د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

1539202
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

منځنی ختیځ داځل د ایران د اټومي  پروګرام د بڼسټګر  اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده باندې د مرګوني برید سره ولړزید.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ محقق جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پداسې حال کې چې د ایران په  اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده  باندې د مرګوني برید په اړه ډول ډول ادعاءګانې شتون لري خو د ټولو د اشارت ګوتې د اسرائیل پر لورې اوښتي دي.

د بله پلوه ټولو سترګې  ددې برید په اړه د ایران غبرګون ته اوښتي دي. دا برید پداسې حال کې رامنځته کیږي چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایدن چې د ایران په اړه د منځلاري سیاستونو سره مشهور دی لنډه موده وروسته د ولسمشرۍ مسئولیت په غاړه اخلي او لوړه کوي. د همدې امله دې مسئلې  او د ایران غبرګون د ټولو پام ځانته رااړولی دی.

که چیرې نږدې ماضي ته لنډه کتنه وکړو د ایران اټومي پروګرام او پدې برخه کې پرمختګ  د امریکا سربیره اسرائیل او د خلیج هیوادونه په جدي توګه اندیښمن کړي  وو.

د ایران د اټومي وسلې د تولید د مخنیوي په خاطر تر ننه پورې ډیر زیات مهم ګامونه اوچت او خنډونه رامنځته شوي دي.

د یو پلو نه پدې هیواد د امریکا لخوا ډیر قوي تحریمونه لګول شوي او د بله پلوه ډول ډول د سبوتاژ اقدامات او وخت نا وخته ددې هیواد په ساینسپوهانو مرګوني بریدونه شوي دي.

خو په امریکا کې د اوباما د ولسمشرۍ په دوران کې  دا سیاست د یو قوس په منځ کې ونیول شو او د ایران سره د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات پيل شول. د ایران او پنځه جمع یو یعنې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړیو امریکا، روسیې، انګلستان، چین، فرانسې او جرمني او ایران ترمنځه د اټومي مذاکرات پيل شول. همداشان د اروپايي ټولنې په ملاتړ د ایران او پنځه جمع یو د ډلې ترمنځه توافق وشو او اټومي تړون لاسلیک شو.

ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه شفافیت او یو زیات شمیر محدودیتونو ته غاړه کیښوده خو اسرائیل او سعودي عربستان د ایران او پنځه جمع یو د ډلې ترمنځه د توافق نه راضي نه وو.

نوموړو هیوادونو  ایران د اټومي تړون نه په استفادې سره په سیمه کې د خپل سیاسي نفوذ په خورولو تورن کړ. همداشان د ایران پر خلاف يي د اوباما د حکومت پر وړاندې جدي لوبي فعالیتونه پیل او ترسره کړل خو هیڅډول ګټه يي ترلاسه نکړه. خو کله چې د اوباما دوره پایته ورسیده او ټرمپ واک ته ورسید هر څه برعکس شول.

اسرائیل او خلیج هیوادونو داځل د ټرمپ او د هغه د حکومت په نزد جدي لوبي فعالیتونه پيل کړل او داځل خپل هدفونو ته نایل شول. په اصل کې ټرمپ د پیل نه ددې تړون سره مخالف وو. ټرمپ چې د اسرائیلو د سختو اغیزو لاندې وو د پيل نه يي ددې تړون سره مخالفت کولو. کله چې ټرمپ واک ته راورسید سمدلاسه يي د ایران سره د لاسلیک شوي تړون سره مخالفت پيل کړ د ایران سره د لاسلیک کړي تړون نه په پلوه توګه بهر شو. همداشان ددې سره سم يي پر ایران لا سخت تحریمونه وضع کړل.

ایران بیا د امریکا د تحریمونو په غبرګون کې د اټومي نه په ښکاره سرغړونو پیل وکړ او خپل اټومي پروګرام ته يي  د پاتې ځای نه دوام ورکړ.

اسرائیل او سعودي عربستان پر ټرمپ باندې د ایران پر خلاف د پوځي عملیاتو د ترسره کولو په خاطر ډیر زیات فشارونه راوستل خو ګټه يي ونکړه.

د ویلو ده ټرمپ چې په ایران د لا سختو بندیزونو او ایران نوي تړون لاسلیکولو ته اړ کولو خو ټرمپ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل رقیب جو بایدن پر وړاندې ډیره سخته ماته وخوړه.

بایدن چې اوباما مرستیال وو او د ایران سره د لاسلیک کړي تړون د معمارانو نه یادیده د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وو چې د برید په صورت کې به د ایران سره اټومي تړون ته بیرته ستون شي.

د بایدن بري اسرائیل او د خلیج هیوادونو نه وار خطا کړی دی. نوموړي هیوادونه يي ډیر اندیښمن کړي دي.

نوموړي د ایران سره له سره د اټومي مذاکراتو د پيلیدو او پدې هیواد د لګول شوو تحریمونو د لرې کولو په اړه اندیښمن دي.

پداسې حال کې چې د ایران خلافه ائتلاف یعنې اسرائیل او سعودي په مشرۍ خلیج هیوادونو د ایران په اړه  د یوې معادلې د لټولو هڅه کوله  د ایران د اټومي پروګرام په بڼسټګر او اټومي ساینسپوه مرګونی برید وشو.

په اصل کې ددې برید تر شا برخې غواړي چې د ایران او بایدن د حکومت ترمنځه جدي اختلافات رامنځته کړي. نوموړي د ایران او امریکا د نوي حکومت ترمنځه  د احتمالي جګړې د پیلولو په لټه کې دي خو ایران سره ددې چې د غچ اخیستو ګواښونه کوي خو داسې ښکاري چې د صبر د ستراتیژۍ نه کار واخلي او ځان ددې سترو تحریمونو نه وژغوري.

د بله پلوه ایران مخالفه ائتلاف  غواړي چې د ایران د تحریکولو په خاطر ځینې نورې حملې هم ترسره کړي.

همداشان د محسن فخري زاده د جنازې پر ورځ په سوریه کې د ایران د سپاه پاسدارن د ځواکونو د قومندانانو نه یو د خپلو ساتونکو سره یو ځای د نامعلولو الوتکو په برید کې ووژل شو.

حالاتو ته په کتو سره داسې ښکاري چې ایران مخالفه ائتلاف د ایران د تحریکولو په خاطر هره لاره ازمایي.

 



اړوند خبرونه