د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

1543517
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

پدې وروستیو کې ترکیې او اروپايي ټولنې په اړیکو کې ترینګلتیا د اړیکو د راتلوونکې په اړه جدي شک او شبهو ته لار هواره کړې ده .

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو تحقیقاتو د بڼسټ د امنیتي څيړونو مسئول پروفیسور مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور یشیل تاش په اند د ترکیې او اروپايي تولنې ترمنځه په اړیکو کې د ترینګلتیا اصلي لامل یو څو مهم پرمختګونه دي. ددې مسئلو په سر کې د اوږدې مودې راهیسې د ترکیې ډیر اکتیف بهرني سیاستونه دي. د لیبیا په ګډون په ختیځه مدیترانه  او سوریه کې د ترکیې قوي او فعاله بهرني سیاست او دریځ یو زیات شمیر اروپايي هیوادونه او سیاستوال ناراحته کړي دي.

په ځانګړې توګه د لیبیا او ختیځې مدیترانې په مسئله کې د ترکیې او اروپا ترمنځه جدي اختلافات شتون لري.

پدې وروستیو کې په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې یوه خصوصي کښتۍ د اروپا د سمندري ځواکونو لخوا پر لیبیا لګول شوو د وسلو د بندیز په چوکاټ کې درول او د ترکیې د اجازې پرته پلټل ددې مسئلې ښکاره بیلګه ده. که چیرې د ترکیې پر کښتۍ ترسره شوو عملیاتو ته وګورو دا عملیات د ټولو نړۍوالو قوانینو او حقوقو پر خلاف ترسره شوي دي. خو په اصل کې دا عملیات د ترکیې په اړه د اروپا د دریځ او چلند ښکارندويي هم کوي. د دواړو ترمنځه په اړیکو کې د ترینګلتیا کچه هم معلوموي. د اروپا په اند ترکیه په سیمه کې په دوامداره توګه ستونزې رامنځته کوي.

د ویلو ده چې په مدیترانه کې د ترکیې په کښتۍ دا عملیات په یو داسې حساس وخت کې ترسره شول چې لنډه موده مخکې ترکیې اروپا ته د سولې او ښه نیت لاس اوږد کړ او وویل چې ترکیه ځان د اروپا نه بیلیدونکي یوه پارچه بولي. دې مسئلې د ترکیې لپاره یو زیات شمیر پوښتنې راولاړې کړې.

همداشان ټولنې مشرانو د دسمبر په لسمه نیټه  پر ترکیې تحریمونو په مسئلې د غور کولو په خاطر غونډه وکړه. د ټولو سترګې دې غونډې ته اوښتې وې. د ویلو ده چې پدې غونډه کې اروپايي مشران په ترکیې د تحریمونو لګولو په مسئلې سره په توافق ونه رسیدل. ځینې خبرداري ورکړ شوي دي.

همداشان سره ددې چې اروپايي ټولنه د انقرې په اړه په قسمي ډول د شراکت نه یادونه کوي خو دا چې د ترکیې پر خلاف څه ډول سیاست او دریځ غوره کړي په اړه پدې اړه  روښانه فکر نلري. فرانسه، یونان او سویلي قبرس روم اداره په څیر هیوادونه په اروپايي ټولنه کې د ترکیې پر خلاف په لومړیو کرښو کې قرار لري. یونان په مدیترانه کې د ترکیې د سیاستونو پر خلاف د اروپايي ټولنې نه د ترکیې پر خلاف د تحریمونو د لګولو غوښتنه کوي.

همداشان په ټولنه کې د ترکیې او فرانسې اړیکې ټولو ته په ډاګه دي. ټول پدې ښه پوهیږي چې فرانسه د ترکیې دوست ندی. همداشان ترکیه د فرانسې د ولسمشر ماکرون د سترګو اغزی دی. د لیبیا نه نیولې تر سوریې او حتا په ټولو بهرنیو سیاستونو کې ترکیې ته د ستر رقیب په سترګه ګوري. ددې سره سم په اروپا کې یو زیات شمیر مهم هیوادونه هم شتون لري چې نه غواړي ترکیه د لاسه ورکړي.

د بیلګې په توګه جرمني، اسپانیا، پرتکال، ایټالیا، هنګري او مالتا په څیر هیوادونه نه غواړي چې ترکیه د لاسه ورکړي. ځکه چې د هغوې لپاره ترکیه یواځې اقتصادي شریک نه بلکې د اروپا د امنیت لپاره تر وروستۍ درجې مهم یو هیواد دی. د اروپا د امنیت د خوندي ساتلو په برخه کې یو ډیر مهم سیمه ایز طاقت دی.

په ځانګړې توګه جرمني لپاره ترکیه د ناقانونه کډوالۍ د کنټرول په مسئله کې د ځانګړي اهمیت نه برښمند هیواد دی. ځکه چې جرمني نه غواړي چې د اروپا د یو زیات شمیر ستونزو تر څنګ د کډوالو ستونزې سره هم لاس او ګریوان شي.

د همدې امله جرمني په ترکیې د هر ډول تحریمونو لګولو غوښتونکی هم ندی. همداسې هم وشو. د اروپا د مشرانو په سرمشریزه کې په ترکیې د کوم جدي تحریم لګولو په اړه توافق ونشو. د ختیځې مدیترانې په مسئله کې ځینې خبردارۍ ورکړ شوي دي.

خو ترکیې ددې ټولو سره سره په اروپايي ټولنې د ډیالوګ او مذاکراتو غږ وکړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې سره  موجودې ستونزې د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو له لارې د حلولو غوښتنه کوو. اردوغان په اروپايي ټولنې غږ وکړ چې راځۍ میم زرما ټوله زما د مفکورې او چلند پر ځای د ګټې ګټې پر بڼسټ ولاړې یوې مفکورې او خبرو اترو سره دا ستونزې حل کړو.

همداشان ولسمشر اردوغان ددې ستونزو د حل په خاطر د یو سیمه ایزو کنفرانس د جوړولو وړاندېز هم وکړ خو له بده مرغه چې تر ننه پورې اروپا  د ولسمشر اردوغان دې غوښتو ته مثبت ځواب ندی ورکړی.

همداشان اروپايي ټولنه په یو داسې وخت کې چې خپل برخلیک او راتلوونکي بحث کوي څه ډول کیدای شي چې د ترکیې په اړه تصمیم ونیسي دا هم ډیره مهمه ده.

پروفیسور یشیل تاش وايي چې د ترکیې پرته یوه قوي اروپايي ټولنه او په نړۍوالو اړیکو کې یو مهم اکتور په توګه رول لوبول ناممکنه ده. تر ټولو مهمه په یو داسې وخت کې چې ترکیه د دښمن په توګه اعلانیږي اروپايي ټولنې لپاره په سیمه ایزه کچه د سیاستونو جوړول ناممکنه خبره ده. د همدې امله اروپايي ټولنه باید د ترکیې په اړه خپله مفکوره له نظره تیره کړي. د ترکیې سره له سره د ښه اړیکو د جوړولو په خاطر هڅه وکړي. د یونان او سویلي قبرس روم ادارې او یو یا د فرانسې د سیاستونو او غوښتنو ښکار نشي.



اړوند خبرونه