ د ترکیې استخباراتو تشکیلاتو هم په سیمه کې د پ ک ک پر خلاف لاس په کار شو او د دې ترهګري سازمان د مشرانو په تصفیه کولو يي پیل وکړ. ددې ګام سره يي دا سازمان ښه پسې ضعیفه کړ.

ددې پرمختګ نه وروسته چې کلک یزیدي ځواکونه په حقیقت پوه شول د پ ک ک د صفونو نه په جلا کیدو پیل وکړ او ددې ترهګري سازمان په مقابل کې ودریدل.

همداشان د ترکیې په غوښتنه د عراق مرکزي حکومت د عراق په شمال کې د فدرالي حکومت سره سیمه د پ ک ک او حشد الشعبي په څیر د ټولو ملیشه او وسله والو ډلو او سازمانونو نه د تصفیه کولو په اړه تفاهم وکړ.

د عراق مرکزي حکومت ځواکونه سینجار ته د داخلیدول سره د پ ک ک ترهګري سازمان وسله وال د ځینو سیمو نه ووتل خو اوس هم په سیمه کې یو اندازه موجودیت ته دوام ورکوي.

په کامله توګه د سیمې نه وتلي ندي. ترکیه د عراق پر حکومت سیمه په کامله توګه د ترهګرو نه د تصفیه کولو په خاطر ټینګار کوي او د سیمې د تصفیې په خاطر ورته د هر ډول مرستې وړاندیز کوي.

همداشان که چیرې د عراق حکومت هر څه ژر د سیمې د تصفیې په خاطر لازم ګامونه اوچت نکړي ترکیه مجبوریږي چې په یواځې ځان ګامونه اوچت کړي او ددې ترهګري سازمان ټولې ریښې وچې کړي.

ترکیه غواړي چې په سینجار کې د پ ک ک ترهګري ډلې د ریښو د وچولو سره د سوریې او عراق په کرښه کې ددې ترهګرې سازمان قوت مات کړي او پدې کرښه کې اړیکې پرې کړي.

تیره اونۍ د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار په مشرۍ یو لوړپوړی هیئت لومړی د بلازمینې بغداد او وروسته د عراق په شمال کې د فدرالي حکومت نه لیدنه وکړه.

ددې سفر اصلي هدف هم همدا مسئله وه. ترکیې دفاع وزیر د عراقي مقاماتو سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د سینجار د سیمې د تصفیې په خاطر عراق حکومت سره هر ډول مرستو ته چمتو یو.

دا سفر ددې پلوه هم ډیر مهم وو.

د ویلو ده چې د ترهګرۍ پر خلاف د ترکیې قوي مبارزې  او عزم د هیواد دننه او بهر د پ ک ک ترهګري سازمان  ټول قوت او طاقت مات کړی دی او پرله پسې ډول يي ورته غاښ ماتوونکي ګوزارونه ورکړي دي.

د ترکیې د ګورنیو چارو وزیر یو څه موده مخکې اعلان وکړ چې د هیواد دننه د پ ک ک ترهګرې ډلې د ترهګرو شمیره د ۳۰۰ تنو شاوخوا ته راټیټه شوې ده .

 



اړوند خبرونه