ایا تاسې پدې پوهیدۍ

ایا تاسې پوهیږۍ چې د ترکیې جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک په اړه د نړۍ په یو زیات شمیر ژبو یو زیات شمیر کتابونه لیکل شوي دي؟

1524545
ایا تاسې پدې پوهیدۍ

 

د ترکیې د جمهوریت موسس غازي مصطفی کمال اتاترک د ۱۹۳۸ میلادي کال د نوامبر په لسمه نیټه ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. هغه د ترکیې جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو مهم انسان دی. اتاترک یواځې په ترکیه کې نه بلکې په نړۍ کې د ځانګړو اغیزو خاوند انسان دی. پر نړۍ يي هم ډیرې زیاتې اغیزې پریښي دي. یو زیات شمیر هیوادونو د هغه لاره او انقلاب تعقیب کړی او یو زیات شمیر څيړونو او لیکولانو د هغه د ژوند په اړه په مختلفو ژبو کتابونه لیکلي دي.

ددې کتابونو تر ټولو مهم او پيژندل شوی بیا د انګلستان د حکومت لخوا د اتاترک د پیژندنې او معرفي په اړه په دنده ګمارل شوي د لورد کینروس لخوا لیکل شوی « اتاترک د یو ملت له سره زیږونکی » په نامه کتاب دی چې په لومړي کتار کې ځای لري.

ددې کتاب لومړی ټوک په ۱۹۶۰ میلادي کال کې چاپ شو. پدې کتاب کې د اتاترک د کرکټر ځانګړتیاوې، د عثماني امپراتورۍ وروستۍ دورې او په ترکیه کې د جمهوریت د لومړنیو کلونو په اړه په ډیره اړخیزه توګه معلومات ورکړل شوي دي.

همداشان یو تن بل انګلیس څيړونکي او لیکوال اندریو مانګو هم ( اتاترک د مدرنې ترکیې موسس ) تر نامه لاندې کتاب لیکلی دی. پدې کتاب کې د اتاترک د ژوند د ټولو ابعادو په اړه معلومات ورکړل شوي دي او تبصرې شوي دي.

همداشان امریکايي لیکوال اوستین بای چې پخپله هم عسکر وو د اتاترک په اړه یو کتاب لیکلی دی. هغه ( اتاترک د مدرنې ترکیې موسس او د یو فوق العاده جنرال د مشرۍ په اړه درسونه ) د نامه لاندې په کتاب کې د اتاترک مشري ، د یو پوځي قومندان ذکاوت او استعداد په اړه معلومات ورکړ شوي دي.

همداشان د نړۍ یو تن بل مشهور لیکوال کلاوس کریسر چې د ترکي ژبې ، تاریخ او ادبیاتو په اړه څیړنې کړي دي د اتاترک په اړه یو ځانګړی کتاب لیکلی دی. د ویلو ده چې دا کتاب په جرمني کې څو ځله چاپ شوی  او زده کوونکو او ښوونکو لپاره د تحقیقاتو په برخه کې یو ډیره ښه سرچینه ده.



اړوند خبرونه