ایا تاسې پدې پوهیدۍ

ایا تاسې پدې پوهیږۍ  چې مصطفی کمال اتاترک په نړۍ کې  لومړنی ولسمشر دی چې په خپل هیواد کې د بدن روزنه اجباري کړې ده ؟

1532235
ایا تاسې پدې پوهیدۍ

 

مصطفی کمال اتاترک سپورت، سپورت لوبغاړو او سپورتي کلپونو ته ستر اهمیت ورکوونکی او په خپل هیواد کې د بدن روزنه اجباري کړې په نړۍ کې لومړنی ولسمشر دی. د هغه دا وینا چې سالم ذهن په سالم بدن کې وي ددې خبرې ښکاره مثال دی.

مصطفی کمال اتاترک د غیږ نیونې ، فوټبال، د اوبو سپورتونو، لامبو، اس ځښغلونې، هوايي سپورت، غره ښتنې او نیزه بازۍ په څیر سپورتي فعالیتونه کول او په هیواد کې د سپورتي فدراسیونونو په جوړولو کې هم مشرۍ کړې ده .

د مصطفی اتاترک د مړینې نه لنډه موده مخکې د فرانسې د لی اوټو ورځپاڼې چې په نړۍ کې تر ټولو مشهوره سپورتي ورځپاڼه وه او هغه وخت کې یواځې په اروپا کې سپورتي فعالیتونه تعقیبول او پدې اړه به يي خبرونه خپرول  د اتاترک په اړه یوه مقاله خپره کړه. هغه پدې مقاله کې د اتاترک لخوا سپورت ته د کړو خدماتو ډیره زیاته ستاینه کړې وه.

په ورځپاڼه کې په خپره شوې مقاله کې  ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي « مصطفی کمال اتاترک په نړۍ کې لومړنی ولسمشر دی چې په خپل هیواد کې د بدن روزنه اجباري کړې ده. » هغه دا خبره یواځې د کاغذ پر مخ او په وینا کې نه بلکې په عمل کې هم ثابته کړې ده.

هغه په هیواد کې یو زیات شمیر سپورت لوبغالي، ستدویمونه او مختلف سپورت مرکزونه او تاسیسات جوړ کړل.

هغه په عامه سپورتي مکانونو کې پخپله د سپورتي فعالیتونو نه لیدنه او نظارت کولو او د هغه په دوره کې په ترکیه کې سپورت ډیره زیاته وده وکړه او د ملت په منځ کې اهمیت پيدا کړ. د هغه په دوره کې په ترکیه کې سپورت په حقیقي ډول سره ارزښت وموند.

اتاترک د سپورت په برخه کې یو ډیر مشهور شعار درلود چې ویل به يي سالم ذهن په سالم بدن کې وي.


پيوندونه: #سپورت , #اتاترک

اړوند خبرونه